دینې لیکنې

حضرت محمد (ص) بشر ته نجات ورکوونکی و

رسول الله مبارک به تل خپلو یارانو ته ویل، چې زه هم تاسې غوندې بشر او د آدم او بي بي هوا اولاد یم،خورم،څښم،اغوندم،خوب کوم، په ښو خوشحالېږم اوپه بدو خفه کېږم ، په دې توګه آنحضرت ص هم په نسبي لحاظ د خپلې مور بي بي آمنې اوپلارعبدالله زوی و، هغه د عام الفیل کال د لومړۍ خورد دولسمې ورځې په سهار په مکه مکرمه کې د عبد الله په کور چې هغه د عبد المطلب زوی و، وزېږید. د محمد ص پلار د ده له زیږون مخکې وفات شوی و ، مکه معظمه په حجازکې یو پخوانی او متبرک ښاردی چې ابراهیم خلیل الله اوزوی یې اسمعیل ذبیح الله دلته کعبه جوړه کړه او له پیړیو راهیسې به دغه مبارک ښارته له جزیرة العرب څخه حجاج را تلل ، د حج ترڅنګ به په مکه معظمه کې له یوه پلوه عرب او رومي سوداګران را غونډېدل او له بل پلوه په لویه کچه مکه معظمه دا وخت د عربي ممالکو ،هند، چین اوشام ترمنځ څلور لارې هم وه ، د جناب خاتم النبین د پیدایښت په مهال د مکې معظمې د حکومت طرزیو ډول اشرافي جمهوري وه چې دیني بڼه یې درلوده اوپه مکه معظمه او د هغه په مضافاتو کې د اوسېدونکو قبیلوڅخه یې شل تنه د حکومت لپاره ټاکل کېدل چې دوی به د مکې معظمې د بلد ښار او د بیت الله شریفې د خونې ساتونکي وو، د سردارعالم د پیدایښت پر مهال دغه کسان ټول قریش وو اود عربي نړۍ نورو توکمونه او قبایلو دا وخت صحرا نشین کوچیاني تیت پرک ژوند درلود ، هرې قبیلې به یو یا څو کسه ځانګړي امیران درلودل او دا قبیلې اکثراً یو له بل سره په جنګ اوجګړو اخته وې ، یوازې کعبه شریفه د مذهبي قدسیت له مخې چې د شرک له بتانو ډکه وه د دوی له چورچپاول اوجګړو خوندي پاتې وه ، خو په ماورای مکه معظمه کې د دوی د جګړو بل شوی اورهېڅکله هم نه ګولېده ، خطیبانو اوشاعرانو به دغه اورته د خپلو حماسي شعرونو او خطابو په واسطه لمن وهله او تر څوبه یې چې توان و،دغه اور یې تازه او ژبغړاند ساته ، جاهلانه غیرت د قریشو په قبیله کې اوج ته ختلی و ، په ډېره کوچنۍ موضوع به یې جګړه نښلوله، د دې جګړو په ترڅ کې به نارینه له منځه تلل او وژل کېدل ، ښځې به کونډې پاتې کېدې او ماشومان به یتیمانېدل خو دوې ته یې فروا نه ورتله. دا لومړنۍ معجزه ده چې د داسې خلکو له منځه الله پاک د دوی د هدایت او لارښوونې لپاره د نجات پرشته (حضرت محمد صلی الله علیه واله وسلم) په پیغمبرۍ مبعوث کړ، سردارعالم اعلی نسبه او د عربي نړۍ د اصیل او ممتاز قوم قریشو د بني هاشم په قبیلې پورې اړه درلوده ، د جناب رسول الله مبارک نسب په ۳۳ پلار حضرت ابراهیم خلیل الله ته وصلېږي ، ابراهیم خلیل الله او زوی یې ابراهیم ذبیح الله هغه پیغمبران وو چې د کعبې شریفې د بنسټ ډبره يې کېښوده .
که د حضرت محمد ص په ژوند له وړوکوالي څخه رڼا واچوو نو د آنحضرت ژوند له نورو ماشومانو څخه کاملا توپیردرلود ځکه د هغه په تندي کې داسې خارق العاده علایم ځلېدل چې هوښیار راهبان پرې پوهېدل ، تره یې ابوطالب هغه له خپل ځان سره شام ته د سوداګرۍ په موخه بوت چې په دغه سفرکې د هغه علایمو بربنا چې په مخکنیو آسماني کتابونو کې راغلي وو ځینو راهبانو وپېژانده او د هغه کاکا ابو طالب ته یې د ده د خوندي ساتلو سلا اومشوره ورکړه خو بیا هم جناب محمد سول الله ص د خپل کاکا ابوطالب ترنیغ نظارت او سرپرستۍ لاندې را لوی شو ، خو لویه نېکمرغي داوه چې جناب رسول الله مبارک فطرتاً د قریشو د قبیلې په شان هېڅکله بتانو ته عبادت ونه کړ اونه یې د قریشوپه مذهبي مراسمو کې له خپل قوم سره چې په هغه کې دوی شرکي عنعنات پا لل کومه برخه واخیسته ، دا د الله ج فضل او او کرم و چې آنحصرت ترې ساتل کېده ، د دې ترڅنګ یې د دوی د قربانۍ له هغه غوښو څخه هم کومه څکه ونه کړه ، چې دوی به د بتانو په نامه نذرانه کولې ، حضرت محمد صلی الله علیه و آله وسلم له ماشومتوب څخه تربعثت پورې د خپل اقتصادي کفاف بار د بل چا پراوږ ور وا نه چاوه ، تل یې کارکاوه او د خپل لاس په تڼاکو يې ګټلې روزي خوړله ، هغه د ژوند په ټولو اموراتو کې ډېر صادق ، امین ، ریښتنی او دښو اخلاقو چښتن و، همدا وجه وه چې (بي بي خدیجې) چې د خویلد لور وه ، له ده څخه وغښتل چې د دې بي بي په سرمایه سوداګري وکړي کله چې آنحضرت د بي بي خدیجې د سوداګرۍ غوښتنه ومنله نو بي بي خپل میسره نومی غلام هم د سرمایې ترڅنګ د محمد ص په واک اوخدمت کې ورکړ ، میسره به تل بی بي خدیجې ته د محمد ص د ښو اخلاقو، امانتدارۍ او صداقت په اړه معلومات ورکول ترڅوچې ام المومنین حضرت بي بي خدیجه د ده د نیکو اوصافو اوښو خویونو شیدا شوه او د خپل عمرپه څلویښتم کال یې له حضرت محمد ص سره چې آنحضرت دا وخت پنځه ویشت کلن و ، واده وکړ، محمد ص ترڅو چې بي بي خدیجه ژوندی وه د بل واده هوس ونه کړاو تل به یې دا خبره کوله چې بي بي خدیجې زما د داعیې داسې وخت تصدیق وکړ او ایمان یې راووړ چې د مکې معظمې وګړي ټول کافران او بت پرست وو او په داسې تنګ وخت کې یې خپله ټوله شتمني هم زما په واک کې را کړه ، د حضرت محمد ص چې څومره عمر زیاتېده میل یې د حق موندنې طرف ته ډیرېده اوله خلکو پرېکېده دا وخت یې د حرا غار د خپل ځان لپاره خلوت ګاه وټاکه او په شپو ورځوبه هلته د الله په اذکارو او عبادت لګیا و او خپل روح او روان به یې په معنویت کې پاک ذات ته متوجې کاوه . جناب رسول الله مبارک لوستی نه و سواد یې نه درلود خو له ښوونکي او استاد پرته هغه دومره لوی معنوي ښوونکی و چې عالم اسلام یې د نیک بختۍ ، سلامتۍ ، ژغورنې او سعادت په لوري رهنمایې کړاو د حجاز ټوله سیمه یې د جهالت له تورو تیارو وژغورله ، د جناب رسول الله مبارک ژوند هم ټول اعجاز او خارق و، ځکه هغه څه چې ده مبارک ویلي او هغه څه یې چې سرته رسولي یوه حرف او کلمه یې په کلام او عمل کې د ډېرو پرمختلیو اوسنیو عالمانو ترنیوکې لاندې نه دي راغلی اونه به هم راشي د جناب رسول مبارک تر ټولو لوی اعجاز قرانکریم او دده احادیث دي.

حیات الله حلیم

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *