سرمقالې

خوارج وپیژنئ!

په عراق له امریکایې یرغل سره هلته مؤمنانو ښه مقاومت وکړ او په زرګونو امریکایې فوځیان یې د هلاکت کندې ته واستول چې بیا وروسته امریکا د عراقي مجاهدینو په وړاندې د علني اجیرانو ترڅنګ ولسي ملیشې هم ایجاد کړي، دغو ملیشو د امریکا په پټو هدایاتو سره د مجاهدینو لپاره لوی سرخوږی جوړ کړ خو د مجاهدینو مخه یې ونه شوه نیولی کله چې د امریکا په علني اجیرانو او ملیشو کې د مایوسۍ اثار ښکاره شول اخوا په مجاهدینو کې درز پیدا شو، د خوارج په نوم یوې ډلې د عراقي او شامي مجاهدینو له منځه سر راپورته کړ دغه ډلې هغه مجاهدین د شاله ډډې په نښه کړل چې د امریکا او د هغې د نوکرانو په مقابل کې مخ په وړاندې روان ول دا ډله دومره بې رحمه وه چې انسانانوته یې د چنګیزیانو افسانې په سترګو ورولیدلې، دوی ان د شهیدانو او امامانو مزارونه هم په بمونو والوزول، په عراق کې په مجاهدینو باندې د دغه ډلې ګذارونه دومره سخت ول چې مجاهدین یې بالکل له ماتې سره مخ کړي ول. په افغانستان کې هم تاسي ته څرګنده شوه چې انساني عقل دانه منله چې داسي یوه ډله به را پیدا کیږي چې د کفارو سره په جګړه او جهاد کې ښکیل مجاهدین به په شهادت رسوي او دغه جنګ به غرونوته خیژي د مجاهدینو استوګڼ ځایونه او کورونوته به اورونه اچوي هغه به سیزي او مجاهدین به په شهادت رسوي ستاسي عقل تاسي ته څه وایې تاسي د تیر فاسد او د امریکا لاسپوڅی نظام د هغه وخت د پارلمان غړی حاجی ظاهر څخه وانه وریدل چې خوارج امریکایې طیارو کې له یو ځای څخه بل ځای ته انتقالېدل ایا نور هم مطالعاتوته ضرورت او اړتیا شته چې خوارج وپیژنۍ، حکومت او ملت دې یو بل ته غیږ پرانیزي او اوږه په اوزه دې د خوارجو په پیژندنه کې له اسلامي امارت سره خپل معلومات شریک کړي ترڅو په کامل ډول له منځه یوړل شي او په خپل ګران هیواد کې د ډاډمن امنیت او مسؤنیت په فضأ کې د محبت ډک او سرلوړی ژوند وکړو. و من الله توفیق

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *