افغانستان

خوست کې لسګونو معلولینو ته ویلچر بایسکلونه ورکړل شول

په خوست کې د جنوب ختیځ زون په کچه د اورتوپیدي او فیزیوترافۍ مرکز له لوري شاوخوا ۲۷ معلولیت لرونکو وګړو ته ویلچر بایسکل ورکړل شول. د خوست د اورتوپیدي او فیزیوترافۍ مرکز مسوول وايي، دغه ویلچر یې د معلولینو د ورځني ژوند ښه کېدو لپاره ورکړي، چې د تګ راتګ پر مهال یې شته ستونزې.ورسره کمې شي. د نوموړي په خبره، په راتلونکي کې به د معلولینو د ښه ژوند لپاره نورې لازمې اسانتیاوې او غوره روغتیایي خدمات برابروي. د خوست د عامې روغتیا مرستیال وویل، د اورتوپیدي او فیزیوترافۍ مرکز د لا ښه والي لپاره هڅې روانې دي چې، ډېر ژر به د جنوب ختيځ زون په کچه د ناروغانو لپاره معیاري او غوره خدمات وړاندې کېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *