شعرونه

د آزادۍ فکر

امین وردګ

د غلامۍ زینار چې مات شي سر له داره وزي
فکر په خپله د تحریم له انحصاره وزي
د خط او خال له تیندکونو سره جوړ نه راځي
د عشق لمنه کې د حسن له مداره وزي
خیال د هوَس پر نیلۍ نه سپریږي ځان ټولوي
طبیعت هم د فلاکت له انتظاره وزي
عشق او جنون چې سره یو شي صبر کډه وکړي
قهر چې ونیسي میدان عقل له کاره وزي
چې د لمر وړانګې یې د پاڼو مخ ته تب ورکوي
ګلابي رنګ د شبنمونو له سهاره وزي
چې پلار او مور یې د اوباشو پر دېګدان ولاړ وي
نو اولادونه ب یې خود له کار باره وزي
که د امین غوندې څوک سر وهي له کاڼو سره
نو خامخا به د ملګرو له قطاره وزي

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close