افغانستاناقتصاد او رغونه
جوزجان کې د ۸ میلیونو افغانیو په لګښت یو کانال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
شریعت: د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د علي آباد عمومي کانال د څه باندې ۸ میلیونو افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
شریعت: د جوزجان په مرکز شبرغان ښار کې د علي آباد عمومي کانال د څه باندې ۸ میلیونو افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د جوزجان د سیندیزې فرعي حوزې رئيس ملا سعدالدین حلیمي وویل، چې دغه کانال د سویډن کمېتې له لوري په ۸ میلیونو، ۲۵۰ زره او ۹۶۱ افغانۍ جوړ شوی دی د نوموړي په وینا، یاد کانال د بزګرانو د حاصلاتو د سطحې د لوړولو او د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي لپاره جوړ شوی، چې د ۸۰۰ هکتاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.
په دغه پروژه کې ګڼو کسانو ته د څلورو میاشتو لپاره د کار زمینه برابره شوې وه.