تاریخ او جغرافیه

خپل تاريخ وګورئ تر څو حقیقت درک کړی!

د فکري جګړى اغيزې خورا درنې، خو مرموزې او پټى دي، ډېر کله پرته له دې چې موږ يې په پټو تاوانونو خبر شو دښمنانو د ښکاره ګټو په وړاندې کولو خطا ایستلي يو، نو ځکه يې په هوسا توګه خپل موخو ته د رسيدو لپاره یې لارې موندلې دي، هغوی د فکري جګړې په کارولو سره تل هڅه کړې چې زموږ وياړلى تاريخ د راروان نسل له ذهن څخه وباسي او د هغه په بدل کې خپل د بدمرغيو ډک تاريخ د نيمکرغۍ، پرمختګ او متمدّن تاريخ په توګه را وپيژني.
زه به يوازې څو معکوسې خبرې د بيلګې په توګه را واخلم چې دښمن يې په کارولو سره څومره ځان وه خپلو موخو ته رسولى دى، مګر موږ تر اوسه لا د فيل په غوږ کې د سيتار او رباب آواز ته بيده پراته يو.
موږ ته يې داسې ويلي چې کولومبس هغه څوک وو، چې د آمريکا قاره يې د لومړي ځل لپاره کشف کړه، مګر دا يې نه دي راته ويلي چې هغه په آمريکا کې سور پوستې ميشت ټول هندوان ووژل.
موږ ته يې داسې ويلى چې ماژلان يو پوه جغرافيه دان سړى تېر شوى دى، مګر دا يې نه دي راته ويلي چې هغه د فليپين ستر جومات ځکه وران کړ چې پر ځاى يې خپل پلويانو ته کليسا جوړه کړه او له همدې امله فليپيني مسلمانانو وواژه.
موږ ته يې داسې ويلي چې بني أميه دومره د واک او قدرت په انحصار کې ډوب شول چې حکومتي وارثينو له يو بل سره جګړه کول، مګر دا يې نه دي راته ويلي چې هغوۍ د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې د اسلام سپيڅلى دين خپور کړ، د أندلس څخه شروع تر چين پورې يې د اسلام د پرمختګ لپاره هلې ځلې کړي دي.
موږ ته یې داسې ويلی چې د فرانسويانو يرغل خورا د تمدن څخه ډک و او نړۍ ته يې ښې پايلې ورپه برخه کړي، مګر دا يې نه دي راته ويلي چې هغوی پر قاهرې د لومړي او دوهم يرغل په ترڅ کې کابو يو ميليون مصري مسلمانان وژلي دي.
موږ ته يې دا نه دې ویلي چې ابو ریحان بیروني د ځمکې څرخیدل د لمر پر محور باندي ۶۰۰ کاله تر ګالیله وړاندې تشریح کړې ده.
موږ ته یې دا نه دې ویلي چې ابوالفتح خازني څو پیړې تر اسحق نیوتن وړاندې د ځمکي جاذبوي قوت کشف کړى دی.
موږ ته یې دا نه دې ویلي چې لومړنی هغه څوک چې د الوتلو آله یی جوړه کړه عباس ابن فرناس یو مسلمان شخصيت و‌و.
موږ ته یې دا نه دې ویلي چې د عکاسۍ کامرو د جوړلو زمینه ابن هیثم مسلمان شخصيت ۸۰۰ کاله تر جوزیف نیسفور وړاندې اختراع کړه.
موږ ته یې دا نه دې ویلي چې ابن نفیس مسلمان شخصيت ۳۰۰ کاله تر ویلیام هاروي وړاندې د وینو د گردش سیسټم تشریح کړی دی.
موږ ته یې دا نه دې ویلي چې الزاهروي اندلسي لومړنۍ مسلمان طبیب وو، چې دوه سوه (۲۰۰) د جراحۍ وسائل یې اختراع کړه او تر نن پورې د لږ بدلون وروسته د نړۍ په کچه په سترو روغتونونو کې کارول کیږي.
موږ ته یې دا نه دې ویلي چې د محمد بن زکریا رازي او ابوعلي سینا بلخي د طب کتابونه تر ډیرو کلونو پورې د اروپا په سترو پوهنتونو کې د اساسي مضامینو په توګه ویل کيدل.
موږ ته یې دا نه دې ویلي چې د عددونو سیسټم چي نن د نړۍ په کچه د صفر څخه تر ۹ پورې کارول کیږي د لومړي ځل لپاره د خوارزي او الکندي مسلمان ليکوالانو په کتابونو کې لیدل شوی دي.
موږ ته یې دا نه دې ویلي چې د الجبر علم نوم د خوارزمي مسلمان ليکوال د الجبر و المقابلة کتاب تر لیکلو وروسته وټاکل شو.
موږ ته یې دا نه دې ویلي چې البتاني مسلمان ریاضي پوه د مثلثاتو د پلار په نوم مشهوره وو.
راشئ خپل په تاريخ مو ځانونه او را روان نسلونه خبر کړو دا ځکه هر ولس چې په خپل تاريخ خبر نه وي په ماتې او شاتګ محکوم دى.

فرید احمد مبارز

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *