دینې لیکنې

خالق پېژندنه

د پورتنيو څېړنو په پايله کې حتماً دا ثابېتېږي چې انسان او نور ټول کائينات د يو مهم مقصد لپاره پيدا او يو لوی حکيم څښتن لري چې د هغه دعلم ، قدرت او حکمت اندازه د همدغو مخلوقاتو له څېړنې او ځېرنې هم ټاکل کېدای شي، هغه ذات چې د ټولو کائناتو خالق او منتظم دی، پيدا کول پناه کول د ده دي، پالونکی او چلوونکی هماغه دی وختونه اړوي او شپې ورځې يو پربل پسې راولي، لمر، ځمکه ، سپوږمۍ اونورې سيارې پرخپلو ټاکلو لارو ګرځوي او چلوي په کروړنو ژوي پالي ، هوايي الوتونکي دي، ځينې اوبو او نورو د ځمکې پرمخ ژوند کوي يو وړکی چينجی په شواروزکې ځو زره هکۍ اچوي خوله هېڅ يوې هم د بل نسل ژوی نه جوړېږي، هېڅکله يې د چرکې له هګۍ د بلې يا زرکې بچی راونه وېست چې ياره زه غلط شوم پام مې نه ؤ ، دا خو د بل شي هګۍ وه او څه بله ګياه راټولې وي ، د زرګونو کلونو په تېرېدو هم کله شپه دومره اوږده نه شوه چې د څو ساعته سهار وځنډېږي او خدای پاک ووايي چې ياره زما پام نه ؤ دا خو ډېر وخت وتلی هغه بې شانه قادر خدای دی ، ګورئ
د ام دنګه ونه چې پاس غټ غټ خواږه امونه په کې نښتي څرنګه يې له خړو خاورو د جرړو په واسطه دا رنګه خوږې اوبه او شربتونه وزبېښل په وچ ډډ کې پورته ډندرنه تېر او تر هغو زېړو امونو ورسېدل! دا وړوکې حشره مچ ، ماشې ، ورګه ، سپږه نور جرائيم او مکروبونه چې موږ يې آن په سترګو نه شوليدلای خو په مکروسکوب ښکاري، سر، پښې، خوله ، معده ، سترګې او غوږونه لري، احساسات لري، لوږه تنده ،جنسي شوق او زېږول کوي، د خوراک پلټنې او خطر پېږنې شعور لري، غوسه لري او خپله دفاع کوي او خپل پردی پېژني! هماغه لوی واکمن نه پرته بل هېڅوک دا چارې نه شي ترسره کولای.
دا کوم ذات دی چې د ډېرو نيک چارو وګړو ژوند يې آن لا په دنيا کې نېکمرغه ، سمسور او غوړولی دی؟ بې شکه دا هماغه رب دی چې خپله يې ويلي:
ژباړه:يعنې چاچې نيکي وکړه د هغوی لپاره دې دنيا کې هم ښه والی دی خو د آخرت بدله ډېره غوره ده.
او دا څوک دي چې د ځورېدلي نارې او زارۍ اوري،مرسته او ملاتړ يې کوي او ډېر ځله يې سره له بې وزلۍ اوکمزورۍ پرغټو ظالمانو او زورواکو برلاسی کوي؟ وګورئ پخوانيو امتونوکې څومره لوی لوی ولسونه وو چې د خپلو رسولانو مخالفت يې وکړ، خو هماغه الله تعالی څرنګه تباه او پوپنا کړل خو په مقابل کې وړوکی شمېر، کمزوري او بې وسه حق پالونکی خلک بريالي شول، د حضرت نوح (ع) قوم ، عاديان ، ثموديان ، لوطيان، فرعونيان ، د ابرهه لښکر، د احزاب لښکر او داسې نور په کومه خوا ولاړل ؟ او دا د چا کانې ونې؟
او دا د چا قدرت او عدالت دی چې زياتو بدکارو ، ناړامو او بد ګوزرانو خلکو ته زموږ په وړاندې په همدې دنيا کې نغده سزا ورکوي؟ هرځای به وينئ چې يو وران سړی په کومه لانجه کې راګير دی دا کلی کورکې ناړامه ازاري اوکبرجن سړی چې بله ورځ د ټولو ينه پرې يخه اوغټ مصيبت کې را ګيروي، څوک داسې را پرځوي ؟ د مور او پلار ازاريان خو يقيناً آخرت ته نه پاتېږي، همدلته نغده سزا مومي، په غمو اخته ، په لانجو ککړ او بله ورځ يې خپل اولاد داسې خو بلا ورته جوړوي چې خپل ځان نه شي ترې خلاصولای د دې ترشا د چا پټ لاسونه کارکوي؟ يقيناً دا ټولې چارې د هماغه ايکي يو دات له خوا ترسره کېږي چې دکائناتو له درې ذرې يې د قدرت او علم کرښه راتاوه ده ،هماغه ذات چې ډېر مقربان لري خو واک يوازې له ده سره دی ، بې شمېره لښکرې ورسره دي خو هرڅه دی کوي، هرڅه ويني ،هرڅه اوري، پټ او ښکاره ټول ورته عيان دي بې شکه همدغه ذات د ټولو کائناتو خالق او مالک دی، د انسان مرګ او ژوند ،عزت او ذلت خپګان اوخوشحالي هم د ده په لاس ده او حتمي ده چې يوازې او يوازې د همدې مالک لمانځنه په کار ده همده ته سوالونه کېږي، ښادي او نېکمرغي ترې غوښتل کېږي ، وېره له همدې په کار ده چې عذابونه ورسره دي، ظالمان اوکبرجن دې هلاکولای شي او هيله ده ته په کار ده چې د قدرت اوشتمنۍ مالک او پرخپلو مخلوقاتو بې انتها زړه سوی او پېرزوينه لري، د خپل مخلوق روزي ، خزانې يې ډکې او د واکمنۍ لاسونه يې پياوړي دي او بالاخره د بشپړ اعتماد ، باور او پروسې لايق هم صرف هماغه څښتن دی چې ترږميو کې ليدل او د زړه د پټو زاريو
اورېدل کولای شي.

یونس روهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *