لیکنېمقالی اوتبصرې

داسې تړون چې له خوښۍ اوښکې نه تم کېدې!

حمزه حسيني

دوحه کې د افغانستان د شل کلنې معضلې د حل په موخه درۍ کاله وړاندې د امريکا او اسلامي امارت تر منځ د سولې تړون د شاوخوا يو نيم کال مخامخ خبرو په نتيجه کې لاسليک شو، چې له مخې يې امريکا او ناټو له ګران هيواد افغانستان څخه خپلې کډې بار او افغانان له کابو دوه لسيزو وروسته د افغانستان استقلال له صليبي لښګرو تر لاسه کړ، د دوحې تړون افغانانو ته د يوه زرين زيري په توګه و، چې تر لاسليک وروسته صليبي لښکرې مات او اسلامي امارات د بريا تر درشل ورسېده.
ښه مې په ياد دي، چې کله د دوحې تړون د کابو ۳۲ هيوادونو د استازو په حضور کې د الحاج ملا عبد الغني برادر حفظه الله او د افغانستان لپاره د امريکا د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد لخوا لاسليکېده له سترګو مې د خوشحالۍ له امله بې اختياره اوښکې بهېدلې، نه پوهېدم چې ددې خوشحالۍ اظهار په څه ډول وکړم؟ خو دا زما په ژوند کې د خوږو خاطرو څخه هغه شېرينه خاطره ده، چې فکر نه کوم راتلونکي کې به دداسې سترې او خوږې خاطرې څښتن شم، د دوحې د تړون پر مهال هغه وخت لا پسې جالب و، چې تالار کې د تړون تر لاسليک وروسته د تکبير ملکوتي نعرې د ملګرو له خوا بدرګه او د کفري نړۍ استازي يې حيران کړل، هوکې! دا هغه شېبه وه چې له هيواد څخه نور د ظلم ټغر په ټولېدو او د خپلواکۍ له ګلبڼ څخه د هيلو غوټۍ را وټوکېدلې.
د دوحې تړون د افغانستان د ازادۍ تړون و، همدا تړون ګواکې د توږمۍ د پای لپاره د سهار اذان و، چې مؤذن او امام يې ملا عبد الغني برادر و، برادر لکه د وخت يوسف چې له بند څخه ازاد شوی وي او د هيواد د حاکميت واګي يې په لاس کې اخيستي وي، د تړون په تالار کې برادر تر مايک پمپيو وروسته دريځ ته خپل نازنين قدمونه پورته او په خورا نرمه لهجه يې د دوحې د تړون په هکله راغليو مېلمنو او کتونکو ته وضاحت وړاندې کړ، د تړون تر لاسليک وروسته له ګران هيواد افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو سلسله پيل شوه، تر تړون وروسته د امريکا او اسلامي امارت تر منځ اوربند وشو، بين الافغاني مذاکرات پيل شول، خو د هغه وخت ارګمشر د سولې تړون د سبوتاژ په هڅو کې بين الافغاني مذاکرات متزلزل کړل، البته! په ياد تړون کې دا منل شوي و، چې امريکا به د اسلامي امارت د مشرانو نومونه له تور ظالمانه لېست څخه اوباسي، چې تر دا مهاله د دوحې د تړون دغه جزء نه دی عملي شوي، هو! د دوحې د تړون له مخې امريکا او ناټو مکلف وو چې د افغانستان د هوايي او ځمکني حريم له اشغال څخه ځانونه وساتي، چې د هوايي حريم پر وړاندې لا هم ستونزې شته چې د دوحې له توافقنامې څخه په ښکاره توګه سرغړونه ده.
د دوحې تر تړون کابو يو نيم کال وروسته افغانستان د اسلامي امارت تر بشپړ کنټرول لاندې راغی، د امريکا او ناټو لخوا تربيه شوي خيالي سرتيري په دومره بيړه تسليمېدل چې وروسته نړيوال او خپله اسلامي امارت دې فاتحانه مبارزې ته حيران وو، خو دا د رب العلمين نصرت و، چې هيواد کې د وينو تويېدنې مخه ونيول شوه، د عاليقدر امير المؤمنين د حکم له مخې ټولو افغان سرتېرو او تېرې ادارې کار کوونکو ته عفوه وشوه، په هيواد کې د مبينې فتحې خوشحالي له برداشت څخه وتلې وه، زرګونو کورنيو د خپلو بندي او نادرکه شويو غړيو د راتګ لارې څارلې، په هر کور کې د خوښۍ خبرونه بدرګه کېدل، هو هغه شېبې ډېرې په زړه پورې وې، ځکه اسلامي امارت په فاتحانه انداز له صليبي لښکرو جګړه وګټله او د دوی لاسپوڅې او روزل شوي سرتيري يتيمان شول، چې له عفوې سره سره يې د بادارانو غېږ ته پنا يوړه.
له فتحې وروسته يو شمېر غربي رسنيو د دوحې پر تړون رنګا رنګ تحليلونه وکړل، سيګار د افغان سرتېرو په اړه وويل، د دوحې تړون و، چې طالبان يې پياوړي کړل او د افغان سرتېرو مورال يې کمزوری کړ، سپينه ماڼۍ بيا په دې باور ده چې دوحې تړون د تېرې ادارې د راپرځېدو لامل شو، زلمی خليلزاد بيا په دې اند دی، چې د دوحې تړون د افغانستان د جګړې پای ته رسېدو لامل شو، ددې ټولو نظرونو ور هاخوا مونږ ته د دوحې تړون د يوې سپېڅلې ازادۍ د تر لاسه کولو ستر زېری و، چې نمانځنه يې پر مونږ لازمه ده، د دوحې تړون د تاريخ په پاڼو کې د زرين باب حيثيت لري چې افغانان به هيڅکله ددغه تړون لاسته رواړنې هېرې نه کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *