لیکنېمقالی اوتبصرې

خوارج له صدر اسلام څخه ، بيا د نن تر دواعشو

د خوارجو مارقه وو د شبهاتو ځواب

په تېره برخه کې موږ د قديم خوارجو هغه سطحي او کمزوري دلائل ذکر کړل چې پر اساس يې دوی ټوله امت تکفيراوه او د هغوی وينه تويول يې ځان ته روا بلل.

تکفير ډېره درنه مسئله ده او نه هم يو څوک کافر کول د چا شخصي مزاج ، حماس، جزبي ، تابع کېدلای شي، تکفير د معين او معلوم شخص خپل ځان ته شرايط او ضوابط لري چې د هغو له مخې د يو چا د ژوند د ټولو اړخونو د تحليل کولو وروسته دا حکم کېدای شي چې فلانی کافر دی.

جناب اکرم (ص) فرمايي( لايرمي رجل رجلا بالفسوق ، ولايرميه بالكفر ، الا ارتدت عليه، ان لم يكن صاحبه كذلك)

يو څوک و بل چا ته فاسق يا کافر نه وايي نه مګر هغه فاسق او کافر دی په خپله بلل کېږي، که چېرې هغه بل کس دغسې نه وو.

په بل حديث شريف کې راځي د عبدالله بن عمر رض روايت دی( ايما امرى قال لاخيه يا كافر فقد باء بها احدهما ، ان كان كما قال ، و الا رجعت عليه)

هر څوک چې خپل مؤمن ورور ته کافر ووايي، په دوی دوو کې دا حکم يوه ته راجع دی، که چېرې هغه بل دغسې و،خو هغه کافر دی، که هغه داسې نه و،دا حکم ده ته ور ګرځي، دی کافر دی.

بل روايت دی(من رمى مؤمنا بكفر فهو كقتله) مؤمن ته كافر ويل لكه د هغه قتل کول او وژل داسې دي.

له دې رواياتو دا معلومېږي چې د يو چا په تکفيرولو کې بايد ډېر احتياط وشي، يو مؤمن ته بايد بغير له کوم قوي دليله کافر و نه ويل شي، د کفر حکم يواځې د رب جل جلاله او د هغه د رسول په واک کې دی، کوم څوک چې الله جل جلاله او د هغه رسول، کافر نوي بللی، بل څوک کافر نه شي ورته ويلای، نه هره ګناه کفر ده او نه هر هغه څوک کافر دی چې د کفر يو کار وکړي.

ابن تيمية چې خوارج يي خپل مقتدیٰ بولي او د ده اقوالو ته ډېر اهميت ورکوي، هغه وايي( فتكفير المعين بحيث يحكم عليه بانه من الكفار، لايجوز الاقدام عليه، الا بعد ان تقوم على احدهم الحجة الرسالية اللتي يتبين بها انهم مخالفون للرسل)

د معين شخص کافرول چې پر هغه حکم د کافر وشي، پر دې باندې جرئت نه دی جائز ، نه مګر هغه وخت که چېرې دا ښکاره شوه چې د الله جل جلاله د پيغمبر مخالف دی.

خوارجو چې کوم استدلال په دې ايت شريف کړی و،چې (وهل نجازي الا الکفور) دلته مراد له جزاء څخه عذاب د دې دنيا دی چې رب جل جلاله په دې دنيا کې پر مؤمنانو داسې عذاب نه راولي چې استئصال او فناء يي وشي، لکه پر نورو مخکينيو امتو چې يې راوستی و، دا ځکه چې رب تعالی د دې ايت مخکې د «سبا « قوم د هلاکت يادونه کړي ده(فارسلنا عليهم سيل العرم.الاية)

همدا ډول خوارجو استدلال په دې ايت شريف کړی و، (يوم تبيض وجوه و تسود وجوه… وسيق الذين كفروا الى جهنم زمرا… و سيق الذين اتقوا ربهم الى الجنة زمرا)

دلته رب تعالى يادونه د کافرانو او د نجات لرونکو مؤمنانو کړې ده، اصحاب الکبائر د لويو ګناهونو کوونکي مؤمنان يې نه دي ياد کړي ، نو دا کله هم د دې دليل نه شي کېدای چې دوی کافران وبلل شي، باوجود د دې چې ګناهکارو ايمان لرونکو ته مؤمنان ويل شوي دي، رب جل جلاله فرمايي(وَانْ طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا.الاية) قتل ګناه کبيره ده، خو د هغې باوجود رب تعالی د مؤمنانو څخه بللي دي.

د ابو ذر رض روايت دی (اتَيْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَعَلَيْهِ ثَوْبٌ ابْيَضُ، وَهُوَ نَائِمٌ، ثُمَّ اتَيْتُهُ وَقَدِ اسْتَيْقَظَ، فَقَالَ : « مَا مِنْ عَبْدٍ قَالَ : لَا الَهَ الَّا اللَّهُ. ثُمَّ مَاتَ عَلَى ذَلِكَ، الَّا دَخَلَ الْجَنَّةَ «. قُلْتُ : وَانْ زَنَى وَانْ سَرَقَ ؟ قَالَ : « وَانْ زَنَى وَانْ سَرَقَ «. قُلْتُ : وَانْ زَنَى وَانْ سَرَقَ ؟ قَالَ : « وَانْ زَنَى وَانْ سَرَقَ «. قُلْتُ : وَانْ زَنَى وَانْ سَرَقَ ؟ قَالَ : « وَانْ زَنَى وَانْ سَرَقَ عَلَى رَغْمِ انْفِ ابِي ذَرٍّ)

فقهه د حديث شريف دا ده چې څوک په کلِمه د اسلام اقرار کوي او تصديق پري ولري، هغه مؤمن دی، ولو که غلا او زناء کوي، يعنې له ملته نه دی وتلی.

د خوارجو موقف د خپلو مخالفينو پر وړاندې نور بیا…

اوومه برخه / عبدالرحمن محمود

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close