سرمقالې

دا خپل ښایست را پورې اور شو!

زموږ ګران او محبوب هېواد افغانستان، چې د اسیا د زړه او تاج حیثیت لري، ښکلی طبیعي جوړښت او ستراتیژیک موقعیت یې د نړیوالو سترو استعماري او استکباري قوتونو پاملرنه ځان ته جلب کړې او هر یو یې په خپل وار خپل زور ازمایلی او په افغانستان یې یرغل کړی.
شتمني او ښکلا یې ورله لوټ کړې؛ خو د دې سپېڅلې خاورې سپېڅلو بچیانو یې په وړاندې مقاومت کړی او له څه وخت تېرولو وروسته یې دې ته اړ کړي، چې زموږ له ګران او محبوب هېواد او سپېڅلې ځمکې خپل ناولي قدمونه وباسي.
په میلیونونو افغانانو خپل سرونه نذرانه کړي او د دښمانانو شومې او ناولې هېلې یې له خاورو سره خاورې کړي دي. ډېرو بهرنو مغرور و ځواکونو او مشرانو یې د افغانستان د نېولو او لاندې کولو ارمانونه له ځانونو سره ګور ته وړي او په اخېر کې یې په دې اعتراف کړی، چې افغانستان واقعاً د امپراطوریو قبرستان دی.
د یوې پېړۍ په کړنو یې د درېیو سترو امپراطوریو ماتول د مظلومو افغانانو په لاس له الهي معجزې پرته بل څه کېدای شي! د نړۍ پرمخ یو مېلمه پال، غیرتي او مېړنی ملت دی، چې نړیوال یې په مېلمه پالنه او غیرت اعتراف کوي؛ خو له بده مرغه، چې څوک مو په خپل کور کې ارام او ژوند کولو ته نه پرېږدي.
موږ مجبور یو، چې له خپل ځان څخه دفاع وکړو، خپل استقلال ولرو او خپله ازادي وساتو.
په همدې موخه نړیوالو هر یو په خپل وار خپل زور ازمایلی او افغانانو یې د خپل وجود په غوښو مقابله کړې ده.
بندیان شوي! شهیدان شوي! د خپل وطن څخه کډوالۍ ته اړ شوي، قرباني یې ورکړې او په پایله کې یې ازادي لاسته راوړې او همدا رنګه یرغلګرو هېوادونو یې د تسخیر ارمان ګور ته وړی. لکه پښتو لنډۍ ده:
دا خپل ښایست را پورې اور شو
خیالي زلمي را پسې مري خونکاره شومه

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *