ادبشعرونه

دبهار هرکلی

هــرکــله راشـــې تـــازه بهــــاره
تـا دي راوړي ګـــلان بې شــماره
نـری شـمال دې دم دعیــسی دی
سحر چې راشي له جـګ کهسـاره
آب حیــات و ، ستـا بارانـــونــه
ترو تـازه شـول ټــول چمــنونــه
هېواد زموږ دې شـین ګلسـتان کړ
هـر طـرف ښـکاري دګـلو غـرونه
د بلـبل ځــاله پــاڼه دګل شــوه
شـاعـري بـرخـه نن دبلـبل شـوه
غنچــه دګــلو پـه حـقیقـت کـې
مطــلع دشعر روح دغـزل شـوه
تل دې بهـار وي زمـوږ وطـن کې
لکه چې روح وي ښایسته بدن کې
څــانګې دګلـو دې تـل تـازه وي
خـزان دې نه وي رموږ چمن کې

د ارواښاد ګل پاچا الفت

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *