بېلابېلې لیکنې

حماقت او نښې یې دوهمه برخه

 مفتي عادل

په قرآنکريم کې د حماقت غندنه
الله تعالی کفار په بی عقلي اوحماقت کې هغو شيانو ته ورته بللي دي چې عقل نه لري، بلکې کوم انسان چه دبې عقلي له امله د اسلام له قبلولو ډډه کړې وي؛ دغه انسان تر حیوان هم ناپوه بلل شوی ده الله تعالی فرمایی:
ژباړه: آیا ستا داګمان ده چې په دوی (کفارو کې) زياتره حق اوري او یا په پوهيږي؟! دوی دڅارويو په څېر دي، بلکې تر څارويو هم زيات ګمراه دي.[الفرقان] همدارنګه الله تعالی دمنافقینو هغه ګمان چې ګنې موږ الله تعالی او مؤمنانوته دوکه ورکړه؛ حماقت بللی دی، حال داچې دوی خپلو ځانو ته دوکه ورکړه؛ ځکه ددغه دوکې زیان اوعذاب دوی ته رسیږي الله تعالی فرمایی:
ژباړه: منافقان الله تعالی او مؤمنانو ته دوکه ورکوي؛ او دوی دوکه نه ورکوي مګر خپلو ځانونو ته او دوی نه پوهیږي.[البقرة] بل ځای الله تعالی بې عمله عالم اود شیطان لاروی دحماقت له امله له سپي سره ورته بللی ده؛ الله تعالی فرمايي:
ژباړه: (ای رسوله!)دوی ته د هغه کس حال بیان کړه چې موږ دخپلو اياتونو علم ورکړی و، بیا زموږ له اياتونو څخه ووتل اوبیا شیطان پیدا کړ( يعني دشیطان ملګری شو) په پايله کې هغه د ګمراهانو له ډلې وګرځيدل.اوکه زموږ خوښه وای؛ موږ به دغه کس ددغه اياتونو په سبب پورته کړی و؛ مګر دغه کس ځمکې (ددنیا طرف ته) کوږوالی وکړ او دخپل خواهش تابع شو، نوموړی په( په خساست کې) د سپي په څېر دی، که یې شړې اوکه یې پریږدې؛ ژبه یې رايستلې وي، دغه بد مثال دهغه قوم هم دی چې زموږ آیاتونو ته د دروغو نسبت کوي، ته دوی ته کيسې بيان کړه شايد دوی فکر وکړي [الاعراف ۱۷۶/۱۷۵] مطلب داچې دغه کس سره له خپل علمه دحماقت له امله ځان ددنیا لوري ته کوږ کړ، دشیطان پيروي يې وکړه او د سپي په څېر یې خپل ځان ذليله کړ.
په احاديثوکې دحماقت غندنه
رسول الله ﷺ فرمایی:
ژباړه: زه له دوه ډوله احمقانه او بدو غږونو څخه منعه شوی يم: لومړی هغه غږ چې د مصيبت پر مهال د مخونو وهل اود ګریوانونو څيرول ورسره وي او دوهم دشیطان لوړ غږ [ترمذي] يعني ددوه ډوله اوازونو کوونکي احمقان او فاجران دي او دغه اواز د شيطان په لارښوونه کوي: يو دغم پر مهال په لوړ اواز سره مخونه وهل او ګریوانونه څیرل او بل لوړ اواز کول.
حضرت عمر رضی(الله تعالی عنه) چې به کله دغه آیت تلاوت کول: ژباړه« ای انسانه! ته څه شي تير ايستلی يې په خپل رب؟!» نو نوموړي به ویل: حماقت ددې لامل شوی دی چې یوانسان په خپل رب دوکه شي او دهغه عذابونه هیر
کړي.
حضرت مجاهد وایي: زه له حضرت ابن عباس (رضي الله عنهما) سره وم چې یو تن راغی او ويې ويل « ما خپلې ميرمنې ته درې طلاقه ور واچول؟» نو ابن عباس (رض) يوه لحظه پټه خوله شو، زما دا ګمان شو چې نوموړی به اوس ځواب ورکړي، وروسته يې وويل: په حماقت سپور يوسړی راشي او وايي: ای ابن عباسه! ای ابن عباسه! بيا ابن عباس رض زياته کړه «څوک چې له الله تعالی څخه وویریږي؛ الله تعالی دهغه لپاره له مشکلاتو څخه دخلاصون لاره پيدا کوي» ته له الله تعالی څخه نه ویریږي؟! زه ستاسې لپاره دخلاصون لاره نشم پيدا کولای، دخپل رب نافرماني دي کړې ده او ميرمن درڅخه بیله شوې ده.[أبو داود] مطلب دا چې کله دحماقت په وجه یو انسان په دومره ستر مشکل کې ښکيل شي؛ چې بیا د حل لاره ترې ورکه وي.
نور بیاانشاءالله….

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *