لیکنې

خپله ژبه هم کلا ده هم بلا!  ثواب جان اسلام یار

الله ﷻ انسان اشرف المخلوق پیداکړی دی، د نورو بې شمېره نعمتونو او پېرزوینو ترڅنګ یې دا توان او شرف هم ورپه برخه کړی ، چې په ژبه خبرې وکړي، ژبه د افهام او تفهیم ( پوهولو را پوهولو ترټولو اړینه وسیله ده).

الله ﷻ انسان اشرف المخلوق پیداکړی دی، د نورو بې شمېره نعمتونو او پېرزوینو ترڅنګ یې دا توان او شرف هم ورپه برخه کړی ، چې په ژبه خبرې وکړي، ژبه د افهام او تفهیم ( پوهولو را پوهولو ترټولو اړینه وسیله ده).

 ځينې څېړونکي وايي:  چې د ژبې او خبرو په واسطه د انسان له نورو ژویو څخه بېل والی او توپیر کېدای شي؛ نو د یوه انسان په ځانګړي ډول د یوه مسلمان لپاره لازم او ضروري دي، چې خپله ژبه د اسلامي شریعت د غوښتنو سره سمه وکاروي، خپل حیثیت او انساني مرتبه پخپل ځای وساتي. الله عز وجل انسانانو ته په قرآنکریم کې بشپړې لارښوونې کړي دي، د خبرو او ژبې کارونې  په هکله الله ﷻپخپل مقدس کتاب کې قرآنکریم کې فرمایي:

ژباړه: « زما بنده ګانو ته ووایه! چې په ښې طریقې یو د بل سره خبرې وکړئ! ».(د الإسراء سورت، ۵۳، آیت).

د ژبې د کارونې په هکله د رسول الله ﷺ ګڼ شمېر ویناوې شتون لري، چې موږ یې دلته په یو څو ویناؤ بسنه کوو:

۱- «څوک چې په الله تعالی او د اخرت په ورځ ایمان لري؛ نو ښه خبره دې وکړي، که نه چوپ دې شي!».

 (شرح الاربعین للنووي).

۲- «مسلمان هغه څوک دی، چې نور مسلمانان یې د ژبې او لاس څخه په امن وي. ( صحیح البخاري، ۱ ټوک).

۳- «څوک، چې ماته د ژبې او اندام مخصوصه( فرج) د استعمال ضمانت وکړي، هغه ته زه د جنت ضامن یم».( صحیح البخاري، ۱۹ ټوک).

۴- د انسانیت او بشریت ستر لارښود حضرت محمد ﷺ په ډېرو سختو الفاظو د هغه چا غندنه کړې، چې د مسلمان پټ رازونه را برسېره کوي او رسوا کوي یې، پدې هکله فرمایي:

ژباړه: اې هغې ډلې! چې په ژبه یې ایمان راوړی دی او زړه ته یې ایمان داخل شوی نه دی. تاسې د مسلمانانو غیبت مه کوئ! او د مسلمانانو پټ عیبونه مه لټوئ! څوک، چې د مسلمانانو پټ عیبونه ولټوي، الله ﷻ به د هغه عیبونه ولټوي او د چا چې الله ﷻ عیبونه ولټوي، الله ﷻ به دا سړی پخپل کور کې وشرموي».( سنن أبي داؤد، ۱۳ ټوک).

۵-  کله، چې رسول الله ﷺ حضرت معاذ رضی الله یمن ته لېږه؛ نو د نصیحت په توګه یې ورته وویل:

« خپله ژبه ښه استعمال کړه!» وروسته بیا ورته وایي، چې: «اې معاذه! مور دې درباندې بوره شي( خوش طبیعي یې ورسره وکړه) خلک، خو د ژبو د بد استعمال له امله په دوزخ کې پړمخ اچول کېږي». (منهاج المسلم).

عبد الله ابن مسعود رضی الله عنه ویلي دي:

قسم په هغه الله تعالی، چې له هغه پرته هېڅوک د عبادت وړتیا نلري، چې د ژبې څخه ډېر هېڅ شی د زیاتې مودې لپاره د زنداني کېدلو مستحق نه دی. ( المعجم الأوسط، ۲)

لقمان حکیم رحمة الله علیه  ویلي دي: چوپتیا حکمت دی، خو ددې حکمت لرونکي خلک لږ دي. ( سبل السلام، ۴ ټوک).

سفیان الثوري رحمة الله علیه ویلي دي: له شک پرته، چې زه یو تن په غشي وولم، دا زما لپاره ډېر خوښ دي، ددې په نسبت، چې په خبرو یې وولم؛ ځکه چې د خبرو ویشتل نه خطاء کېږي، خو د غشو ویشتل کله، کله خطاء کېږي.

 (تنبیه الغافلین).

ربیع بن خیثم، چې د نړۍ نامتو عابد ؤ، د ورځې به یې، چې څه ویل، هغه به یې لیکل، بیا به یې د شپې د خپلو لیکل شوو خبرو محاسبه د ځان سره کوله. ( البخاري، ۱ ټوک).

 د پښتنو مشر خوشال بابا د ژبې او د انسان د کړنو په اړه وایي: (ژبه په ښو ویلو عادت کړه! پخپلو او پردیو کې به دې دروند کړي. بده ژبه، به دې پخپلو او پردیو کې سپک کړي. چې مرې؛ نو داسې ومره! چې خلک درپسې وژاړي او په دُعا لاس درپسې پورته کړي، د مار او لړم په څېر مه مره! چې خلک دې په مرګ خوشاله شي). دا چې په زړونو کې د خلکو په اړه فکرونه کېږي، بیا د هغو خبرو څرګندونه په ژبه کېږي.

له پورته څرګندونو څخه په ډاګه شوه، چې خلکو ته د نورو اندامونو په پرتله په ژبه ډېر ضرر او تاوان رسېږي، پدې اړه د شاعرانو هم ګڼ شمېر شعرونه شتون لري، چې د ژبې په اړه یې څرګندونې پکې کړې دي.

ښه دی تورې زخم، چې به جوړ شي په ملهم

ورک د ژبې زخم وي، له عمره سره سم.

دا لنډۍ.

د تورې زخم، خو به جوړشي

د ژبې زخم ترقیامته پورې وینه

نورو مسلمانانو ته ضرر رسول په حقیقت کې ځان ته ضرر او تاوان رسول دي، چې  داد یوه انسان لپاره د دُنیا او آخِرت د هلاکت او شرمنده ګۍ لامل ګرځي، د ژبې په سم ډول کارول، پدې باندې د الله عز وجل یاد، نېکې خبرې او مسلمانانو ته خیر رسول ددُنیا او اخِرت د کامیابیو لامل دی.

 وما علینا الا البلاغ، وما توفیقي الا بالله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *