دینې لیکنې

د اخلاص سورت فضایل شپږمه برخه

۳۶ ــ عن ابن عباس رضي الله عنه قال: قال رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ: اذا زلزلت تعدل نصف القرآن، و قل هوَ الله احد تعدل ثلث القرآن، و قل یا یها الکافرون تعدل ربع القرآن.
(أخرجه الترمذی، کتاب فضائل القرآن، باب ما جاء فی اذا زلزلت، رقم الحدیث: ۲۸۹۹)
ژباړه: له حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنهما نه روایت دی، وايي:: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ووېل: (اذا زلزلت) د اجر او ثواب له مخې له نیمايي قرآن سره برابر دی او (قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدْ) د قرآن له دریمې حصې او (قل یا ایها الکافرون) د قرآن له څلورمې برخې سره برابر دی.
۳۷ ــ عن انس رضي الله عنه قال: قال رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ من قرأَ قل هوَ الله احد مرَّة بُوْرِک عَلیهِ فَاِنْ قَرَاهَا مَرَّتَیْنِ بُوْرِکَ عَلیه و علی اهله فان قَرَأهاَ ثَلاثًا بُوْرِکَ عَلَیه و عَلی اهله وجیرانه وان قراها اثنتی عَشْرَةً مرَّةً بنی الله له بها اثنی عشر قصراً فی الجنة و تقول الحفظة انطلقوا بنا ننظر الی قصور اخینا، فان قراها مائة مرة کُفِرَ عنه ذنوب خمس و عشرین سنة ما خلا الدماءُ والاموال فان قراها ما ئتی مرة کفر عنه ذنوب خمسین سنة ما خلا الدماءُ والاموال وان قراها ثلاث مائة مرة کتب الله له اجر اربع مائة شهید کل قد عقر جواره واهریق دمه وان قراها الف مرة لم یمت حتی یری مکانه من الجنة او یُرِیَ له.
(کنز العمال، کتاب الاذکار: ۱ / ۲۹۹، حدیث: ۲۷۳۵)
ژباړه: له حضرت انس رضي الله عنه نه روایت دی، وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: که چا یو وار (قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدْ) ولوست، یوازې پر ده به برکت نازل شي، که دوه ځل یې تلاوت کړ، هم په ده هم یې په اهل و عیال برکت نازلیږي. او که درې ځلې یې ولوست؛ نو هم په ده، هم یې په اهل و عیال او هم به یې په ګاونډېانو برکت نازل شي او که چا دولس ځله دغه سورت ولوست؛ نو الله سبحانه و تعالی به په بدل کې په جنت کې دولس ماڼۍ جوړې کړي. حفظه ملایکې به ووايي: راځئ چې د خپل ورور ماڼۍ وګورو! او که چا سل وارې تلاوت کړ؛ نو له خون (قتل) او حرامو نه پرته به یې د پنځه ویشت کالو ګناه محوه (ختمه) کړل شي او که چا درې سوه (۳۰۰) ځلې ولوست؛ نو الله جل جلاله به لکه د څلور سوه (۴۰۰) شهیدانو هومره چې بدن یې ټپي او وینې یې توی شوې وي، ثواب ورته ولیکي. او که چا زر (۱۰۰۰) وارې (قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدْ) تلاوت کړ؛ نو تر هغې به ونه مري، تر څو خپل مکان (ماڼۍ) جنت کې ونه ویني يا ور ښکاره نه کړل شي.
۳۸ ــ عن علی بن ابی طالب رضي الله عنه قال: قال رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ من مر علی المقابر وقرأ (قل هوَ الله احد) احدی عشر مرة ثم وهب اجره للاموات اعطی من الاجر بعدد الاموات.
(فضائل سورة الاخلاص و ما لقارئها: ۱ / ۱۰۲ / ۵۴، مطالب اولی النهی فی شرح غایة المنتهی: ۵ / ۹و مواهب الجلیل فی شرح مختصر الخلیل: ۵ / ۴۵۲)، مراقی الفلاح: ۱ / ۲۳۳)، رد المختار: ۲ / ۵۹۶، فتح القدیر: ۳ / ۱۴۳)
ژباړه: له حضرت علي بن ابي طالب نه روایت دی، وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې په کومه هدیره تېر شو او یوولس (۱۱) ځلې یې (قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدْ) ولوست او ثواب یې مړو ته وباښه نو ده ته به د مړو د شمیر هومره اجر ورکړل شي.
۳۹ ــ عن انس بن مالک رضي الله عنه ان رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ قال لرجل من اصحابه: هل تزوجت یا فلان؟ قال: لا والله یا رسول الله، ولا عندی ما اتزوج به، قال: الیس معک قل هوَ الله احد؟ قال: بلی، قال: ثلث القرآن قال: الیس معک اذا جآء نصر الله والفتح؟ قال: بلی، قال: ربع القرآن، قال الیس معک قل یا ایها الکافرون؟ قال: بلی، قال: ربع القرآن، قال الیس معک اذا زلزلت الارض؟ قال: بلی، قال: ربع القرآن، قال: تزوج تزوج.
(اخرجه الترمذی، کتاب فضائل القرآن، باب ما جآء فی اذا زلزلت رقم الحدیث: ۲۹۰۰)
ژباړه: له حضرت انس بن مالک رضي الله عنه نه روایت دی، وايي رسول الله صلی الله علیه وسلم له اصحابو کرامو رضي الله عنهم نه کوم یو ته ووېل: ته نکاح نه کوې؟ نو هغه ووېل: نه، په الله جل جلاله سوګند یا رسول الله صلی الله علیه وسلم ما سره څه نشته چې نکاح ورباندې وکړم. رسول الله صلی الله علیه وسلم ووېل: آیا تا سره (قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدْ) نشته. نو هغه ووېل: ولې نه! رسول الله صلی الله علیه وسلم ووېل: دا د قرآن دریمه حصه ده. بیا یې وویل تا سره (اذا جاء نصر الله والفتح) نشته؛ نو هغه ووېل: ولې نه! رسول الله صلی الله علیه وسلم ووېل دا د قرآن څلورمه برخه ده. بیا یې ووېل: آیا تا سره (اذا زلزلت الارض) نشته، هغه ووېل: ولې نه. رسول الله صلی الله علیه وسلم ووېل: دا هم د قرآن څلورمه برخه ده. بیا نبي علیه السلام ووېل: نکاح وکړه، نکاح وکړه.
۴۰ ــ عن عبدالله بن شخیر رضي الله عنه قال رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ من قرأ (قل هوَ الله احد) فی مرضه الذی یموت فیه لم یفتن فی قبره، وأَمنَ من ضغطة القبر، وحملته الملائکة یوم القیامة بأَکفها حتی تجیزه الصراط الی الجنة.
(اخرجه الطبرانی فی المعجم الاوسط: ۳۶۷)
ژباړه: له حضرت عبدالله بن شخیر رضي الله عنه نه روایت دی، وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: چا چې: (قل هوَ الله احد) د مرګ په ناروغۍ کې ولوستلو؛ نو د قبر د عذاب په ازمایښت کې به راګیر نشي او د قبر له تنګېدو به خوندي شي (امن کې پاته شي) او د قیامت په ورځ به یې پریښتې په خپلو اوږو واخلي، په صراط پله به یې تېر او جنت ته به یې ور ولي.
۴۱ ــ عن ابی هریرة رضي الله عنه قال: قَالَ: رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ من قرأ (قل هوَ الله احد) اثنتی عشرة مرّةً بعد صلاة الفجر فکانها قرأ القرآن أربع مرات و کان افضل اهل الارض یومئذٍ اذا اتقی.
(رواه الطبرانی فی المعجم الصغیر: ۱ /۶۱، و کنز العمال: ۱ / ۲۹۸)
ژباړه: حضرت ابو هریره رضي الله عنه نه روایت دی، وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: چا چې د سهار له لمانځه وروسته دولس (۱۲) وارې (قل هوَ الله احد) ولوست داسې دی لکه: څلور ځله یې چې قرآن تلاوت کړی وي او که ګناه یې ونکړه؛ نو دی به په دغه ورځ د زمکې له ټولو موجوداتو نه ډېر غوره (افضل) وي.

 خالد مشعل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *