افغانستاناقتصاد او رغونه

خصوصي سکتور د مالیاتو پر ټیټولو خوښي ښودلې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او خصوصي سکټور مسئولینو، پرون د يوې غونډې په ترڅ کې، په مالياتو کې د تخفيف په تړاو د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د اعلامیې هرکلی وکړ.
په دې غونډه چې په کابل کې جوړه شوې وه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال او سرپرست محمد یونس مهمند وویل: مالیه د یوه هېواد د پرمختګ سبب کېږي او د مالیاتو د راټولو کچه د کاري فرصتونو په رامنځته کولو لوړېږي.
هغه زیاته کړه: موږ په مالياتو کې د تخفيف په تړاو د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د وروستۍ اعلامیې هرکلی او ملاتړ کوو، خو د هېواد مالیات باید د هېواد له شرایطو او حالاتو په پام کې نیولو سره وضع شي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ د اسلامي امارت په راتګ سره، په هېواد کې د خصوصي سکټور ډېرې ستونزې حل شوي او زیاتې آسانتیاوې ورته برابرې شوې دي، خو د مالیاتو په برخه لا هم ډېرو اصلاحاتو ته اړتیا ده.
د مهمند د معلوماتو له مخې؛ د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې او خصوصي سکتور په هڅو او نوښت، افغانستان په تېر یوه کال کې ۲۲۰۰ تجارتي محمولې درلودې او د صادراتو په برخه کې هم د پام وړ پرمختګ شوی دی.
د هغه په وینا، افغانستان په ۱۴۰۰ مالي کال کې د ۱۰۹۶ میلیونه ډالرو په ارزښت صادرات درلودل، په داسې حال کې چې دغه ارقام په ۱۴۰۱ مالي کال کې ۱۸۶۵ میلیونه ډالر و، چې ۸۵ سلنه زیاتوالی ښيي.
په همدې حال کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې غړي خانجان الکوزي، سوداګرو ته د تعرفې بیې د راټیټېدو، صرافانو ته د ثابتې مالیې د پاتې کېدو او له ګاونډویو هېوادنو سره د ټرانزیټ په برخه کې، د اسلامي امارت د مسئولینو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
هغه له ټولو اتحادیو څخه وغوښتل چې خپلې ستونزې او وړاندیزونه له حل لارو سره، د افغانستان له سوداګرۍ او پانګونې خونې سره شریک کړي چې د رسیدګۍ لپاره د اسلامي امارت له اړوندو مسئولینو سره شریک شي.
د غونډې په پای کې، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسئولینو، د خصوصي سکتور پر ټولو غړو غږ وکړ چې د ماليي وزارت په اعلامیه کې د درج شويو موادو په پام کې نيولو سره، خپلې مالياتي چارې په ټاکلي وخت تصفيه كړي.
هغوی دغه راز ډاډ ورکړ چې د اسلامي امارت مشران د صنعت او تجارت د ملاتړ هوډ لري او له پانګه والو څخه یې وغوښتل چې را دې شي او په افغانستان کې پانګونه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *