دینې لیکنې

حضرت ابوذر رضی الله عنه څوک و؟

د حضرت ابوذر رضی الله عنه اصلي نوم جندب بن جناده دی، چې له بنو غفار قبیلې څخه و. زاهد صحابي و.

محمد علي عظمت
د حضرت ابوذر رضی الله عنه اصلي نوم جندب بن جناده دی، چې له بنو غفار قبیلې څخه و. زاهد صحابي و. کله چې د رسول ﷺ له نبوت، بعثت او رسالت څخه خبر شو نو ابوذر غفاري رضی الله عنه مکې مکرمې د حال احوال د کره کولو لپاره خپل ورور (انیس رضی الله عنه) ولېږه. هغه له هغه ځایه خپل ورور (ابوذر) ته خبر ورکړ. بیا په خپله مکې مکرمې ته لاړ. همالته په اسلام مشرف شو او د اسلام اعلان یې وکړ. کله چې د قریشو مشرک مشران د ده په اسلام راوړلو خبر شول، نو په هغه راغونډ شول او ویې واهه، نو د رسول الله ﷺ عزتمن تره عباس رضی الله عنه خلکو ته وویل: دا پېژنئ که نه؟ دا د بنو غفار قیبلې ابوذر دی، مه یې وهئ، بیا به ستاسو قافلې په کومه لار
ځي!؟
ابوذر رضی الله عنه د رسول الله ﷺ له وینا سره سم خپل قوم ته ورستون شو او د اسلام لوري ته یې بلنه پېل کړه، چې د بنو غفار او بنو اسلم قبیلو ډېرو وګړيو اېمان راووړ او د بدر او اُحد غزاګانو څخه وروسته د رسول اکرم ﷺ حضور ته ورغلل. ابوذر رضی الله عنه له دې وروسته له رسول الله ﷺ سره میشت شو. په ټولو غزاګانو کې یې برخه اخیستې. د حُنین په غزا کې یې د خپل قوم بیرغ پورته کړی و، ولې د ځينو ستونزو له امله د تبوک غزا کې خپل حبیب څخه وروسته شو، اما بیا یې هم ځان ور ورساو.
هو! ابو ذر رضی الله عنه د حضرت محمدم صطفی ﷺ له رحلته وروسته د فاروق اعظم رضی الله عنه د خلافت پر مهال د شام او بیت المقدس په فتوحاتو کې حاضر و، چې همالته په شام کې هستوګن شو، د دین خپرولو او فتوی ورکولو چارې یې پر مخ وړلې. ولې له حضرت معاویه رضی الله عنه سره یې اختلاف راغی، هغه دریم خلیفه عثمان رضی الله عنه ته شکایت وکړ. نو خلیفه مدینې منورې ته وروغوښت. په مدینه منوره کې هم ابوذر رضی الله عنه په خپل دریځ کلک ولاړ و، نو خلیفه عثمان رضی الله عنه نوموړی (ربذې) ته ولېږه. هلته میشت و، څو د ۳۲ هجري کال د ذوالحجې په میاشت کې وفات او د لویو اصحابانو ستر ټولي کفن ورکړ، جنازه یې پرې وکړه او خاورو ته یې وسپاره.
هغې وژړل!
د حضرت ابوذر رضی الله عنه د زنکدن شېبې نژدې وې، مېرمنې یې وژړل، نو ده ترې وپوښتل: ولې ژاړې؟ څه دې ژړوي؟
هغې وویل: ته دلته د (ربذې) په دښته کې وفات کېږې، نه جامه (ټوکر) شته چې تا ته یې کفن کړو او نه کوم انسان شته، چې پر تا جنازه وکړي.
نو هغه ورته وویل: زېری واوره! دا هغه زېری دی چې رسول الله ﷺ یوه ورځ راباندې وکړ. زه، پلانی، پلانی او پلانی (هلته موجود وو) د ډېرو کسانو نومونه یې واخیستل، مونږ ناست وو او رسول الله ﷺ راغی، ویې ویل: یو سړی به په دښته کې وفات شي او د مؤمنانو یو لوی جماعت (ډله) به د جنازې لمونځ پرې وکړي. نو بېشکه هغه اصحاب کرام رضی الله عنهم چې د دې نبوي زېري پر مهال له ما سره وو، ټول له نړۍ څخه لېږدېدلي دي، هیڅوک نه دي پاتې، یوازې زه موجود او له دې (زېري) زه مقصود
یم.
بیا هغې وویل: زه اوس څه وکړم؟
هغه په وروستيو سلګیو کې وویل: ما د لارې پر څنډه کېږده. نو لومړی کاروان چې راځي، هغه به د لویو اصحابو کرامو رضی الله عنهم وي، چې رسول الله ﷺ یې زېری ورکړی دی، هغوی به له شکه پرته پر ما باندې د جنازې لمونځ وکړي، څنګه چې زما حبیب ﷺ د هغه خبر او بشارت راکړی دی.
په همدې مهال یو کاروان له عراقه راغی، چې لوی لوی اصحابان رضی الله عنهم پکې وو او په سر کې یې سیدنا عبدالله بن مسعود رضی الله عنه و، نو له هغې یې وپوښتل: ولې ژاړې؟ هغې وویل: دا زما خاوند ابوذر رضی الله عنه دی، وفات شو او د کفن لپاره له مونږ سره څه نشته، چې پکې کفن یې کړو!
نو انصارو صحابه وو رضی الله عنهم یو تر بله سیالي پېل کړه، څو د هغه په جامه کې هغه (ابوذر رضی الله عنه) کفن کړل شي، بیا هغو په کفن کړ، وروسته ټولو د جنازې لمونځ پرې وکړ او د جنت و مغفرت دعا یې ورته وکړه. اصحابو کرامو رضی الله عنهم ته د تبوک غزا ورځ ور په یاد شوه، کله چې ابوذر رضی الله عنه لږ وروسته شو، په اوږو اوږو یې سا اخیستله او راغی، کله به په منډه منډه روان و او کله به په عادي تګ سره روان و.
هو! هغه یوازې روان و، کوم ملګری نه و ورسره او نه یې سپرلۍ درلوده، چې په سوځونکې دښټه کې پرې سپور شي، هغه په خپل حبیب ﷺ پسې ځان رسول غوښتل، څو په تبوک کې له هغه سره یوځای شي، او په لیدو یې سترګې خوږې کړي. کله چې خوږ نبي صلی الله علیه وسلم هغه ولیده، نو مخ یې له خوښۍ وځلېده، بیا یې هغه (ابوذر رضی الله عنه) د غوره والي، یوازېوالي او اخلاص په تاج (خول) سره ونازاو او هغه یې په سر ورکېښود.
نور سول الله صلی الله علیه وسلم اصحابو کرامو رضی الله عنهم ته ووېل: الله جل جلاله دې په ابوذر رضی الله عنه رحم وکړي، یوازې به ګرځي، یوازې به له دنیا ليږدي او ځان ته یوازې به د قیامت په ورځ راپاڅيږي.
یوازې دا معنی، چې په ډېرو نیکو خویونو او خصلتونو له نورو څخه جدا او جلا و او هماغه زېری رښتیا شو.
مسند احمد، حاکم ــ رضی الله تعالی عنهم ــ

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *