مقالی اوتبصرې

خوارج له صدر اسلام څخه ، بیا د نن تر دواعشو لسمه برخه

د خوارجو خپلمنځي اختلافات او په دوی کې مختلفې ډلې
خوارج له پخوا زمانې په متعددو فرقو او ډلو ټپلو وېشل شوي ، د دوی پاشل کېدو او ډلو ته د وېشلو لپاره یو جزئي نظري اختلاف هم کفایت کاوه ، پر یو جزیي اختلاف به یو څو خوارج له نورو جلا شول او د وخت په تېریدو سره به هغه ځان ته مستقله ډله او فرقه شوه ، لکه څنګه چې اوسني خوارج چې په داعشیانو شهرت لري په لږ وخت کې په مختلفو فرقو او ډلو ووېشل شول چې وروسته به یې ان شاءالله تفصیل ذکر شي، همداسې قدیمي خوارج هم په ډلو وېشل شوي وو، حتیٰ په بعضو مواردو کې په یو ادنیٰ مخالفت به یو د بل وینه تویول ځان ته جائز او روا و بلل او مخالف لوری به یې له ملته یعنې له اسلامه خارج وګڼل، په همدې وجه د خوارجو په فرقو کې علماء د تاریخ په یوه خوله نه دي او په تعداد کې یې د دوی ترمنځ متعدد اقوال موجود دي ، امام اشعري یې څلور فرقې بولي: ازارقة ، النجدات ، الاباضية ، الصفرية. وروسته پسې وايي د خوارجو نورې ډلې د الصفریة ډلې ښاخونه دي، ابن عبد ربه یې هم څلور ډلې بولي خو د النجدات پر ځای یې د « البیهسیة « په نوم ډله په سې اضافه کړې ده.
بعضې مؤرخین یې اووه ډلې یادوي ، شاطبي بیا شپږ ډلې شمیرلي دي: المحكمة ، البيهسية ، الازارقة ، الحراث ، العبدية ،
الاباضية .
شهرستاني په آتو ډلو وېشلي ، عبدالقاهر البغدادي په «الفرق بین الفِرق» کې شل فرقو ته رسولي( و اما الخوارج فانها لما اختلفت صارت عشرین فرقة وهذه اسمائها) کله چې خوارجو اختلاف یو له بل سره اختلاف وکړ ، شل ډلې شول، دا یې نومونه دي( المحكمة، الازارقة ، النجدات، الصفرية ، العجاردة ، الحازمية ، الشعبية ، المعلومية ، المجهولية ، المعبدية ، الرشيدية ، المكرمية ، الحمزية ، الابراهيمية ، الواقفية، الاباضية الحفصية ، الحارثية ، اليزيدية ، اصحاب الطاعة)
همدا ډول علماء د تاریخ د خوارجو د ډلو په تعداد کې پر یوه شمېر متفق نه دي، بعضې علماء فرمایي( والحق انه لايمكن معرفة فرق الخوارج و لا ضبطها ، لان الخلافات كانت توجد بينهم على اقل شيء) صحيح خبره داده چې د خوارجو ډلې تفصیلاً نه بیان کېدای او نه یې ضبط او حصر ممکن دی، دا ځکه چي خوارجو به په ډېر کم شي باندې اختلاف سره کاوه، بیا به نوي فرقه او ډله په کې پیدا شوه.
دي ټولو ډلو او فِرقو د خپلمنځي اختلافاتو باوجود پر یوه شي اتفاق سره کړی لکه کعبې چې ذکر کړي( ان الذي يجمع الخوارج على افتراق مذاهبها: كفار عثمان و علي ، و اصحاب الجمل والحكمين و من رضي بالتحكيم، و الاكفار بارتكاب الذنوب، و وجوب الخروج على الامام الجائر)
هغه څه چې خوارج د خپلو ټولو اختلافاتو باوجود سره جمع کوي او دوی ور باندې متفق دي هغه د حضرت عثمان او علي رضی الله عنهما کافر ګڼل او د جنګ جمل د دواړو طرفو شریکان کافران ګڼل او د علي او معاویة ترمنځ هغه دوه دریمګړي« عمرو بن العاص، ابو موسى الاشعري» او څوک چې د دریمګړو په فیصله خوښ وه ټول کافران بلل او مرتکب د کناه کبیري کافر بلل او د ظالم امام په مقابل کې بغاوت واجب
بلل.
دا د دې خوارجو اتفاقي نقاط دي.
د خوارجو د بعضو مشهورو ډلو پېژندنه او د هغوی معتقدات… نور بیا

 عبدالرحمن محمود

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *