لیکنېمقالی اوتبصرې

حُریـت او پیشرفت

یوه خبره باید د اسلامي امارت چارواکي درک کړي. چې بې له وړتیا، شایسته ګۍ او تخصصه نه ملت جوړېږي. نه عدالت قایمېږي. او نه پیشرفت صورت نیسي.
ټولنه دا مني چې طالب د تاریخ څپېړې نه هم ځان بچ کړ او هم خپل ملت. خو پدې خاوره ډېر نور هم شته چې تاریخ یې پر مخ د څپېړې ورکولو جرئت نشي کولای. زما د لیکنې تمرکز په همدې خبره دی چې څنګه د خپل د سوونو کالو د ناخوالو او کړاوونو نه د ډک تاریخ پاڼه واړوو. او یو نوی باب شروع کړو.
نننی اسلامي امارت هغه د دوه نیمو لسیزو وړاندې د شر او فساد پر ضد د عمومي پاڅون سرلاری طالب نه دی. چې نه یې حزب درلود، نه مخکنۍ برنامه او مرامنامه. خو اوس طالب په طالبیزم یعنې یو فکر بدل شوی. داسې یو فکر چې په معاصر تاریخ کې پيشینه نه لري.
که همدا طالبیزم یو جهت پیدا کړي او په دوو شعارونو (حُریت او پیشرفت) کې یې خلاصه کړو، دا په واقعي معنا یو فکري مکتب شو. په دې باندې کتابونه لیکل کیدلای شي، محکوم ملتونه دا د خپلې مبارزې سرلیک ګرځولی شي. او که دا طالبیزم د خپلې خیټې، خور او خوریي، قوم، ژبې، سمت او مذهب په محور راوڅرخېده بیا خو د شر او فساد پر ضد د طالبانو تر رهبرۍ لاندې د دوه نیمو لسیزو وړاندې پاڅون هم یو اشتباه وه او د اشغال او د ګوډاګیو پر ضد هم زموږ پاڅون تر سوال لاندې راتللی شي.
د اسلامي امارت نه هیله مندي دا ده چې دا عظیم او سرښندونکی ملت د حُریت او پیشرفت سره داسې غاړه غړۍ کړي چې بیا یې هیڅ استعماري قدرت د جلا کولو توان ونه لري. او پدې خاوره کې ګوډاګي توب پای ومومي.
د انقلابونو تر بري وروسته انقلابیون همیشه په داسې مشترکو شعارونو پسې ګرځي، چې ملت پرې راغونډ او یو موټی کړي او په فعلي شرایطو کې زموږ ملت په همدې شعارونو یو لوری موندلی شي. د دې لیکنې په سر کې موږ دې خبرې ته اشاره وکړه چې غیر له طالب نه په دې ټولنه کې د هغو افرادو کمی نشته چې تاریخ یې په مخ د څپېړې ورکولو جرئت نه لري. دا افراد که د تنظیمونو او احزابو په بڼه دي او یا په انفرادي ډول خو د حُریت لپاره به یې د مبارزې بڼه له اسلامي امارت سره متفاوته وه. همدا پراخه قشر د اسلامي امارت سره په ګډه د حُریت د ساتلو او د هیواد د اقتصادي او اجتماعي پیشرفت لپاره په یو پراخه ځواک او نیرو بدلیدلی شي. لدې سره له یوې خوا د نړیوالو پوښتنې ځوابېږي او له بلې خوا د هېواد د ترقۍ لپاره تر یو حده د کدرونو تشه ډکېږي.
زموږ د تیر معاصر تاریخ د چارواکو اشتباهاتو ته په کتو چې د واک پر سر ورور د ورور سترګې وویستې، زوی خپل پلار مړ کړ، هېواد یې پېړۍ پېړۍ له خپل طبیعي رُشده پاتې کړ. دا ټول پدې وجه چې موږ د حکومتولۍ یو فورم یا چوکاټ ته داخل نشو. اسلامي امارت ته دا یوه بنیادي مسئله ده چې پدې فکر وکړي او آینده نسلونو ته واک ته د رسیدو او یا د دولت دارۍ یو سیستم رامنځته کړي. د اسلامي امارت فعلي چارواکي چې اشغال ته یې خاتمه ورکړې او هېواد ته یې خپلواکي بښلې ملت یې په سر سترګو مني. اما د دوی زامن خو نه مني. هغه خو بیا بل نسل دی. له روسانو سره د جهاد د وخت د رهبرانو زامن هم چا ونه منل او ډېری یې په ټولنه کې منفورترین خلک ثابت شول.
اصلي خبره دا ده چې موږ خو سیاسي ازادي خپله کړې اما د اقتصادي ازادي په برخه کې خو د سوال ټیکلي ته ناست یو. اقتصادي ازادي هغه وخت خپلولی شو، چې موږ د تعلیم له لارې کدرونه وروزو. د حکومتولۍ یو سیستم رامنځته کړو. خپل پیشرفت او حُریت ساتل د یو قانون په واسطه تنظیم کړو.
په دې ټول سره پوهېږو او هغه دا چې موږ خو تر دې وړاندې هم بار بار اشغال ګر مات کړي او سیاسي ازادي مو خپله کړې. خو بیا مو د اقتصادي ازادۍ فکر ندی کړ، تعلیم او د کدرونو روزل مو د اقتصادي ازادۍ کیلي نده بللې، د جنسیتي توپیرونو پر وړاندې نه یو درېدلي، د ملت جوړېدنې د تهداب خښتې مو نه دي ایښي، د یو قانون مند دولت تر چتر لاندې نه یو راټول شوي، د دین او وطن پالنې په روحیه مو اولادونه ندي روزلي، نو په پایله کې مو د سیاسي ازادۍ په شمول هر څه له لاسه ورکړي او بیا مو د صفري نقطې نه شروع کړې. د اسلامي امارت کمال به دا وي چې زموږ آینده نسلونه دې ته اړ نشي چې زموږ په شان بیا له صفري نقطې شروع وکړي.

غلام نبي ګل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *