شعرونه
د اجل سلګۍ- عبدالله عزام
د کور خوا کې راته پروت دی، او غړمبیږي
د ښامـــار رګــو کې زما وینه بهیــــــږي
خــــر، سړی په نصیحت او وعظ نه شــه
تر مکې که یـــې وهې، نه حاجـــي کیـږي
د اجـــل سلګۍ وهــم، «القانون» لاس کې
د سینا زوی نشـــته، نور پرې نه پوهـــــیږي
چــــــې له ګوتو مې قلم پرېوته، ړوند شوم
خوب مې ولیـــــد خلکو، څـنګه تعبیریږي؟
د هندارو ســــوداګرو! ځــــواب راکــــړئ
دا مــــات شوي زړونه څـــــرنګه جوړیږي؟
نه مــــې خپل وساتل خپل، نه پردي خپل شول
سیاســـــت ته او خدای «عزامه!» داسې کیږي؟
يادونه: القانون د طب په موضوع کې د ابن سینا مشهور کتاب دی چې نړیوال ډاکټران په معاصر طب کې ترې په پراخه کچه استفاده کوي.