دینې لیکنېلیکنې

خوارج له صدر اسلام څخه ، بيا د نن تر دواعشو

د دواړو فريقينو پر محاکمه، صلحه اتفاق او د خوارجو وارخطايي او ظهور

د دواړو ډلو تر منځ اتفاق وشو چې هره ډله به له خپل لوري يو سړی انتخابوي ، بيا چې دوی پر کوم شي اتفاق وکړ هغه به دواړو ته د منلو وي ، سرغړونه به نه ترې کوي ، حضرت علي رض د خپل جهته ابوموسیٰ اشعري رض وټاکه ، حضرت معاويه رض عمرو بن العاص وټاکه ، ځای او وخت د غونډې يې د روژې مبارکې مياشتې ۳۷ هـ ج کال او «دوحة الجندل» نومي ځای منتخب کړ.

لنډه دا چې دواړو ډلو پر دې فيصله وکړه چې جنګ به درېږي او هره ډله به خپل ځای ته ځي ، حضرت علي رض به په کوفه کې د خليفه المسلمين په حيث پاتې کېږي او حضرت معاويه رض به پر شام أمر پاتې کېږي تر څو دواړه حکمين او فيصله کوونکي د دې ستونزې د حل لپاره يوه اتفاق ته سره ورسېږي.

د حضرت عثمان رض قاتلين پوه شول چې دواړه طرفين يوې سولې ته رسېدونکي دي او د دوی دا يقين و که سوله وشوه دوی به وژل کېږي، نو لومړی يې کوښښ وکړ چې د سولې جريان متوقف کړي، مګر ونه توانېدل ، بالاخره يې د (الحکم لله) مقوله جوړه کړه او د حضرت علي رض يې بغاوت وکړ او د دواړو ډلو پر وړاندې يې سنګر ونيو، بيا دا کسان حروراء نومي ځای ته ولاړل.

حضرت علي رض د خپل لښکر د مشرانو قوماندانانو سره مشوره وکړه ، فيصله يې پر دې وشوه چې دوی به جنګ ته نه ور وځي تر څو چې هغوی جنګ نوي پيل کړی ، حضرت عبدالله بن عباس رض د خوارجو معسکر ته ورغی او قصد يې و،چې دوی بېرته اسلام ته را رد کړي ، عبدالله بن عباس رض وتوانېد،چې زرګونه کسان له بغاوته را وګرځوي ، مګر د شپږ زرو شاوخوا خوارج پر هماغه ګمراهۍ کې پاتې شول.

خوارجو د حضرت علي رض په غياب کې په خپلو تحرکاتو شروع وکړه ، په دې وخت کې خوارجو ملعونينو جليل القدر صحابي عبدالله بن خباب بن الارت او د هغه حامله مېرمن او درې نورې ښځې چې د طيء له قبيلې وي په شهادت ورسول.

حضرت علي رض چې کله پر واقعه خبر شو فيصله يې وکړه چې پيل به په همدې خوارجو کوي ، حضرت علي رض له خپل لښکر سره د خوارجو پر طرف ور روان شو ، نهروان نومي ځای ته ورسېد ، خو مخکې له دې چې له خوارجو سره جنګ شروع کړي حضرت علي رض خوارجو ته حال ولېږه تر څو د عبدالله بن خباب قاتلين په لاس ورکړي ، هغوی ظالمانو ورته وويل چې موږ ټول ملګري ستاسو د ټولو وينه حلاله بولو ، وژنو مو (کټ مټ لکه د نن ورځې د داعشي خوارجو منطق)

بيا حضرت قيس بن سعد رض کوښښ وکړ چې د وعظ او نصيحت له لارې یې له بغاوته راوګرځوي مګر هېڅ نتيجه يې ورنه کړه ، کله چې حضرت علي رض نا أميده شو نو د جهاد بيرغ يې حضرت ابا ايوب انصاري رض ته ورکړ ، بيا هغه په لوړ أواز ږغ وکړ که هرڅوک تر دې بيرغ لاندې راشي ودرېږي هغه په امن کې دی ، که څوک له جنګه پر شا شي هغه امن دی ، که څوک کوفې ته ننوځي هغه امن دی ، په دې اعلان سره ډېر له جنګه پر شا شول ، مګر د دوی مشر «عبدالله بن وهب الراسبي» له شپاړس سوه خوارجو سره پاتې شو ، خلاصه په ۳۸ كال د هـ ج کې د حضرت علي رض او د خوارجو تر منځ جنګ شروع شو ، خوارجو ډېره سخته ماتې وخوړه ، فقط يو څو کسان يې پاتې شول هغه هم و تښتېدل ، نور ټول ووژل شول، بيا د څه وخت وروسته همدې پاتې خوارجو دريو کسانو ته دنده ورکړه چې حضرت علي رض او حضرت معاويه رض او حضرت عمرو بن العاص رض په شهادت ورسوي…

د خوارجو پر لاس د مبشر بالجنة، بدري صحابي، حضرت علي المرتضی رضي الله عنه شهادت…

نور بيا

څلورمه برخه / عبدالرحمن محمود

 

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *