دینې لیکنېلیکنې

د اخلاص سورت فضایل څلورمه برخه

۲۳ ــ عَنْ عائشة رَضِیَ اللهُ عنْهَا أنَّ النَّبِیَّ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: مَنْ قَرَاَ بَعْدَ صَلوةِ الْجُمْعَةِ (قُلْ هْوَ و قُلْ اَعُوْذُ و قُلْ اَعُوْذُ ب) سَبْعَ مَرَّاتٍ اَعَاذَهُ اللهُ بِهَا مِنَ السُّوءِ اِلیَ الْجُمعَةِ الْاُخْری.
(أخرجه ابن السنی فی عمل الیوم واللیلة: ۱ / ۱۴۵)
ژباړه: له حضرت عایشې رضي الله عنها نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: څوک چې د جُمعې له لمانځه وروسته اوه اوه ځلې (قُلْ هْوَ ، قُلْ اَعُوْذُ او قُلْ اَعُوْذُ ّ) ولولي؛ نو تر بلې جُمعې به یې الله جل جلاله له بدیو وساتي.
۲۴ ــ عَنْ عائشة رَضِیَ اللهُ عنْهَا أنَ رَسُوْلَ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: مَنْ قَرَاَ اِذَ سَلَّمَ الَامَامَ یَوْمَ الْجُمعَةِ قَبْلَ آنْ یُثَنّیَ رِجْلَیْهَ (فَاتِحَةَ الْکِتَابِ وقُلْ هُوَ و قُلْ اَعُوْذُ و قُلْ اَعُوْذُ ِّ) سَبْعًا سَبْعًا غُفِرَلَهُ مَا تَقَدَّمَ مِنْ ذَنْبِه وَ مَا تَاَخَّرَ وَ أُعْطِیَ مِنَ الْاَجْرِ بِعَدَدِ کُلِ مَنْ امَنَ باللهِ وَالْیَوْمِ الْآخِرِ.
(الخصال المکفرة للذنوب المتقدمة والمتاخرة لابن حجر عسقلانی رحمه الله، ص: ۹۸)
ژباړه: له عایشې رضي الله عنها روایت دی، چې نبي علیه السلام ووېل: کوم کس چې د جُمعې په ورځ د امام له سلام ګرځولو نه وروسته لا پښې نه وي راغونډې کړې (هماغسې د لمانځه په څېر ناست وي) او اوه اوه ځلې (سورة الفاتحه ، قُلْ هْوَ ، قُلْ اَعُوْذُ او قُلْ اَعُوْذُ ) ولولي؛ نو ده ته د مخکینیو او وروستنیو ګناهونو بښنه وشي او دومره اجر به ورکړل شي، څومره خلک چې په الله تعالی او د قیامت په ورځ باندې ایمان لري.
۲۵ ــ عَنْ ابن عباس رَضِیَ اللهُ عَنْهُما قَالَ رَسُوْلَ اللهِ صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ مَنْ قَرَاَ: قُلْ هُوَ دُبر کُلَّ صَلَاةٍ مَکْتُوْبَة عَشْرَ مَرَّاتٍ أَوْجَبَ اللهُ لَهُ رِضْوَانَهُ وَمَغْفِرَتَهُ.
(کنز العمال، کتاب الاذکار: ۱ / ۲۹۸)
ژباړه: له حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنهما نه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ووېل: څوک چې له هر فرض لمانځه وروسته لس ځلې (قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدْ) ولولي؛ نو الله تعالی به ترې خوښ شي او بښنه به ورته وکړي.
۲۶ ــ وعن اَیْفَعْ بن عبدالکلامی قال: قال رَجُل یا رسول الله اَیُّ سورة القرآن اعظم قال: (قُلْ هُوَ) قال: فایُّ ایةٍ فی القرآن اعظم قال: (ایة الکرسی: قال: فایُّ ایةٍ یا نبیَّ الله تُحِبُّ آنْ تُصیبک واُمّتک، قال خاتمة سورة البقرة فانها من خزائنِ رحمة الله تعالی من تحت عَرْشِه اعطاهَا هذه الاُمَّة لم تَتْرُک خَیْراً من خیر الدُّنیا والاخرةِ اِلاُّ اشْتَمَلَتْ علیه.
(رواه مشکوة المصابیحح، کتاب فضائل القرآن: (۱/۲۰۵ ،۲۰۶)
ژباړه: حضرت ایفع بن عبدالکلامي وايي: یو کس رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ووېل: یا رسول الله صلی الله علیه وسلم! د قرآن کریم تر ټولو ستر سورت کوم دی؟ نبي علیه السلام ووېل: (قُلْ هُوَْ). هغه بیا ووېل: په قرآن کریم کې تر ټولو اوچت آيت کوم دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ووېل: (ایة الکرسی: هغه وویل: کوم آيت ته خوښوې، چې تا او ستا امت ته ورسیږي؟ نبي علیه السلام ووېل: د بقرې سورت، اخرۍ برخه، بې شکه هغه وروستي آیتونه د الله جل جلاله د رحمت له خزانو څخه له عرش نه لاندې رانازل شوي او دې امت ته ورکړل شوي او د دنیا او اخرت کامیابي او خیر په کې موجود دی.
۲۷ ــ عن ابن عمر قال: من قرأ (قل هوَ) عشیة عرفة ألف مرّة اعطاه الله عزوجل ما سأل.
(کنز العمال، کتاب الاذکار: ۱ / ۲۹۹)
ژباړه: حضرت ابن عمر رضي الله عنهما وايي: څوک چې ماښام (د لمر له ډوبېدو وروسته) زر ځله سورة اخلاص ولولي؛ نو الله جل جلاله به هغه ته هغه څه ورکړي، چې دی یې غواړي.
۲۸ ــ عن تمیم الداری رَضِیَ اللهُ عَنْهُ قال: قال رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ: من قال (لا اله الا الله واحداً اَحداً صمداً لم یتخذ صاحبة ولا ولداً ولم یکن له کفواً احد) عشر مرات کتب الله له اربعین مائة الف حسنة.
(رواه ابن کثیر: ۴ / ۵۶۸)
ژباړه: له حضرت تمیم داري رضي الله عنه نه روایت دی، وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم ووېل: چا چې لس ځلې (لا اله الا الله واحداً اَحداً صمداً لم یتخذ صاحبة ولا ولدا ولم یکن له کفواً احد) ولوست؛ نو الله جل جلاله به څلوېښت لکه نیکۍ ورته ولیکي.
۲۹ ــ عن انس بن مالک رضي اللهُ عَنْهُ یقول: کنا مع رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ بتبوک فطلعت الشمس بضیاء وشعاع و نور لم نرها طلعت فیما مضی بمثله فأتی جبریل الی النبی صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ فقال: یا جبریل مالی اری الشمس طلعت بضیاء وشعاع و نور لم نرها طلعت فیما مضی؟ قال: ان ذلک معاویة بن اللیثی مات بالمدینة الیوم فبعث الله الیه سبعین الف ملک یصلون علیه قال: و فیم ذلک؟ قال کان یکثر قراءة (قُلْ هُوَ) فی الیل و فی النهار و فی ممشاه و قیامه وقعوده فهل لک یا رسول الله ان اقبض الارض فتصلی علیه، قال نعم فصلی علیه.
(رواه تفسیر ابن کثیر: ۴ / ۵۶۹، مسند ابی یعلی: ۷ / ۲۵۶، دلائل النبوة: ۵ / ۲۴۵)
ژباړه: له حضرت انس رضي الله عنه نه روایت دی، وایي: مونږ په تبوک کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره وو، یوه ورځ لمر راوخوت او داسې روښنايي، وړانګې او رڼا یې وه چې مخکې مونږ کله نه وه لېدلې. (رسول الله صلی الله علیه وسلم هم د دغه نور او روښنايي په ليدو تعجب کاو) دې کې ناڅاپه جبریل امین علیه السلام تشریف راووړ، نبي علیه السلام وپوښتل: څه لامل دی چې لمر له دغسې نور او روښنايي سره راختلی؟ هغه (جبرائیل علیه السلام) ووېل: د دې سبب د حضرت معاویه ابن معاویه اللیثي وفات دی (په مدینه منوره کې) چې الله سبحانه و تعالی اویا زره پریښتې د هغه جنازې ته ورلېږلې. نبي علیه السلام وپوښتل: اې جبرائیل علیه السلام، د دې فضلیت او کرامت سبب څه دی؟ حضرت جبرائیل علیه السلام ووېل: د دې لامل دا دی، چې هغه به (قُلْ هُوَ) ډېر لوستلو، د شپې، د ورځې، په ولاړې، په روانې او په ناسته! اې رسول الله صلی الله علیه وسلم! ته غواړې چې ورشې او لمونځ ورباندې اداء کړې؟ ویې وویل: هو! نو لمونځ یې پرې اداء کړ.

خالد مشعل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close