تاریخ او جغرافیهلیکنې

د ابن سلول اولاد او د وخت ابو خطل وپېژنئ !!

لكه څرنگه چې د اسلامي تاريخ او سير كتابونه عبدالله بن ابی بن سلول په رئيس المنافقين را پېژني؛ همغسې نوموړی په منافقت او پټې اسلام دښمنۍ كې نبوغ او بلوغ ته رسېدلی او د وخت او را وروسته۱۴پېړيو د منافقينو سرلاری گڼل كېږي، د هغه په گډون د وخت منافقين په ښكاره د نبي عليه الصلوة والسلام اصحابان و، جامې، پټكي، ږيرې او همدارنگه خوشبويي، مسواك او هغه ټول يې كارول چې په ټولنه كې به يو څوك پرې رښتونی مؤمن او غوره صحابي پېژندل كېده، په وړو نيكيو او هغو كارونو كې به يې له رښتونو اصحابانو د وړاندې كېدو هڅه كوله چې ډېر ستونزمن به نه و او يا به يې د خپل منافقت پټولو لپاره اړين گڼل، آن له كافرانو سره د وخت پر وخت پټو ليدنو پر مهال به كفري ټولنه كې له ورايه يو كلك مؤمن برېښېده او ښكاره څيرې به يې د پټ كفر په اړه ښه تكړه كافران هم په شك كې اچولي و. دا چې منافقين هغه وخت هم په اسلامي ټولنه كې د يوې داسې استخباراتي پروژې په رول كې و چې آن خپله كفري ټولنه كې هم چا نه پېژندل او گرسره نفاق او منافقت يوه لاينحل معما وه؛ عادي كافرانو ته دا ټكی ډېر هېښونكی و چې څرنگه يو دومره تكړه مؤمن زموږ ټولنې ته راځي او ناسته ولاړه پالي؟ له لومړي سره به ښايي ځينو دا هم چې موږ هم اسلام ته دعوتوي او اړوي. د دغې استخباراتي پروژې غړي په اسلامي ټولنه كې نبي عليه الصلوة والسلام هم د وحې له لارې پېژندل او ځينې وخت د وحې له راتلو وړاندې پرې تېروتلی هم دی، د منافقون مباركه سوره چې په كومو اياتونو پيلېږي؛ دغه اياتونه د منافقينو پر خبرو د نبي عليه الصلوة والسلام له تېروتنې وروسته د هغه صلی الله عليه وسلم د متوجې كېدو په موخه نازل شوي، كيسه داسي وه: يو صحابي چې زيد بن ارقم نوميده؛ د عبدالله بن ابی ابن سلول دا خبره يې نبي عليه الصلوة والسلام ته واوروله چې هغه ويلي و: د نبي عليه الصلوة والسلام پر ملگرو لگښت مه كوئ، خو نوموړي منافق او ملگرو يې هغه عليه الصلوة والسلام ته په قسمونو خوړلو سره ډاډ ور كړ چې دا خبره يې نه ده كړې او زيد(العياذبالله)دروغ وايي، نبي عليه الصلوة والسلام زيد ورټه، وروسته دغه اياتونه نازل شول، د زيد رښتونولي او له دروغو څخه يې برأت وشو او نبي عليه الصلوة والسلام پرې خپلې تېروتنې ته متوجې شو او منافقين او د خبرې واقعيت يې درك كړل.

ابو خطل بيا له هغو څلورو تنانو و چې نبي عليه الصلوة والسلام يې د وژلو حكم كړی و، نوموړی له اسلامه واوښت او له مسلمانانو سره له يوې نښتې وروسته يې له وېرې په حرم شريف كې په داسي شكل پناه اخيستې وه چې د بيت الله شريفې په پردو پورې يې ځان نښولی و، ترڅو حرم شريف ته د مسلمانانو له درنښته په استفاده له وژلو خوندي شي، خو نبي عليه الصلوة والسلام يې هملته هم د وژلو امر وكړ او ووژل شو. اوس د اسلامي امارت چارواكي او مسئولين بايد هم خپله متوجې وي او هم په ولسي او د نظام په كچه دا فكر عام كړي چې د ابن سلول اولاد او د وخت ابو خطل نسل تر ټولو او له بل هر وخت اوس پراخ دی، د خپلو شومو موخو لپاره او د افشا كېدو له وېرې يو په بل پورې نښلي او پناه ورپورې اخلي او د نظام د ليكو په دننه او هم يې تر سيوري لاندې ولسي جوړښت كې پرلپسې لگيا دي پخواني او رښتوني مجاهدين له تاسو او تاسو يو له بله لرې او هم خفه كوي او د پرديو د لاسپوڅيز مخالفت شومې موخې يې لاهم هماغسې پاتې وي يا لږ تر لږه له دغې لارې له ترلاسه كړي فرصته په گټې اخيستنې له پخوانيو مجاهدينو د غچ اخيستنې او د ځان اړوند پټو حقائقو له افشاگرۍ يې پر خوله د لاس نيولو هڅې كوي، خو چې اوس يې په خپل سياسي رنگ او نوم نشي پاللای؛ شخصي نوم ور كوي، پټې شيطاني پلمې او دسيسې ورته پكار اچوي او آن داسې موارد يې هم شته چې نظام كې هم دنده، خو ورسره هم مهاله د همدې دندې، نظام او مشرانو له حيثيته په گټې اخيستنې پر بل نوم بيا هماغه مخالفې شومې موخې او غچ اخيستنې هم تعقيبېږي او لكه د تېر رژيم لاسپوڅو به چې له ياد حيثيته په گټې اخيستنې څوك داړل؛ نن له پخوانيو مجاهدينو د غچ اخيستنې هم همغه كړنلاره ده، په دومره توپير چې د مجاهد پر وړاندې خپلوان، ساده او سيمه ييز وگړي د مادي امتياز په بدل كې پارول كېږي، ترڅو د لړلې ماضي له هماغو پټو حقائقو سره يې د دغو كړنو تړاو په ډاگه كېدل څه چې آن خپله پكې ښكېل لا هم ونه پېژندل شي، خو كه اړتيا شي، بله لاره او چاره هم نه وي او ممكنه هم وي؛ پكې په كومه پلمه ځان خپله هم پكې ښكېلوي.

خو چې دا لړۍ له كوم وخت او دركه را روانه ده، څرنگه پټه او پوښلې ده، يو مخالف څرنگه دلته له خپل مخالفت سره راشي او تر ډېره ورك هم شي، د راتلو لاره او پل څرنگه وركوي، دلته فرصتونه څرنگه لټوي-پيدا كوي-استفاده كوي او…كه وحې اوس هم راتلی يا كه نبي عليه الصلوة والسلام ژوندی وی؛ نو چې هرڅوك او په هر مشر، وزير، رئيس، متنفذ او ټولنيز شخصيت، مجاهد، جهاد-اسلام پال پوري نښتی وي او هغه يې ننگه هم كوي؛ ډېر ژر، ژور او كره مو هم پېژندلی شو او پر بشپړ باور د اوسني هر ابوخطل چاره به هم هماغه وژنه وه، نه هغسې عفوه او يا له عفوې هغسې استفاده چې كېږي او بيا به د اوسني اسلامي نظام سپېڅلتيا هم په هغه حد كې وه چې د مخالف له سره د ورننوتو سوچ وتښتوي. اوس عام فكر دا جوړ شوی چې د ابن سلول اولاد او د وخت د ابوخطل د نسل لړۍ د اشغال له تېښتې او د فتحې له لومړيو شېبو چې په خپل نوم كړې مقطع يې وه، را پيل ده او موخې يې دندو ته رسېدل او په واك كې پاتې كېدل دي، خو دا يو غولونكی فكر دی، سرسخت دښمن د خپل سيال ترلاس لاندې دندې او واك باندې هيڅ خپلې پټې موخې، هويت او گټې نه ور كوي، بلكې د ترلاسه كولو لپاره يې د بديلې لارې په توگه هغه استفاده كوي. د نبي عليه الصلوة والسلام د وخت منافقينو هم چې په ښكاره كفر كې كومې موخې او گټې نه شوی ترلاسه كولی، د بديل په توگه يې ښكاره اسلام منلو او د نفاق كفر ته تن ور كړ. اوس هم د اسلامي امارت د بريا له لومړيو څركونو او اوږدې مودې راسې يو تن او په ځانگړې هغه چې په پخواني مخالفت كې يې هم زور پر جاسوسۍ او د مجاهدينو ترمنځ په درز اچولو و؛ را ولاړېږي او د يو عادي خپلوان، قومي او را خپل كړي مجاهد انډيوال له لارې ليكو ته ننوځي او لوړ پوړو مشرانو ته په رسېدو او ور پورې نښتو سره بيا د هويت پټونې، لا وړاندې تگ او وركېدو لپاره نويو اكټونو ترسره كولو كې بېرته همغه خپلوان، قومي او مجاهد خنډ گڼي، نو لومړۍ هڅه يې هم له هغه سره د شخړې جوړولو وي او بيا كه د پلمو له لارې وتوانېږي د شخصي رقابت او كورنۍ مسئلې په نوم ور كولو سره د تېر مخالفت سياسي غچ هم له همده اخلي، ځينې وخت او ځای لا دا هم ډاگيز وايي چې نوموړی مو ماضي افشا كوي او بيا نه د شريعت پرېكړې، نه د كورنۍ غړو-خپلوانو-قومي مشرانو او نه هيڅ حل لارې او لاسوهنې ته ځای ور كوي، بلکې د دې د مخنيوي لپاره په هممهال ډول پر ټول توان په عام نظر هرڅه سم ښيي او همدا يې له يادې بديلې لارې د خپلو موخو د تعقيب پيل وي.

جبريل سعد

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *