اعلامیې

تېره میاشت د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۴۸۹ زره ټنه انتقالات شوي

په تېره میاشت کې د وسپنۍ پټلۍ له لارې څه باندې ۴۸۹زره ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د وسپنې پټلۍ اداره وايي، چې تېره میاشت د حیرتان، اقینې او تورغونډۍ وسپنې پټلیو له لارې ۴۸۹ زره ۷۹۸ مټریک ټنه توکي لېږدول شوي دي. په یاد توکو کې ۲۸۰۴۰ ټنه توکي صادر شوي، چې لویه برخه یې وچه میوه او نور توکي دي. د افغانستان د وسپنې پټلۍ ملي اداره وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *