لیکنېمقالی اوتبصرې

حصار مو مات كړی؛ نور دې نړۍ او نړيوال سازمانونه ترې وځي!!

د الله تعالی بې شمېره شكرونه چې د جهاد او مبارزې عبادت ته يې خوښ كړو، په كې ځينې قربانۍ يې هم را په برخه كړې، مرحومې مورجانې پسې يې د جهاد پالنې له لارې كور ته دغه نېكمرغي راوړه او اميد دی هغه نړۍ يې پرې ودانه كړه چې په كې برخليك يې په دې نړۍ هېچا ته نه مالومېږي او پر ما هم الله تعالی خپل پرېمانه پېرزوينې او بيا غيرت وكړ… د مورجانې له وفات او ورسره جوخت د اسلامي امارت له راتگ سره مو شخصي ژوند د سياسي غچ اخيستنې كټ مټ لكه د امريكايي كافرانو تر ښكاره پلمو لاندې پټو موقفونو ښكار شو. د نشنليستې ډلې غړي مخالفين په ښكاره ډول پر شخصي حريم را ننوتل، په خپل حصار كې يې واخيست،يواځې همدلته يې هغه كانې وكړې چې او امريكايانو د گران هېواد په حريم كې كړې وې، خو د مجاهد حريم لكه چې الله تعالی د نورو لس برابره لوړ كړی؛ همغسې يې ساتي هم او ډېر غيرت پرې كوي، نو پر يو څه قربانيو مو هماغسې لكه امريكايان او نړيوال كفار چې له افغانستانه ووتل؛ له رسواهۍ پرته د هېڅ پر ترلاسه كولو له حريمه ووتل او حصار يې مات شو، خو كټ،مټ لكه امريكا چې مو د هېواد شتمني كنگل كړې او د رسميت پېژندنې مخه يې نيسي؛ نشنليستو مخالفينو هم تر اوسه ټول حقه حقونه گرځولي، پر اصالت مو د پېژندنې مخه نيسي، يقين وكړئ همدغه لنډ جريان دی،چې مقدمه اوږده نه شي؛ يوه سيكولره ډله كه په خپل جوړښت كې هرڅومره وړه هم وي؛ د نفوذ ساحه يې د بشپړ غرب يو كوچنی، خو پوره او پاك،ستره انځور پر لاس راكولی شي او پر وړاندې يې څو كسيز مقاومت هم د افغانانو او اسلامي امارت د جهاد او مبارزې يو كوچنی انځور ښودلی شي.

د نوي،نږدې دوه كلن راتلونكي افغانستان+اسلامي امارت پرمختگونو د ځمكنيو واقعيتونو شاهدۍ سترگې نه شې پټېدی، د هېواد او نظام پر تړاو غولوونكي اټكلونه پوچ او ترې وړاندې سزاگانې يې خندونكې ډرامې ختلې، هغه ټول اټكلونه،وړاندوينې،سپارښتنې چې له اسلامي امارت سره له تعامل پرته د نړۍ پر بلې لارې نه لرلو را څرخي؛ رښتيا شوې او د عملي كېدو وخت يې راغلی، په پاليسيو او سياستونو كې په شرعي لارښوونو ولاړ دريځ او هوډ څخه د اسلامي امارت نه شاته كېدو باندې گرده نړۍ پوخ باور لري، له ځينو هېوادونو،نړۍ،نړيوالو سازمانونو د اسلامي امارت غوښتنې او پوښتنې د ملگرو ملتونو د منشور له مخې هم پر ځای او ځواب غوښتونكې ثابتې شوې، د ملگرو ملتونو سازمان مرستيالې آغلې آمنه محمد لخوا د رسميت پېژندنې موضوع را منځته شوې،چې پر نړيواله كچه د تبصرو ترڅنگ يې موافق او مخالف دواړه ډوله احساسات تر بل هر وخت زيات دي، ورپسې تركي مسلمان فريدون سينيرلي اوغلو هم تازه د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د ارزونې ځانگړي مأموريت د همغږۍ د استازي په توگه ټاكل شوی او د ارزونې او ورسره د هېوادونو د تعامل څرنگوالي باندې د بحث لومړنۍ او د ملگرو ملتونو يواځينۍ له هيلو ډكه غونډه ده چې لومړی يې د ترسره كېدو لپاره دوحه غوره شوې او بيا يې په درشل ياد سازمان يو ورته مهم پرېكړه ليك هم صادر كړي.

دا او ډېر نور دا ډول دلايل ټول هيله بښونكي دي چې دغه غونډه به د رسميت پېژندنې په گډون د افغانستان لپاره هغه ټول زېري، پيغامونه او لاسته راوړنې له ځان سره ولري،چې د ملگرو ملتونو رول په كې مهم دی، له دغې غونډې تمه كېږي او د گڼو هېوادونو استازو او د افغانستان ژمنو فعالانو ته پرې سرخلاصي اړينه ده، ترڅو پر اړوندو او همدلته شته ټولو واقعيتونو د پرېيستي گرد او غبار څادر يې پر وړاندې پورته شوی وي، په ټولو ذي ربطه مسئلو كې هغوی هم د اسلامي امارت له قاطع دريځه ننگه وكړي، پر وړاندې پرتې ننگونې درك او بيا په ښه توگه خپلو هېوادونو او ټولنو ته د استازولۍ د دغه دروند پېټي په رسولو هغوی د يادو ننگونو له منځه وړلو ته را وبولي. د افغانستان ثبات، ځمكنۍ بشپړتيا او ورته نور ټكي چې ځينې يې ملگرو ملتونو په خپل وروستي پرېكړه ليك كې ياد كړي او د افغانستان ثبات، ملي يووالی او خپلواكي تضمينوي؛ د سيمې او ټولو هېوادونو په گټه دي، كار پوهانو پرې بيا بيا ټينگار هم كړی او تر هغه چې څو جگړه مارو هېوادونو د خپلو گټو لپاره د گران هېواد حريم په خپل واك اخيستی و؛ دا هرڅه يې ترې تروړلي او له افغانانو سره د مرستې ټول سازمانونه، ټولنې او دركونه يې په خپل حصار كې ساتلی وو چې ورسره ټوله نړۍ هم نا امنه او بې ثباته وه، خو چې د الله ج په نصرت او د غيور او مجاهد ولس د سرښندنو په بركت له جگړه مارو خپلې گټې همدلته پاتې او هغوی تېښتې ته اړ شول، ورسره يې ياد حصار هم بشپړ مات او پر هېواد او نړۍ ثبات او امن را وغوړېد، خو لا هم د دوحې له تړونه په پرله پسې سرغړونو، د هېواد شتمنۍ گرځولو، فشارونو او بنديزونو زياتولو، د رسميت پېژندنې مخنيوي او له نورو استخباراتي او تبليغاتي لارو زموږ هېواد او سيمه كې گډوډيو ته لمن وهل كېږي او هغه وضعيت يې زېږنده ده چې د دوحې راتلونكې غونډه كې به ارزول كېږي او پرې به بحث كېږي، نو اوس چې حصار مو مات كړی؛ نور دې نړۍ او نړيوال سازمانونه ترې وځي او چې يواځې همدغه نېكي يې ومني؛ هم د افغانستان او اسلامي امارت په تړاو يې بايد نظر، ارزونې او بحث هغسې نه وي لكه چې د يادو څو جگړه مارو هېوادونو په مات شوي حصار كې چې به ترسره كېدل، بلكې د دلته او په سيمه او نړۍ شته واقعيتونو له بشپړ درك وروسته بايد د هغو د رښتينولۍ پر بنسټ ولاړ وي، ترڅو په ټولو برخو كې د هېواد، سيمې او نړۍ هغه بې ساري نوښتيز پرمختگونه چې له لسيزو راهيسې ترې زموږ گران هېواد بې برخې شوی او پر نړۍ يې هم سيوری غوړولی و او اوس يې په ډېره كمه موده كې بيا څركونه ليدل كېږي؛ تضمين كړي چې دا يواځې په هغه صورت كې شونې ده چې نړۍ او نړيوال سازمانونه د يادو څو جگړه مارو هېوادونو له مات حصاره ووځي، له خپلو پرېكړو،پاليسيو،سياستونو يې لاس لنډ کړي او د افغانستان پر تړاو خپله بې طرفي وساتي.

جبريل سعد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *