دینې لیکنې

د آذان اورېدلو اسلام سره آشنا کړم!

فرید احمد (مبارز)
د عبدالله محي الدین د مسلمانیدو قیصه: الله (جل جلاله) په تاریکه شپه پسي متصل یو روښانه سهار راولي، په ستومانۍ پسي آرام را نصیب کوي او په دردونو پسي شفا راکوي.
غیر مسلمان د یو عالم سرګردانیو او پریشانیو په منځ کي د الله رب العزت هدایت نصیب کړي او د ابدي ژوند د کامیابۍ په لټه د ستړي ژوند په غیږ کي د لایزال خالق جل شانه محبت تر لاسه کړي.
نوی مسلمان امین عبدالله دغه حقیقت داسي بیانوي: زما کورنۍ نوم کلیفرډ فلتنر دی او زما اسلامي نوم امین عبدالله محي الدین دی. تر اسلام قبلولو مخکي د حقیقي دین د موندلو په موخه ما بېل بېل ادیان مطالعه کړه. زه عربستان ته ولاړم هلته مي آذان واوریدی، نو د خپل فلسطیني ملګري څخه مي و پوښتل چي دا څه دي؟ ده راته وویل: دا د اسلام دین دی، ما ځیني وپوښتل: اسلام څه شي دی؟ ده راته وویل: اسلام پر الله (جل جلاله) باندي ایمان درلودل دي.
نو ما له ځانه سره پریکړه وکړه چي دا هغه دین دی چي زه ئې د کلنو څخه په لټه کي یم.
زه لا مسلمان سوی نه وم چي د UN لخوا زموږ کاري ډله و مصر ته ولیږل سوه، چي دا زما لپاره یو ښه موقع وه، زه الازهر ته ولاړم، مطالعه مي وکړه او معلومات مي تر لاسه کړه. هلته په کاري کمپ کي راسره مصریانو کار کاوه، هغوی به کتابونه راته راوړل او لږ لږ عربي ئې را زده کړه.
غیر مسلمان و اسلام ته په راتګ سره د ځان لپاره نوم انتخابوي او په خپله خوښه یو اسلامي خوږ نوم غوره کوي، امین عبدالله خپل د نوم ایښودنه داسي انتخابوي: ما له ځانه سره پریکړه وکړه چي باید اسلام دین ومنم او د ځان لپاره مي د امین نوم غوره کړی، د عبدالله نوم مي د قرآن کریم څخه واخیست او د محي الدین نوم مي خوب کي ولیدی او ومي لیکی، نو د امین عبدالله محي الدین نوم مي انتخاب کړئ. د هغه وخت څخه تر اوسه زه د اسلام سره مینه لرم، اسلام مطالعه کوم او کوښښ کوم چي اسلام عملي کړم. الحمدلله
په اسلام کي یو مسلمان بل مسلمان ته د قرآن څخه نصیحت کوي، د هرڅه جواب په قرآن کریم، نبوي احادیثو او د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) په طریقه کښي موندلای سي.
د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د ژوند څخه ما امانت، د هغه کړه وړه، د نورو خیال ساتل، د مشرانو احترام او د غریبانو سره کومک زده کړه او دا هغه څه دي چي زه ئې اوس په خپل ژوند کي عملي کوم.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *