دینې لیکنېلیکنې

دين پېژندنه

کله چې انسان خپل ځان وپېژني، خوی خواص يې ور معلوم او بيا خپلې اړتياوې پوره ورته څرګندې شې،نو د خپل څښتن په لور سفر او هڅه پيل کړي، د څېړنې په ترځ کې د خپل مالک ډېر صفات ورته ښکاره او روښانه شي او بيا هغه پړاو ته ورسېږي چې ښه نو اوس خپل دغه مالک او څښتن ته په کومه لاره ورشم او ګودر به څرنګه پيدا کړم او د لارې نښې نښانې به څوک راته وښيي؟ بالکل د همدغو پوښتنو ځواب ته «دين» ويل کېږي. په بل عبارت «دين» د هغې لارې بشپړه نقشه ده چې دغه لاروی تر خپل مالکه رسولای شي. په دې کې د زړه ا نګېرنې يعنې احساسات، جذبات، وېره، هيله، درناوی، اعتماد، بروسه او ټول سره فزيکي چارې، ژوند او د ژوند ټول کړه وړه، غم ښادي،سوله او جګړه، خپلوي او پالنې، سياست، مدنيت، ګټه وټه، پاچايي او حکومت مطلب هرڅه او هر اړخ شامل دي.
د همدغې کاملې نقشې نوم اسلامي دين او شريعت دی،چې په تمامه معنی جامع، کامل او شامل قانون دی. دا هماغه نقشه او قانون دی چې لوی څښتن د همدغه نظام د سم چلېدلو، غوړېدلو او بريالي کېدو لپاره په يوازې ډول ټاکلی او خوښ کړی دی. يعنې خپله د همدې کائناتو خالق او پالونکي وضع کړی او صرف همدغه قانون کې يې د نظام بشپړه کاميابي ايښې ده. له همدې امله ا نسان ته لازمه ده چې دا نقشه په کامله توګه وپېژني او د ژوند په هر ډګر کې يې د عملي کېدو هڅه هاند وکړي. بايد سړی په دې پوه شي چې دا دين لکه د نړۍ نورو اديانو او مذاهبو غوندې څو محدودو مراسمو نوم نه دی چې يا صرف د يکشنبې په ورځ چېرته کليسا کې ترسره شي يا د کوم اورتون خواته څو ټاکلي حرکات په کې اجراء کړای شي بلکې د اسلامي دين له يوې داسې عقيدې نه عبارت دی چې د زړه مکمله صفايي په کې وشي يعنې د زړه په تل کې د الله تعالی توحيد خوندي شي، له هغه سره مينه او اخلاص، له هغه نه وېرېدل، له همده نه هيله کول او د همدې الله تعالی د مخلوق په وړاندې مناسب او صفانيت درلودل، پر هغوی ځان غوره نه ګڼل، حسد نه کول او له هر ډول ځان ښودنې زړه صفا کول له بلې خوا په عملي ژوندانه کې وړو غټو ګردو چارو لپاره په همدې قانون کې څه لاره او طريقه کتل. تردې چې ټن ډوډۍ خوړل، ويده کېدل، خبرې کول، د کورني ژوند ژواک هر ډول چارې، ناسته، ملاسته، مجلس ګپ شپ، غوسه، ناندرۍ، ټوکې ټکالې تر اودس ماتې کولو. د دې هرڅه لپاره په دې قانون کې لازمې لارښوونې په نظر کې نيول او د عملي کول هڅه يې کول. همدارنګه حکومت، سياست، اقتصاد او ګرد ټولنيز رواجونه د همدغه دين له اصولو سره سم چلول، او همدا د اسلام دين بلل کېږي. دا هم يو حقيقت دی چې اسلامي دين کې هېڅکله تقسيم او تجزيه نه شي کېدای. په دې معنی چې نيم منل او څه نه منل هېڅ کارنه ور کوي، الله تعالی په خپل کلام کې وايي: « يعنې ايا د کتاب ځينې بره منئ او ځينې نه منئ؟» د داسې کار پايله خو ايله په دنيا کې شرمندګي او په آخرت کې سخته سزا کېدای شي او بس. لنډه دا چې دين يو جامع او شامل نظام دی چې د ژوند هېڅ وړه او غټه معامله ترې بهرنه ده او بل دا چې دين هېڅکله نه نيمېږي او که څوک يې نيم کړي نو هغه دين نه شو او الله عزوجل يې بالکل نه قبلوي.

یونس روهي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *