دینې لیکنېلیکنې

دحجاب رعایت ستاسو پت او عزت خوندي کوي!

د اسلام مقدس دین له هرپلوه بشپړ او کامل دین دی او د انساني ټولنې د ټولو ابعادو او اړخونو لپاره په هغې کې هراړخیز الهي احکامات، اصول او قواعد ځانګړي شويدي او د مومنو مسلمانانو خیر ښیګڼه هم د اسلامي احکامو په هراړخیز رعایت کې نغښتې ده، دې ټکي ته موباید پام وي چې اسلام داسې یو سپیڅلی دین دی چې نارینه او زنانه ته یو شان حکم کوي مثلاً: صلاة، صوم ، حج او غیره، البته داسې احکام هم شته چې یوازی زنانه ته متوجه دي او هغه احکام ددې لپاره خاص شوي چې د زنانه عفت محفوظ پاتی شي لکه حجاب او پرده.
د یاددښت وړه ده چې د حجاب په هکله د قدرمنو علمای کرامو او لیکوالانو په څیړنیزو لیکنو کې د قانع کوونکو دلیلونو په بنسټ وضاحت بیان شوی چې په لاندې ډول له هغه څخه یادونه کوو:
زنانه یو نازک قیمتي مخلوق دی:
قیمتي ځکه ده چې نبی کریم(ص) فرمایلي دي:«ان الدنیا کلها متاع، و خیر متاع الدنیا المراة الصالحة»
ژباړه: یقیناً دنیا ټوله یوه متاع ده، او غوره متاع په کې نیکه ښځه ده.
په بل حدیث مبارک کې نبی کریم(ص) انجشه صحابي ته فرمایي: «ویحک یا انجشة، رویدک سوقا بالقواریر» بخاری رقم ۶۱۴۹
ژباړه: ای انجشه افسوس په تا قرار ځه؛ شیشو سره خیال کوه یعنی: زنانه و سره خیال کوه! ځکه اوښ باندې زنانه ناستی وی، کله چې زنانه په اسلام کې قیمتي او نازک مخلوق دی نو اسلام ورته د پردی حکم کړی چې عزت او عفت یې محفوظ شي.
د حجاب ثبوت:
د قرآن کریم آیتونه او د رسول اکرم(ص) احادیث، اجماع او قیاس د حجاب په ثبوت او فرضیت صراحة دلالت کوي. شریعت مطهره د ښځو کرامت، عفت او پاکلمني په موخه حجاب پر ښځو لازم کړی دی.
د قرآن کریم څخه دلیل:
قرآن کریم کې الله تعالی فرمایلي دي: الاحزاب:۵۹
ژباړه: ای نبی(ص) خپلو زنانه ؤ لورګانو او د مؤمنانو ښځو ته ووایه چې راښکته کړي په ځانونو باندې خپل څادرونه، دا حکم ددې لپاره دی چې وپیژندل شي او ضرر ورته ونه رسیږي الله تعالی بښونکی مهربان ذات دی.
جلباب څه شی دی؟
په قرآن کریم کې جلابیب لفظ راغلی د جلباب معنی به د صحابه کرامونه معلومه کړو:
۱ – عن ام سلمة، قالت:»لما نزلت:{یدنین . . .) خرج نساء الانصار کان علی رءوسهن الغربان من الاکسیة»(سنن ابی داود)
ژباړه: له ام سلمه څخه روایت دی. هغه فرمایي: کله چې دغه آیت {یدنین علیهن من جلابیبهن} نازل شو، د انصارو ښځي له کورنو څخه په داسي حال کې راوتلې چې مخونه به یې داسي پټ کړي وو ګویا چې د دوی په سرونو تور کارغان ناست دي. یعنی ټول بدن به یې پټ کړی وو تر دې چې سرونه به یې هم پټ کړي وو.
تفسیر ابن عباس: عن ابن عباس امر الله نساء المؤمنین اذا خرجن من بیوتهن في حاجة ان یغطین وجوههن من فوق رؤوسهن بالجلابیب ویبدین عینا واحدة: (تفسیر ابن کثیر)
ژباړه: عبدالله بن عباس ددې آیت
لاندي فرمایلي دي: الله تعالی مؤمنانو ښځو ته حکم کړی چې کله هغوی د ضرورت په صورت کې له کورونو څخه بهر وځي، باید خپل مخونه به لوی څادر سره پټ کړي او یوازې یوه سترګه خلاصه پریږدي. د عبدالله بن عباس تفسیر نه معلومه شوه چې زنانه باید له کور نه د ضرورت په صورت کې ووځي، هغه هم با پرده، بغیر له ضرورته وتل یا بې پردګي سره وتل حرام او ناجائز دي.
۲ – بل ځای کې الله تعالی فرمایلي دي: الاحزاب:۳۳
ژباړه: او واوسیږئ خپلو کورونو کې او د جاهلیت زمانې په شان بیرون مه راوځئ.
د حدیث څخه دلیل:
۳ – عن عائشة، قالت:«کان الرکبان یمرون بنا و نحن مع رسول الله صلی الله علیه وسلم محرمات، فاذا حادوا بنا سدلت احدانا جلبابها من راسها علی وجهها فاذا جاوزونا کشفتاه»(ابوداود:۱۸۳۳ و ابن ماجه:۲۹۳۵)
ژباړه: سواره کسان به په اوښانو زموږ له څنګ سره تیریدل په داسي حال کې چې مونږ له رسول اکرم(ص) سره په احرام کې وو، نو کله به چې هغوی زموږ برابر ته راورسیدل، هرې یوې به خپل پړونی له خپل سر نه پر مخ راکوز کړ، کله چې به هغوی تیر شول مخ به مو لوڅ کړ.
د اجماع څخه دلیل:
ټول امت پر دې اتفاق لري چې حجاب واجب دی.
د قیاس دلیل:
هر هغه شی چې معاشره فاسدوي هغه ناروا ده او بې حجابي معاشره فاسدوي، نو بې حجابي حرامه ده او حجاب واجب دی.
د بی حجابي سزا:
بې حجابي د کافرو ښخو صفت دی، د بنو تمیم قبیلې ښځې چې کله عائشې(رض) ته راغلې، هغوی باریکي جامې اغوستې وې، هغې (رض) ورته وفرمایل: (ان کنتن مؤمنات فلیس هذا بلباس المؤمنات، و ان کنتن غیر ذلک فتمتعن بها).
ژباړه: که چیرې تاسې مؤمنانې ښځې یئ، دا جامې او لباس د مؤمنو ښځو نه دي او که چیرې مؤمنې نه یئ، نو بیا له دغو جامونه فایده اخلئ.
یعنې شرعي لباس او پرده د ایمان علامه ده. که لباس شرعي وو، نو بیا ښځه کامله مؤمنه ده او که لباس شرعي نه و، بیا کامله مؤمنه نه ده.
ښځو لپاره تنکې جامې اغوستل حرام دي:
د ښځو لپاره شفافی یا تنکې جامی اغوستل چې د بدن اعضاء ترینه ښکاري ناجائز او حرام دي، نبی کریم(ص) فرمایلي دي: نساء کاسیات عاریات، مائلات ممیلات، لا یدخلن الجنة، ولا یجدن ريحها: (الموطا)
داسی ښخې چې ظاهراْ پټې وي او حقیقت کې بر بنډې وي نورو ته میلان کوونکي وي او نور ځان ته مایل کوونکي وي داسې ښځې به جنت ته داخلې نه شي او د جنت بوی به محسوس نه کړي.
حجاب د پاکیزګۍ دلیل دی:
قرآن کریم کې الله تعالی فرمایلی: الاحزاب:۵۳
ژباړه: کله چې تاسو له زنانه وو نه پوښتنه کوئ، نو د پردې تر شا پوښتنه وکړئ، دا پاکیزګي ده ستاسو او د هغوی د زړونو لپاره.
حجاب علامه د حیا ده:
کومه ښځه چې با پرده وي، هغه ښځه حیا داره هم وي، او حیا د ایمان یوه برخه ده. نبی علیه الصلاة والسلام فرمایلي: (الحیاء شعبة من الایمان).
ژباړه: حیا د ایمان یو ښاخ او برخه ده الله تعالی پرده پوشي خوښوي.
د حجاب فایدې:
۱ – د کورني چوکاټ کلکوالی.
۲ – عفت او پاکلمني راتلل.
۳ – بدګماني ختمیدل.
۴ – روحي آرامتیا راتلل.
۵ – ښځې په امن کیدل.
۶ – جنت ته داخلیدل.
۷ – د الله تعالی حکم منل.
۸ – معاشره جوړیدل.
۹ – پرده علامه د تقوی ده.
۱۰ – پرده د ایمان دلیل دی.
۱۱ – پرده د حیا دلیل دی.
۱۲ – پرده د طهارت او پاکیزګۍ علامه ده.
پتمنو او عزتمنوخویندو! لکه څنګه چې د حجاب په هکله پورته واضح دلیلونه بیان شوي دي له شک پرته چې دهغه په رعایت کې ستاسو پت او عزت خوندي کیږي، ټولنه هم له هر ډول فسق او فساد څخه ژغورل کیږي او په ټوله کې ستاسو خیر ښیګڼه هم د اسلامي حجاب په رعایت کې خوندي کیدونکې ده، نو څومره به ښه کار وي چې په ټولیزه توګه زمونږ خویندې، میندې او لوڼې چې د اړتیا پرمهال له کور څخه د باندې وځي دوی بشپړ اسلامي حجاب رعایت کړي، البته مونږ نن سبا په ښارونواوبازارونو کې وینو زمونږ ډیری خویندې چې د اړتیا پرمهال له کورڅخه دباندې وځي، نو دوی اسلامي حجاب رعایتوي خو یوشمیر زنانه لکه څنګه چې لازمه ده هغه شان حجاب نه رعایتوي، هیله ده چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې قدرمنې زنانه چې له کور څخه د باندې وځي، دوی بشپړ اسلامي حجاب رعایت کړي ځکه چې د اسلامي حجاب رعایت کې تل د دوی خیرښیګڼه ، پت او عزت خوندی کیږي، خو برعکس هغه زنانه چې اسلامي حجاب نه رعایتوي له شک پرته چې دوی به د ژوند په بهیر کې له ډیری کورنیو او ټولنیزوستونزو ، بدمرغیو او ناخوالو سره لاس او ګریوان شي، نو غوره داده چې هره مومنه مسلمانه خور تل باید د اسلامی حجاب پابندي وکړي ترڅو کورنی ګډ خوږ ژوند یې پایښت لرونکی، له هراړخیزو خوښیو او نیکمرغیو څخه ډک پرمخ ولاړ شي.

شاه محمود درویش

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *