دینې لیکنېلیکنې

خوارج له صدر اسلام څخه ، بیا د نن تر دواعشو

خوارج يوه منحرفه ډله ده چې د اسلام په لومړۍ پېړۍ، په عصر نبوت کې يې آثار په ښکاره کېدو سوه، د بنو تميم د قبيلي څخه يو څوک چې په ((ذوالخويصرة)) يا حرقوص بن زهير السعدي باندي مشهور و، د سيدالامة ، أفضل البشر علی الاطلاق، محمد رسول الله صلی الله عليه وسلم په تقسيم د مال د غنيمت يې اعتراض وکړ او هغه يې مخاطب کړ چې ((عدل وکه)) رسول الله ورته وويل هلاك شې ، که زه عدل ونه کړم، آخر به څوک عدل کوي؟
حديث شريف به په راتلونکو برخو کې ان شاءالله تفصيلي راشي
دا ډله د ((خوارج)) له نوم نه بغير په نورو نومونو هم ياده شوې ده ((حرورية)) محکمة(( مارقة)) نواصب))
د خوارج نوم دوی خپله هم و ځان ته کاروي، خو په دې تأويل چې ((خوارج)) جمع د ((خارجة)) ده، يعنې هغه ډله چې د الله جل جلاله په لاره کې وتلي
ده.
د خوارجو د ((اباضيي)) فرقي عالم، نورالدين سالمي ليکي(سموا خوارج، وهو جمع خارجة، وهي الطائفة اللتي تخرج في
سبيل الله)
د خوارجو يو شاعر وايي(كفى حزنا ان الخوارج اصبحوا، و قد شتت نياتهم فتصد
عوا)
د دوی دا تأويل ځکه فاسد دی چې د ظهور له پيل څخه د مسلمانانو په مقابل کې درېدلي، دوی له کفارو سره غزاء ته نه دي وتلي چې د تسميي وجه يې د دوی تا ويل پر اساس وشي.
اصل د دې تسميي وجه او سبب يې امام اشعري رحمه الله فرمايلي (والسبب الذي سُمّوا له خوارج؛ خروجهم على علي بن أبي
طالب)
خوارج يې ځکه بولي چې د څلورم خليفة د اسلام، بدري صحابي، حضرت علي رضي الله عنه پر خلاف را پورته شول، او د مسلمانانو له جماعت څخه ووتل.
بل نوم يې ((حرورية )) دی، حرورية يې ځکه بولي چې نسبت يې ((حروراء)) ته دی، حروراء د کوفي ښار ته نږدې هغه ځای دی چې د دوی اسلافو له حضرت علي کرم الله وجهه څخه بغاوت اعلان کړ.
د دې نوم يادونه د بي بي عائشة رض څخه ثابته ده، يوه ښځه ورته راغله چې له حيض وروسته د پاتې شويو لمونځو قضاء را ګرځوي؟ دې ورته وويل چې أيا ته ((حرورية)) يې؟ موږ به د رسول الله په ژوند کې حائضې کېدلو، خو د لمونځونو قضاء مو نه را ګرځوله، له دې يي ځکه دا استفهام او پوښتنه وکړه چې ته حرورية يي؟ ځکه دوی همدغسي په تعنت، سختۍ او غلو في الدين او انحراف مشهور وو، بيا هغې ښځې ورته وويل چې نه، حرورية نه يم، د زده کړې په خاطر مې پوښتنه
کوله.
عبدالله بن عمر رضي الله عنه يو ځل د ((حرورية)) وو يادونه وکړه، بيا يې و فرمايل چې رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي(دوی به له اسلام څخه داسې وځي لکه غيشی چې له ښکاره وځي)
بل نوم يې ((محکمة)) دی، محکمة يې ځکه بولي…
نور بيا

لومړۍ برخه / عبدالرحمن محمود

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *