روغتیا

حساسیت (الرجي)

مونږ د شریعت ورځپاڼې په هره ګڼه کې د وقایه او درملنې تر نوم لاندې، تاسو ته د یوې ناروغي اړوند معلومات درکوو، چې دا څه ډول ناروغي ده، نښې نښانې یې څه دې، لاملونه یې څه دي، څنګه یې درملنه کولی شو او دې ته ورته نور معلومات.
همدا شان د تیر په څیر نن مونږ په حساسیت یا الرجي له ډاکټر صیب روح الله سره مرکه کړي ده، تر څو د یادې ناروغي پيژندلو، علایمو او درملنې په اړه وپوهیږو. که غواړئ چې مختلفو ناروغیو په اړه پوهه شی، د مخنیوي لارې چارې یې زده کړی او وکولی شی په اسانه یې درملنه وکړئ، نو شریعت ورځپاڼه ضرور وګورئ.
پوښتنه: حساسیت یا الرجي څه ډول ناروغي ده؟
ځواب: په انګلیسي کې حساسیت ته (allergy) وایي او کومو توکو سره چې تاسې حساس یاستی یا د حساسیت لامل کیږي (allergen) ورته وایي. حساسیت د بدن د ایمني یا دفاعي سیستم هغو بهرنیو توکو ته غبرګون دی کوم چې معمولا زیان اړونکي نه دي. بهرني توکي ممکن خواړه وي، ممکن د ګلانو ګرده وي ممکن د ژو په بدن کې خشکي سره حساسیت وي. ستاسې د بدن د ایمني یا دفاعي سیستم دنده دا ده چې له بیماري پیدا کوونکو توکو سره جګړه وکړي او له منځه یې یوسي. کله چې ایمني سیستم فکر وکړي چې کوم څه ستاسې بدن له خطر سر مخ کوي برید پرې کوي. د حساسیت علایم د حساسیت له پیدا کوونکي عامل سره تړاو لري. علایم یې ممکن پرېنجېدل وي، ممکن په خوله پوزه یا کومه بله برخه کې پړسوب وي. د هر انسان ایمني سیستم له چاپیریال سره ځان تطابق کې کوي د بېلګې په توګه که تاسې د ژو د بدن خشکي یا د ګلانو ګرده تنفس کړی ایمني سیستم یې پېژني چې بدن ته مو کوم زیان نه اړوي خو کوم کسان چې حساسیت لري ایمني سیستم یې برید پرې کوي.
پوښتنه: د حساسیت یا الرجي نښې نښانې څه شی دي؟
ځواب: حساسیت یا الرجي تر ډېره د انسان په پوستکي باندې اغېز کوي او نښې – نښانې يې هم په پوستکي باندې راښکاره کيږي. د پوستکي سوروالی، ټپي کېدنه، د پوستکي خارښت، مېکروبي کېدنه، په پوستکي تور او نور داغونه راپيدا کېدل او په پوستکي د وېښتانو توېدل او سپينېدل؛ د الرجي لومړنۍ نښې – نښانې دي.
الرجې همدا ډول ټوخی او پرېنجېدل رامنځ ته کوي، د سترګو رنګ په کې سور کيږي او له سترګو په کې اوښکې بهيږي، ځيني خوراک او څښاک په هضمي سېسټم باندې بد اغېز کوي او يو شمېر نور شيان په وجود باندې داسې اغېز کوي، چې وجود زهري کوي.
همدا شان د ځينو کسانو په پوستکي، پوزه، هضمي سېسټم، تنفسي سېسټم او غوږونو باندې ډېر اغیز کوي یعني شدید پرې تمامیږي.
رنګ يې سور او تور کيږي، خارښت کوي او ځيني وخت په کې ټپونه پيدا کيږي. همدارنګه غوږونه یې درنده وي، غږ په سم ډول نه اورې او ځيني وخت، د غوږ داخلي ټيوب هم درد کوي.
په پوزه باندې د الرجۍ اغېز دا دی، چې له پوزې اوبه بهيږي، پرنجېدل او د زکام ناروغي رامنځ ته کوي او پوزه په کې سره وي.
هضمي سېسټم ته هم زیان اړوي لکه، استفراق کول، د ډودۍ نه هضم، بد هضمې، نس ناستی، د خېټې درد او د اشتها کموالي، هغه نښې او اغېزې دي، چې هر کله حساسيت له هضې سېسټم سره تړاو ولري. همدا شان په تنفسي سېسټم د حساسيت اغېز دا دی، چې مرۍ وچيږي، درد کوي او د تنفس په اخېستو کې ستونزې راپيدا کيږي.
پوښتنه: د حساسیت یا الرجي لاملونه څه شی دي؟
ځواب: د حساسيت لاملونه ډېر شمېر دي. د حساسيت د رامنځ ته کېدو عمده لامل د انسان د وجود د دفاعي سېسټم کمزورتيا ده، چې د يو شمېر عملونو او څیرونو پر وړاندې خپل مقاومت له لاسه ورکوي. ښايي يو کس له خوراکي شيانو سره حساسيت ولري، بل کس د ځينو شيانو له لېدلو سره، ځيني کسان هغه وخت حساسيت پيدا کوي، چې له يو شمېر حشراتو او حيواناتو سره يې وجود په تماس کې راشي او داسې نور.
پوښتنه: څنګه کولی شو د حساسیت یا الرجي درملنه وکړو؟
ځواب: د حساسيت له درملنې وړاندې لومړۍ بايد دا تشخيص شي، چې د وجود کومې برخې د کوم بهرنی عنصر پر وړاندې حساسيت پيدا کړی دی. د الرجي تشخيص د وينې په معاينې سره ترسره کيږي، چې په عمومي ډول د حساسيت لپاره د وينې ټېسټونه ښايي تر اونيو وخت ونېسي، تر څو د مختلفو عناصرو پر وړاندې د وجود د مختلفو برخو عکس العمل په ګوته او څرګند شي.
هغه کورنۍ درملنه چې ډاکټران يې د حساسيت لپاره توصيه کوي، د کرکې او ويرې له منځه وړل دي. که چېرې يو څوګ دا فکر ولري، چې د وريځ اسمان په شتون کې مې سر درد کوي، نو هرکله چې اسمان وريځ کيږي نو د ياد کس سر به په رېښتيا هم درد کوي، چې دا هم يو ډول الرجي ده. د ناروغ کس فکر داسې جوړ شوی دی، چې د اسمان د وريځو په اړه ورسره وېره او اندېښنې يو ځای شوې ده او په ذهن يې داسې فشار رامنځ ته کړی دی، چې غېرې حقيقي کړنه يې ورته په حقيقت بدله کړې ده. نو دا چې د الرجۍ له شر څخه خلاص شئ، مخکې له دې چې په الرجۍ اخته شئ، پر ځان باور پيدا کړئ، ويره او اندېښنې له فکر څخه وشړئ.
که چېرې په الرجۍ باندې يو ځل اخته شی، نو بيا تر ډېره پورته درملنه پايله نه ورکوي، ناروغ کس اړ دی، چې د حساسيت د تشخيص او درملنې په موخه له اړوند متخصص ډاکټر سره پرې مشوره وکړي.
هغه درمل چې د حساسیت لپاره کاریږي:
antihistamines like diphenhydramine (Benadryl)
corticosteroids
cetirizine (Zyrtec)
loratadine (Claritin)
cromolyn sodium (Gastrocrom)
decongestants (Afrin, Suphedrine PE, Sudafed)
leukotriene modifiers (Singulair, Zyflo)
مرکیال: ابوالفاتح

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *