افغانستاناقتصاد او رغونه

جوزجان کې ۱۱۰ ښوونځي رغول کېږي

شریعت: جوزجان ولايت کې د ۱۱۰ ښوونځيو د ودانيو د بيارغاونې چارې پيل شوې.
د جوزجان ولايت د پوهنې رياست مسوولین وايي، چې د دې کار په بشپړېدو سره به څه باندې ٣٠ زره زده کوونکي له معياري او خوندي ټولګيو برخمن شي.
دجوزجان ولايت دپوهنې رييس محمدطاهر جواد وايي، دغه ښوونځي دتېرو لسو کلونو جګړو له امله ويجاړ شوي او يا هم د تېر حکومت له خوا يې د بیارغولو چارې نیمګړې پاتې دي.
\ د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغو ښوونځيو د بيارغونې لګښت، چې د شبرغان ښار په شاوخوا پنځو ولسواليو او کليو کې موقعيت لري، ٣٣٠ زره امريکايي ډالرو ته رسېږي، چې د «اکتيد» ادارې له خوا ورکول کېږي. جواد وويل، چې د يادو ښوونځيو د بيارغونې چارې به په راتلونکو درېيو مياشتو کې بشپړې شي او له ٣٠زرو څخه زيات زده کوونکي به له خوندي او معياري تعليمي چاپېريال څخه برخمن شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *