ستا د مخ صغرى به څنګه نتيجه شي؟
چې کبرى يې د بلاوو پيلامه شي
د ښائست ثبوت وه تا ته مسلّم دى
د موضوع ثبوت محمول ته حمليه شي
دا چې ستا پر مخ دې هيڅ څوک مين نه وي
تناقض دى، خامخا به کاذبه شي
ستا جمال به يې موضوع سپوږمۍ محمول شي
عکس وکړه چې جمال دې پرې ميلمه شي
تورې سترګي سپين باړخو چې سره يو شي
د شارح قول ترې جوړ شي ستا کيسه شي
چې مين وي او طارق غوندې قرار وي
دا قضيه به شرطيه منفصله شي
محمدصادق طارق