افغانستان

خوست کې ۱۲ ټنه تاریخ تېرخوراکي توکي وسوځول شول

د متون ښاروالۍ له لوري د دغه ښار له بېلابېلو هټیو څخه راټول کړل شوي ۱۲ ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي وسوځول شول.
د متون ښاروالۍ مسوولین وایي، چې دغه تاریخ تېره خوارکي بې کیفیته توکي د مارکېټونو تنظیم مدیریت له لوري د نږدې یوې میاشتې په موده کې د ښار د بېلابېلو ناحیو له هټیو څخه راټول کړل شوي وو، چې نن ورځ د ټاکل شوي هیئت او رسنیو استازو په شتون کې وسوځول شول.
مسوولینو ډاډ ورکړ، چې دې برخې ته ځانګړې پاملرنه کوي او چاته به اجازه ورنه کړي، چې تاریخ تېره خوراکي توکي وپلوري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *