بېلابېلې لیکنې

خـوب بايد څـوک وکـړي؟ مولوي وقايت الله (وقار)

دا ځينې په اصطلاح مصروف وګړي داسې دي، چې لږ هم د رخصتۍ نوم واوري؛ نو بيا له خوشالۍ په جامو کې

دا ځينې په اصطلاح مصروف وګړي داسې دي، چې لږ هم د رخصتۍ نوم واوري؛ نو بيا له خوشالۍ په جامو کې نه ځايېږي او د دوی خوشالي ددې له پاره نه وي چې له رخصتۍ به څه ګټه واخلي او يا به ېې بل چاته ګټه ورسېږي، بلکې د دوی خوشالي ددې په خاطر وي، چې له دغه فرصته د خپل آرام له پاره استفاده وکړي.

که څه هم چې آرام کول د انساني طبيعت غوښتنه ده او اسلامي شريعت هم د خپل روح په رڼا کې ويلي چې بايد له کار وروسته ارام تر سره شي؛ خو دلته پوښتنه داده چې آيا هر څوک څومره چې ېې خوښه وي، ارام وکړي؟ او که نه دلته يو لړ معيارونه او اصول شته چې بايد په ارام کې هم مراعت شي؟

اسلامي شريعت د هر څه لپاره چوکاټونه ټاکلي دي، د اسلامي شريعت يوه ځانګړنه د شمول ده، ددې معنی داده چې اسلام د ژوند هرې برخې ته ځانګړې لارښوونې لري، خوب، ارام او استراحت هم د اسلامي احکامو يوه برخه ده او د اسلامي کتابتون يوه برخه ېې نيولې ده.

دا به اسانه وي چې ووايو، فلانی دې يوه ورځ له خپل کال رخصت واخلي او دمه دې وکړي، په دې شرط چې په دمه کولو او يا رخصت اخيستلو باندې وارزي، دا هم آسانه ده چې وويل شي، فلانۍ اداره دې ټول په ټوله يوه ورځ رخصت شي، ځکه د کال په جريان او يا د خپل وجود له پيله تر ننه ېې لاسته راوړنې ډېرې دي او د عامو ادارو لپاره بې سارې ده.

ټولنه له افرادو تشکيل ده او د افرادو پرمختګ د ټولنې تدريجې پرمختګ تضمينوي، دا نو په هيڅ صورت ممکنه نه ده چې مونږ دې په يو دم ټوله ټولنه کې پرمختګ راولو، بلکې ددې لار د نن او پرون له تاريخه همدا معلوميږي چې له يو يو کس به شروع کوې او بيا به ګام په ګام ټولنه تغييريږي.

لکه څنګه چې له تندې پرته اوبه څښل بې معنی دي او هغسې خوند ترې انسان نه شي اخيستلی، څنګه چې د تندې پر وخت اخلي، کله چې انسان ډېر تږی شي، د اوبو خوند هماغومره زيات وي، ددې د ثبوت يو ښه اړخ په ټکنده غرمه کې له کروندګر وپوښتئ چې د اوړي په ورځ کې ېې ټوله ورځ کرونده کړې وي او بيا نو ناڅاپه په اوبو ور برابر شي او يا هم د روژه ماتي پر وخت چې کله روژه په اوړي کې وي او د ورځې په جريان کې آرام ناست نه وې، بلکې له مسؤليتونو او منډو ترړو ډکه ورځ دې تېره کړې وي.

د خوراک ارزښت او خوند هم هغه وخت ډېر وي چې انسان ښه ډېر وږی شي او بيا نو چې د لوږې پر وخت يو وږی انسان له نيمه پياز او ډوډۍ څنګه خوند اخلي، د عصر تر ټولو شتمن یې له خپلې تر ټولو باتکلفه مېلمستيا څخه نه شي اخيستلی، دا ځکه چې د زمانې بډای ډوډۍ له مستۍ څخه کړې ده، مګر دغه بل نېستمن له نيستۍ څخه وچې ډوډۍ او پيازو ته مخه کړې ده.

دا د خوراک او څښاک اړوند خبره ده، خوب هم همداسې دی او که وړ او ناوړ خلک ېې تعيين نه شي ټولنه به له پاشلتيا رنځ واخلي، که يو څوک يو لېتر اوبو ته اړتيا لري او په يوه وخت کې ورته څو لېتره اوبه ورکړل شي، يا يو څوک يوې ډوډۍ او څه عادي خوړو ته اړتيا لري او هغه باندې زور وکړل شي، درې څلور ډوډۍ او قوي خوراک پرې وخوړل شي، په دواړو صورتونو کې ممکنه ده چې ددغه کس بدن او روان له ناروغۍ سره مخ شي، دغسې خوب هم دی.

هغوی چې په ژوند کې ېې واقعا لاسته راوړنې کړي دي، خپل مسؤليتونه ېې پېژندلي او د هغې د لاسته راوړلو لپاره ېې شپه او ورځ هڅه کړې ده، د مخلوق او خالق تعالی حقوق ېې ترپښو لاندې کړې نه دي، دين او هېواد ته یې خدمتونه کړي دي او په دې ډګر کې په پرله پسې توګه ستړي شوي دي، يقينا چې دمې ته ضرورت لري او په کار ده چې «خوب» ته پرېښودل شي، برابره خبره ده چې دغه خوب یې له هرې ورځې وروسته په راتلونکې شپه کې وي چې موقتي دی او که نه د مرګ په نوم سره له ژوند وروسته وي چې تر مخکني خوب يو څه دايمي دی، دا ځکه چې دوی ستړي شوي دي او تر پوره ستړيا وروسته نو خوب خوند هم لري او کله چې انسان په ويښه، په ورځ او ټول ژوند کې افتخارات لاسته راوړي وي، بيا نو یې خوب هم يو ډول افتخار ګڼل کېږي. خو که يو ملت او امت داسې وي چې له خپل اصلي مسؤليته یې لاس اخيستی وي، د خالق تعالی او مخلوق د حقوقو په ماتولو کې نوم لري او هسې يو کالبوت پاتې وي، کوم تشخص نه لري، دغسې ملت او امت ته بيا خوب حرام دی، دوی که د انساني ضرورت په اساس تر ورځې وروسته د شپې څه برخه دمه اخلي، وادې یې خلي، مګر په دې بايد باوري شي چې دغه دمه یې هم تر سوال لاندې ده او دا ځکه چې دوی پرله پسې کار ته اړتيا لري، داسې کار چې د څو شېبو دمه هم بايد پکې نه وي او «خوب» خو بيا د څو شېبو نه، بلکې د څو ساعتونو دمه ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *