اعلامیېافغانستان

خبرتیا

ټولو هغو علمای کرامو ته چې د ازموینو ملي ادارې د علمي سویې د تثبیت په ازموینه کې د خامسه (دولسم) او عالیه (څوارلسم) په کچو بریالي شوي، خبر ورکول کېږي چې د اسنادو (کشف الدرجات) د وېش لړۍ یې د ازموینو ملي ادارې له خوا پیلېږي، هغه علمای کرام چې د اسنادو غوښتونکي دي، کولای شي چې د دغو چارو په ترسره کولو سره خپل کشف الدرجات ترلاسه کړي:

۱. د کشف الدرجات غوښتونکي دې د ازموینو ملي ادارې په ټولنیزو پاڼو کې د نشر شوي لینک له لارې آنلاین غوښتنلیک وړاندې کړي. د غوښتنلیک لپاره د ازموینې آی ډي نمبر، نوم، د پلار نوم، نیکه نوم، پېژندپاڼې شمېره، ټیلیفون شمېره، د نوم لیکنې ولایت، د ازموینې د ورکړې ولایت او د بریالي کېدو کچه (خامسه یا عالیه) لیکل اړین دي.

۲. د غوښتنلیک له ثبت وروسته، د ازموینو ملي ادارې له رسمي پاڼو څخه د لېست اعلان ته په تمه اوسئ؛ ترڅو ستاسو غوښتنلیکونه وڅېړل شي او اسناد مو وېش ته چمتو شي.

۳. په اعلان شوي لېست کې خپل نوم پیدا کړئ او ستاسو له نوم سره په ورکړل شوې نېټه د ازموینو ملي ادارې ته مراجعه وکړئ.

۴. کله چې د کشف الدرجات د اخیستلو لپاره ازموینو ملي ادارې ته په ټاکل شوې نیټه مراجعه کوئ، له ځان سره اصلي پېژندپاڼه، د پېژندپاڼې دوه رنگه کاپیانې، خپل ۲ قطعې (۴×۳) اندازه تازه اخیستل شوي عکسونه او د کشف الدرجات ټاکل شوې بیه (۵۰۰) افغانۍ له ځان سره ولرئ.

۵.  په ازموینو ملي اداره کې د اصلي پېژندپاڼې په وړاندې کولو سره به ستاسو پېژندنه وشي، له هغه وروسته تاسو باید خپل شهرت په چاپ شوي اسنادو باندې تائید کړئ. ستاسو په شهرت کې د هرډول ستونزې د شتون په صورت کې موضوع له مسؤلینو سره شریکه کړئ.

۶. که ستاسو په کشف الدراجات کې کومه تېروتنه نه وي؛ خپل عکسونه، د تذکرې رنگه کاپي او د سند بیه (۵۰۰) افغانۍ تحویل او خپل سند ترلاسه کړئ.

۷. وروسته له دې چې خپل سند ترلاسه کړئ، د معارف وزارت د تائیدۍ لپاره یې د یاد وزارت اسلامي تعلیماتو معینیت ته وسپارئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *