دینې لیکنېلیکنې

خوارج له صدر اسلام څخه، بیا د نن تر دواعشو

د خوارجو بله لویه فرقه (( النجدات)) ده
نجدات ډله و نجدة بن عامر بن عبدالله ته منسوبه ده، نجدة د نافع بن الازرق د ازارقة و، د زعیم ملګری و، وروسته د یو تعداد اختلافاتو په وجه ورڅخه جلا شو، نجدة له یمامة را ښکاره شو، بعضې وایي چې د عمان له غرنۍ علاقو را پورته شو، پر صنعاء او بحرین او قطین نومي ځایو یې واک تر لاسه کړ، د خلافت اسلامي ښه لویه برخه یې ور څخه ونیوله ، دی په همدغسې قوت کې وو چې خپل ملګرې یې ورڅخه مخالف شوه ، له ټولو سخت ترین مخالف یې ابو فدیک الخارجي و ، کله چې نجدة خبر شو چې ابو فدیک او ملګرو یې د ده د وژلو تصمیم نیولی، خپلو ماماګانو بنو تمیم ته یې پناه ور وړل ، بیا یې له هماغه ځایه و خلیفة عبدالملک بن مروان ته د تلو اراده وکړه تر څو بیعت ورسره وکړي، لومړی خپل کور ته ولاړ،تر څو خپلې مېرمنې ته د سفر مخکې لازمي لارښوونې وکړي، په همدې ساعت کې ابو فدیک او ډلې یې هجوم پر راوړ او په خپل کور کې یې وواژه، د نجدة له وژلو وروسته ابو فدیک د نجدات ډلې مشر شو،چې بیا وروسته عبد الملک بن مروان لس زره مجاهدین د عمر بن عبیدالله بن الزبیر په مشرۍ ور ولېږل او د بحرین په مشقر نومي ځای کې سره مخامخ شول، د معرکې په اخره کې معلومه شوه چې ابو فدیک وژل شوی، له اتباعو او ملګرو یې شپږ زره کسان ووژل شول او اته زره اسیران شول، په همدې ډول د نجدات ډله ختمه شوه ولله الحمد علی ذلک.
د نجدات د عقائدو په هکله علماء د تاریخ متفق نه دی، مثلاً شهرستاني وایي چې نجداتو د شرابو حد نه و، ساقط کړی، خو مصنف د «الفرق بین الفرق» بیا لیکي چي د نجداتو خوارجو لومړی بدعت دا و،چې حد د شرابو یې ساقط کړ، نجدات ډلې هم د نورو خارجي ډلو په څېر خپل مخالفین کافران بلل او د هغوی د ښځو او ماشومانو وژل یې ځان ته جائز بلل، النجدات په دې عقیده و،که څوک کوچني درواغ وایي خو دائم یې وایي هغه کافر دی، خو که یو څوک زناء کوي او اصرار نه پرې کوي هغه مسلمان دی.
د خوارجو بله لویه فرقه «الاباضیة» ده، نسبت یې عبدالله بن اباض ته دی، عبدالله بن اباض د عبدالملک بن مروان د خلافت په اخیرو وختو کې مړ شو، دوی هم د نورو خوارجو په څېر خپل مخالفین کافران ګڼل.
اباضیة وو یو بل عجیب موقف د خپلو مخالفینو په هکله درلود ، هغه دا چې د دوی د مخالفینو وینه تویول یي په ښکاره جائز بلل خو په پټه نه، دینې رهبرۍ او مراجعو یې ورته ویل چې هغه مخالفین مو چې په جنګ کې درسره ښکیل نه وي، د هغوی وژل نه دي روا ، خوهغوی مه خبروئ، بلکې هغوی دې داسي پوه کړل شي چې وژل یې راته جائز دي.
اباضیة بیا و درو فرقو ته تقسیم شوه: الحفصية، الحارثیة ، الیزیدیة.
یزیدیة یې کفار دی ځکه چې دوی په دې عقیده وو چې په اخر الزمان کې د محمد صلی الله علیه وسلم شریعت نسخ کېږي، د حفصیة فرقې نسبت یې و حفص بن ابي مقدام ته دی ، حارثیة بیا اتباع د حارث بن یزید دی.
اباضیة ډله ترډېره وخته پاتې وه، خصوصاً په عمان او الجزائر کې یې اوس هم بعضې اتباع شته، خو په عقیدوي لحاظ یې له مخکينیو څخه ډېر تغیر کړی، نه خپل مخالف تکفیروي او نه یې وینه حلاله بولي، که ووایو چې هغه واقعي اباضیة ختم شوې هم به بې ځایه نه وي.
بله لویه فرقة د خوارجو « بیهسیة » ده، نور بیا…

دوولسمه برخه / عبدالرحمن محمود

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *