لیکنېمقالی اوتبصرې

دولـتـي ځـمـکــو اوس مـالک  ومــوند!

د اسلامی امارت په راتګ سره، په ډېرو ولایتونو کې دولتي ځمکې له غصبه ژغورل شوې او دغه پروسه لا دوام لري. څه برخه یې بزګرانو او شرکتونو ته په اجاره ورکړل شوې او ورکول کیږي چې په ټوله کې دا یو ښه اقدام او خلک ورته خوښ او خوشبینه دي.

حسن خان اتل

د اسلامی امارت په راتګ سره، په ډېرو ولایتونو کې دولتي ځمکې له غصبه ژغورل شوې او دغه پروسه لا دوام لري. څه برخه یې بزګرانو او شرکتونو ته په اجاره ورکړل شوې او ورکول کیږي چې په ټوله کې دا یو ښه اقدام او خلک ورته خوښ او خوشبینه دي.

 دا په داسې حال کې چې په تېرو شلو کلونو کې اتیا سلنه دولتي ځکمې د زور واکو او خپل سرو ډلو له لوري  غصب شوې وې. په دې لړکې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د هرات په ولایت کې شاوخوا 85789 پنځه اتیا زره اووه سوه اونهه اتیا جریبه دولتي ځمکه تثبیت کړې ده. همدارنګه د هرات په دوو ولسوالیو کې دوه نور نوي جوړ شوي کلي هم تثبیت شوي چې یویې د سپین کلي په نوم د هرات په ګذره ولسوالۍ کې موقعیت لري او بل یې شاه آباد کلی دی چې پښتون زرغون ولسوالۍ کې پروت دی.

بلخوا پروان او کاپیسا ولایتونو کې هم نږدې درې زره جریبه ځمکه تثبیت شوې، د همدې موخې لپاره د کاپیسا ولایت تخنیکی هیئت د دغه ولایت تګاب ولسوالۍ ته سفر وکړ او د یادې ولسوالۍ بېلابیلو کلیو کې یې نږدې دوه زره جریبه ځمکه دولتي تشخیص او له غصبه خلاصه کړه. په غصب شوو ځمکو کې دکورونو جوړولو کار هم د هیئت لخوا درول شوی دی.

سربیره پردې د لوګر ولایت ښاروال هم وایي: غصب شوي دولتي ځمکې له ځنډ پرته بېرته راګرځول کیږي. نوموړی زیاتوي: په دغه ولایت کې یې لسګونه جریبه ځمکه بیرته راګرځولي او هغو کسانوته یې خبرداری ورکړی، چې په زوریې دولتي ځمکه غصب کړی ده. دهمدې ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې هم 1500 (یوزر او پنځه) سوه جریبه دولتي ځمکه تثبیت شوي ده. د خوښۍ ولسوالۍ د زراعت مسؤل ښاغلی مسافر په دې  اړه وایي: دیا دې ولسوالۍ یوازې په خوښۍ ډاګ او تور راغه کې مو تقریباً 350 جریبه دولتي ځمکه تثبیت کړي ده.

نوموړی زیاتوي هغه خلک چې په دولتی ځمکو کې کورونه جوړوي یا د زراعت لپاره ترې استفاده کوي، هغوی موله دي کاره منعه کړي او د امیرالمؤمنین حفظه الله فرمان په اړه مو معلومات ورکړي دي. د مسافر په وینا له دغو خلکو موو غوښتل  چې خپل شرعي او قانوني سندونه له مونږ سره شریک کړي، ترڅو د دولتي او شخصي ځمکو تفکیک وشي. د لوګر ولایتي ادارې چارواکي وایي چې له غاصبینو یې د ځمکو خلاصون په موخه یو ځانګړی کمېسیون ټاکلی. ځینی غړي یې وایي: هغو کسانوته یې له وړاندې خبرداری ورکړی چې په خپل سر یې دولتی ځمکو کې کورونه او مارکیټونه جوړکړي دي. د پل عالم ښار او خوښۍ ولسوالۍ اوسیدونکي هم د غصب شویو ځمکو بیرته  راګرځول یو ښه ګام بولي او  غوښتنه کوي چې دا چاره باید له توپیري چلند پرته په ټولو یوشان عملي شي.

د حاجی شاکر په نوم دیو ټولنیز مخور  په وینا، د مرکز پل عالم اوسیدونکی په اوس وخت کې د غصب شویو ځمکو بیرته راګرځول یو ډېر غوره ګام بولي، او وایې چې په دې سره به دښاروالی په عوایدو کې د پام وړزیاتوالی راشي او هم به ښار ورسره پراخه شي. که څه هم له یوې خوا د دولتي ځمکو له غصبه راګرځولو پروسه روانه ده له بلې خو دولت بزګرانو او شرکتونو ته ځینې ځمکې په اجاره هم ورکوي. چې بزګران، د زراعت ماهرین او اقتصاد پوهان د دولت یاده کړنه ستایي او وایي چې دا چاره د زراعت او اقتصاد پرمختګ کې مثبت رول لوبولی شي. په دې سره به د زراعت او اقتصاد سکتورونه لا پیاوړي او خلکوته به د کار زمینه هم برابره شي.

دغه راز د کرنې او اوبولګولو وزارت وایې: چې د افغانستان د اراضی ادارې لخوا تر اوسه 3000 درې زره جریبه ځمکه شرکتونو او بزګرانوته په اجاره ورکول شوې. د دوی په وینا دغه ځمکه اوس مهال په ننګرهار او هرات ولایتونو کې، شرکتونو او بزګرانو ته ورکړل شوي ده. د افغانستان د اراضی اداره وایي: چې دا ځمکې د داوطلبی په ترڅ کې مخابراتو، صنعت، کرنې اونورو برخو کې په اجاره ورکول کیږي او ډېر ژر به د کابل میربچه کوټ ولسوالې کې هم څلور زره جریبه ځمکه په اجاره ورکړل شي.

دیادونې وړده چې د نوموړې ادارې له خوا مطلوبې ځمکې د یولړ ټاکلو شرایطو له مخې اجاره ورکول کیږي، چې اشخاصوته په انفرادي ډول تر 250 جریبو پورې او شرکتونوته  (5000) زره جریبو پورې ورکول کیږي. همدارنګه یاده اداره وایي: چې د ځمکې کلنۍ اجاره له (3000) زره افغانیو تر (40) زره افغانیو پورې د ځمکې وړتیا په کتلو سره ټاکل کیږي.

په دې اړه د شیخ زاید پوهنتون د زراعت استاد محمدخان نیازی وایي: هیڅ دولتی ځمکه باید شاړه پاتې نه شي. په دې برخه کې د حکومت پاملرنه ځکه ډېره ضروري ده چې افغانستان له اوبو او طبیعی منابعو ډک هېواد دی خو بیاهم د خوراکي توکوله شدید کمي سره مخ دی، نو دا ډېره د افسوس خبره ده. ځکه له همدې کبله مو ټولې نړۍ ته د مرستې لاسونه اوږده کړي او دپردیو منتونه ګالو. استاد نیازی بیاهم د حکومت دغه ډول اقدامات ستایي او دلا ډېر پر مختګ غوښتنه یې کوي، ترڅو په دې توګه هېواد ژرتر ژره پرځان بسیا او خلک سوکاله شي. د یادونې وړ ده په تیرو (20) شلو کلو کې لومړی واردی چې حکومت دا ډول اقدام کوي، او همدا وجه ده چې زیاتره هېوادوال په دې پوهېدلي چې دولتی ځمکوایله اوس خپل مالک وموند.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *