دینې لیکنېلیکنې

د آخــرت فـکر

ټول چوپه خوله دي، دلته د جرګو او مرکو سړي دي؛ خو نه غږېږي، داسې به ونه انګېرې چې ګويا دوی هم يو وخت خبرې کولای شوې…
هغوی چې په دنيا يې د زور او ځواک راج و، هم شته، مګر د ګارډونو بې وفايۍ په نيمه لاره کې پرېښي دي، د دوی زرګونه مينه وال په نيمه کې له دوی ستانه شوي او دوی خواران يې د ټول عمر لپاره يوازې دلته راوستلي دي.
ډېر داسې زر او زورواکي دلته شته چې خبره به يې وکړه؛ نو ددې ګنجايش به نه و،چې چا به ورته (نه) ويلي وو، د دوی خبره خبره وه او که په شرعي او عقلي تول به برابره وه او که نه؛ خو د سترګو په رپ کې به خلکو منله.
هغوی هم بلا دي چې ټول ژوند يې په ناړامۍ کړی، د نظامونو مقابله يې د ژوند پېشه وه او د وخت هېڅ په اصطلاح فرعون ته يې تن نه ورکاوه؛ مګر چندان خونده يې نه شته.
دلته لمر راوخېږي، ورځ تېره شي، کله باران وشي او کله ورېځ چکر ووهي؛ شپه شي، د ورځې بېلابېل انسانان راشي، څوک په يوه نيت وي او څوک په بل؛ خو د دې سيمې په خلکو کې دومره وړتيا هم نه شته چې آن د ژوند له ټولو نږدې او محبوبو وګړو ته د ښه راغلاست لپاره ورجګ شي.
هغوی چې د مېلمه پالنې او غوره کوربه توب تاريخونه لري، هم چې دې سيمې ته کډه وکړي، بيا نو دومره پيکه شي چې ستړي مه شي هم نه وايي، پاتې خو لا د مېلمه پالنه او درناوی دی.
د دې سيمې او نورې دنيا يو لوی توپير په دې کې دی چې د نورې نړۍ وګړي په خپلو کې اړم دي، هر يو په دې هڅه کې دی چې د ځان پر ګټه دنيا راوڅرخوي او ډېر خو داسې هم شته چې د نورو په شر کې خپل خير لټوي، مګر د دې سيمې خلک داسې نه دي، د هر چا کار له خپل ژوند سره تړلی دی او هر څوک د خپل ځانګړي ژوند روزګار دومره بوخت کړی ،چې آن د نږدې ګاونډي له حالته هم خبر نه دی.
د دې سيمې يوه ځانګړتيا داده چې که خان دی او که خوار، پاچا دی او که ګدا، پير دی او که مريد، ټول په دې سره متفق دي چې د ځمکې د وېش په اړه به لانجې نه کوي او د څو قدمه ځای په اړه به ټول قانع کېږي.
دلته د ځان مشهورولو کوښښ نه کېږي او نه څوک د دې تمه لري چې خپل حقيقت پټ کړي، دلته په باطن حساب دی او د انسان پټ لکه د لمر داسې ښکاره دی.
دلته د چا دوه تيږې په برخه شوي ، څوک تيږې نه لري، ځينې په نيم ړنګ کور کې اوسېږي او ځينې بيا داسې دي چې بې کوره دي، نيم په يوه ځای او نيم په بل ځای پراته دي.
دوی ټولو ازموينه ورکړې او د اطلاعنامو په انتظار دي، د هماغه وطن اطلاعنامې داسې وې چې (بريالی) او (پاتې) به يوازې لوستونکي کاته، مګر دلته د بريالي او ناکام اعلان په داسې توګه کېږي چې ټول پرې خبرېږي، له همدې امله ټول د آزموينې د نتايجو اعلان ته شېبې شماري، په ځينو دا شېبې له قيامت هم سختې دي او ځينې نور ورته امېدونه لري.
کله چې په دې سيمې ورپېښ شې؛ نو له ژوند به دې زړه تور شي او د ژوند په حقيقت به پوه شې، وبه پوهېږې چې دنيا څه ده؟ او په دنيا کې ژوند څه دی؟ په هغوی بې چاره ګانو به دې زړه خوږ شي چې د دنيا په يوه بې وفا توکي نازونه کوي او «غرور» ېې له اسمان سره ډغرې وهي!
کاش موږ پوهېدلی، دا سيمه مو د ژوند په مهالوېش کتلی، دا سيمه (هديره) نومېږي او د دې سيمې اوسېدونکي د حقيقي ژوند په لور تلونکي (د قبرونو خاوندان) دي، اوس نو له هغوی فرصت تللی دی، موږ څه کوو او بايد
څه وکړو؟

مفتي وقايت الله – وقار

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *