افغانستان

خلیفه سراج الدین حقاني: هیڅوک اجازه نه لري چې له خپل موقف څخه ناوړه استفاده وکړي

د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني پرون خوست ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د جامعه منبع الجهاد مدرسې دیني عالمانو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست په دغه مراسمو کې له فارغ شویو کسانو څخه غوښتنه وکړه، چې د پیغمبر ص د وراثت دنده په عمل کې ترسره او خپل وراثت ثابت کړي.
د یادونې وړ ده، چې په دغه مراسمو کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د خوست والي ملا بسم الله عبدالله، د عالمانو شورا رئيس شیخ انور حسین او یو شمېر نورو مسولینو هم ګډون درلود.
ښاغلی حقاني زیاته کړه، چې اسلامي نظام د مجاهدینو او ولسونو د بېساري قربانيو پایله ده او د لا ټينګښت په موخه هلې ځلې يې د ټولو مسوولیت دی.
نوموړي له نړۍ سره پر مثبت تعامل ټینګار وکړ او ويې ویل چې د رسمیت پېژندنې لپاره دې پلمې نه لټوي او خپلې ژمنې دې عملي کړي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه، چې هیچا ته به موقف څخه د غلطې ګټې اخیستنې او ولس د ننګوولو او له خپلو حقوقو څخه د بې برخې کولو اجازه ورنکړي.
خلیفه سراج الدین حقاني امنیتي مسوولینو ته له ولسونو سره د ښه چلند سپارښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال مولوي محمد نبي عمري په دغو مراسمو کې له خلکو څخه وغوښتل چې خپلې منځۍ ستونزې د خبرو له لارې او یا هم د محاکمو له لارې حل او فصل کړي او د بغاوت او زورواکۍ هڅه ونکړي ګنې جدي چلند به ورسره وشي.
عمري فارغ شویو دیني عالمانو ته په خطاب کې وویل، چې د فکري اشغال د ختموولو او اسلامي نظام د ملاتړ په موخه ولسونو ته وعظونه وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *