افغانستان

خلیفه سراج‌الدین حقاني: ملګري ملتونه دې په غونډو کې اسلامي امارت ته د ګډون حق ورکړي

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني د يوناما له مشرې روزا اوتونبايوا سره وکتل.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په دغه کتنه کې اوتونبایوا ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې دمګړۍ په هېواد کې سرتاسري ډاډمن امنیت ټینګ دی.
خلیفه صاحب زیاته کړه، چې د اسلامي امارت استازو ته باید دافغانستان په اړه د ملګرو ملتونو له لوري په جوړېدونکو غونډو کې د ګډون حق ورکړل شي.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا په دغه کتنه کې وویل: په وروستیو کې د افغانستان امنیت د پام وړ ښه شوی او له لرو پرتو سیمو څخه مرکز ته د خلکو تګ راتګ زیات شوی دی.
سرچینې زیاته کړه، چې ملګرو ملتونه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *