لیکنېمقالی اوتبصرې

دحوت لسمه؛ د صلیبي استعمار د ماتې ورځ !

حمزه الیاس

کله چي روسانو په افغانستان کي ماتي وخوړه او ټول زبرځواک یې له خاورو سره خاوري سو (پر پنځلس نورو هېوادونو وویشل شو)
له بده مرغه په افغانستان کي هم د دې پر ځای چې اسلامي نظام قائم سي، د هغه خلاف اووه ګوندونه جوړ شول او هر ګوند دا کوشش کولو، چې د پاچاهۍ پر څوکۍ کېني.
طبعي خبره ده، کله چې پاچاهان اووه کسان وي؛ خامخا به د دوی ترمنځ شر او فساد ډېرېږي.
په افغانستان کې کورنۍ جګړو زور ونیو. هر ځای پاټکونه جوړ شول. ظلم، غلا، چور … پیل شول.
د الله تعالی رحمت او لورېینه وه، چې د مرحوم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله په واسطه یو واحد لښکر او واحده قومانده رامنځته کړه.
د لوی ملا صاحب په راتګ سره افغانان په کرار او ټول تر یوه بیرغ لاندي راټول سول.
افغانستان داسي یو د امن کور سو، چي نړۍ ورته ګوته په غاښ شوه او هر مسلمان په افغانستان کي پناه اخیسته.
خو د نړۍ کفارو نه غوښتل، چي افغانان دي په کرار سي. نو کله چې (۲۰۰۱ م) کال د سپتمبر میاشتې په یوولسمه نېټه د امریکا په ایالت په (world trade center) پېښه وسوه؛ امریکا ته ښه بهانه جوړه سوه.
ځکه دوی د دغې پېښې پړه پر اسامه بن لادن تقبله الله باندي واچوله، چې دا کار هغه کړی دی او نوموړی په افغانستان کي اوسیږي.
د نړۍ کفارو امیر المؤمنین ته وویل: اسامه بن لادن په لاس راکړه.
ملا صاحب ورته وویل:
په لاس یې نه درکوم، ځکه چې ما ته یې پناه راوړې ده.
نړيوالو ورته وویل:
که اسامه په لاس نه راکوئ، موږ پر افغانستان حمله کوو.
امیر المؤمنین رحمه الله ورته وویل:
موږ خپله پاچاهي له لاسه ورکوو؛ خو یو مسلمان کفارو ته په لاس نه ورکوو.
کله چې د نړۍ کفار افغانستان ته د اشغال لپاره راتله؛ نو ملا صاحب ورته وویل:
دا ستونزه به د مذاکراتو له لاري حل کړو.
بوش ظالم وویل: د خبرو وخت نه دي، د عمل وخت دی.
وروسته ملا صاحب یو پېشګویي وکړه، چي د امریکا به د لیست له سر څخه د لیست پای ته راځي.
دا وه چي امریکا په ۲۰۰۱ کال پر افغانستان حمله وکړه، افغانستان یې اشغال او اسلامي حکومت ونړېدي..
خو الحمد الله افغانان په کراره کښېنستل او د دې ستر طاغوت په خلاف یې جهاد اعلان کړ.
بعضو کمونېستو افغانانو چې د جهاد اعلان واورېد؛ نو ویل به یې چې له امریکا سره جنګ، له غره سره سر وهل دي. الحمد الله د افغانانو په بې سارو قربانیو امریکا دې ته اړ شوه، چی مذاکرات وکړي.
امریکا د مذاکراتو نارې پیل کړې؛ نو همغه وو چې طالبانو هم په قطر کي سیاسي دفتر پرانیست او په ۲۰۱۹ کي یې له امریکا سره مذاکرات پیل کړل او څه باندې یو نیم کال وروسته ۲۰۲۰ کال د حوت په لسمه د اسلامي امارت د لوړ پوړو چارواکو او د امریکا د استازو ترمنځ د صلیبي استعمار د ټولو هېوادونو په مخکې لاسلیک شو.
د ملا صاحب هغه خبره ریښتیا سوه، چي امریکا به د لیست له سر څخه د لېست پای ته راځي.
د حوت لسمه د صلیبي استعمار د ماتي ورځ ده. ټولو افغانانو ته پکار ده، چي د خدای تعالی شکر وباسي.
هر کال باید دغه ورځ ونمانځل سي…
ټولو هیوادوالو ته د دې ورځي مبارکی وایم.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *