دینې لیکنېلیکنې

د اخلاص سورت فضایل

۳۰ ــ عن انس قال: نزل جبریل علی النبی صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ فقال: مات معاویة بن معاویة اللیثی، فتحب أن تصلی علیه؟ قال: نعم فضرب بجناحه الأرض، فلم تبق شجرة ولا اکمة ألا تضعضعت، فرفع سریره فنظر إلیه، فکبر علیه وخلفه صفان من الملائکة، فی کل صف سبعون ألف ملک، فقال النبی صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ یا جبریل، بم نال هذه المنزلة من الله تعالی؟ قال بحبه: (قُلْ هُوَ)، قراءته ایاها ذاهبا وجائیا قائماَ وقاعداَ، و علی کل حال.
(مسند أبی یعلی (۷ / ۲۵۸)
ژباړه: له حضرت انس رضي الله عنه نه روایت دی، وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم ته جبرائیل علیه السلام راغی، ورته ووېل: معاویه بن معاویه اللیثي وفات شوی، غواړې چې د هغه د جنازې لمونځ وکړې؟ نبي علیه السلام وويل: هو، نو جبرائیل امین خپل وزر په ځمکه وواهه، نه ونه او نه وړوکې غونډۍ وه؛ خو ټول روان شول، د هغه (معاویه) کټ اوچت شو. نبي علیه السلام ولېدلو او تکبیر یې وویلو: نبي علیه السلام پسې د پريښتو دوه صفه ولاړ وو. هر صف کې اویا زره ملایکې ولاړې وې. نبي علیه السلام وپوښتل: په څه څيز باندې دې درجې او مقام ته ورسېده؟ جبرائیل امین وفرمایل: (قُلْ هُوَ) سره یې مینه درلودله، په تلو، راتلو، ناسته، پاسته او هر حال کې به یې لوستلو.
۳۱ ــ عن عبدالله بن عمرو رَضِیَ اللهُ عَنْهُما: ان ابا ایوب الانصاری رَضِیَ اللهُ عَنْهُ کان فی المجلس وهوَ یقول: الا یستطیع احدکم ان یقوم بثلث القرآن کل لیلة؟ فقالوا: وهل یستطیع ذلک احد؟ قال: فان (قُلْ هُوَ) ثلث القرآن. قال: فجاء النبی صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ وهو یسمع ابا ایوب فقال: صدق ابو ایوب.
(رواه تفسیر ابن کثیر سورة الاخلاص: ۴ / ۵۶۷)
ژباړه: له حضرت عبدالله بن عمرو رضي الله عنهما نه روایت دی، چې په یوه غونډه کې حضرت ابو ایوب انصاري رضي الله عنه وویل: له تاسو نه کوم یو کولی شي چې په شپه کې د قرآن دریمه برخه تلاوت کړي؟ نو هغوی وویل، آیا څوک هم د دې طاقت لري؟ ویې ویل: (قُلْ هُوَ) د قرآن کریم دریمه برخه ده. حضرت عبدالله بن عمرو وايي، چې: په دې مهال نبي علیه السلام راغی او د ابو ایوب انصاري خبره یې واورېدله؛ نو ویې ویل: ابو ایوب رښتیا وايي.
۳۲ ــ عَنْ اَبِیْ الدرداء رَضِیَ اللهُ عَنْهُ ان رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ قال: ایعجزکم احدکم ان یقرأ فی لیلة: ثلث القرآن؟ قالوا و کیف یقرا ثلث القرآن قال (قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدْ) تعدل ثلث القرآن وفی روایة الاخری: ان الله جزّا القرآن ثلاثة اجزاء فجعل (قل هوَ) جزاً من اجزاء القرآن.
(أخرجه مسلم، کتاب فضائل القرآن: ۱ / ۲۷۱)
ژباړه: له حضرت ابو درداء رضي الله عنه څخه روایت دی، وايي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: آیا له تاسې کوم یو له دې عاجز (ناتوانه) دی، چې په یوه شپه کې د قرآن کریم دریمه برخه ولولي؟ صحابه کرامو رضي الله عنهم وویل چې: یوه شپه کې دریمه برخه قرآن څنګه لوستلی شي؟ نبي علیه السلام وويل چې: (قُلْ هُوَ) د قرآن کریم له دریمې برخې سره برابر دی، بل روایت داسې دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چې: الله جل جلاله قران کریم په دریو برخو وېشلی چې یوه دریمه (قُلْ هُوَ) دی.
۳۳ ــ عن ابی سعید رضي اللهُ عَنْهُ قال: قال رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ لا صحابه (ایعجزکم احدکم ان یقرأ ثلث القرآن فی لیلة) فشق ذلک علیهم و قالوا اینا یطیق ذلک یا رسول الله، فقال: (الله الواحد الصمد) ثلث القرآن.
(رواه البخاری، فضائل القرآن: ۲ / ۷۵۰)
ژباړه: له حضرت ابو سعید رضي الله عنه نه روایت دی، وايي: چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپلو اصحابو کرامو رضي الله عنهم ته وویل: تاسو کې څوک کولی شي، چې په یوه شپه کې د قرآن کریم دریمه برخه ولولي؟ دوی ته دا سخته ښکاره شوه، ویې ویل: څوک د دې توان لري، اې د الله رسوله! نو نبي علیه السلام وويل: (قُلْ هُوَ) د قرآن دریمه برخه ده.
۳۴ ــ عن ابن عبدالرحمن عن ابیه: ان النبی صلی الله علیه وسلم کان یقرا فی الوتر (سبح اسم، و قل یا ایها، و قل هوَ) فاذا سلَّم قال: سبحان الملک القدوس ثلاث مرَّاتٍ یرفع بالثالث صوته.
(مسند ابو دائود طیالسی: ۱ / ۳۷۲، واحمد، رقم الحدیث: ۱۵۳۹، والنسائی، رقم الحدیث ۱۷۳۱ ــ ۱۷۳۲ ــ ۱۷۳۵، والبیهقي: ۳ / ۴۱، والدار قطنی: ۲ / ۳۱، والسنن لابن ماجه، رقم الحدیث: ۱۱۸۲، الکبری للنسائی، رقم الحدیث: ۱۴۳۲، وابن حبان، رقم الحدیث: ۲۴۵۰، وابو داؤد، رقم الحدیث: ۱۴۲۳، والبغوی فی الجعدیات، رقم الحدیث ۴۹۱، وابو نعیم الحلیة: ۷ / ۱۸۱، والحاکم: ۲ / ۲۵۷، والطبرانی فی الاوسط، رقم الحدیث: ۱۶۶۶)
ژباړه: حضرت ابن عبدالرحمن رضي الله عنهما د خپل پلار له خولې روایت کوي، چې نبي صلی الله علیه وسلم په وترو کې (سورت الاعلی، الکافرون او اخلاص) لوستلو، چې سلام به یې وګرځولو؛ نو درې ځله به یې (سبحان الملک القدوس) ویلو، چې دریم وار به یې غږ اوچتولو.
۳۵ ــ عن انس بن مالک قال کان رجل من الانصار یومَّهم فی مسجد قباء فکان کلما افتتح سورة یقرأ لهم فی الصلاة یقرأ بها افتتح (بقل هوَ ا) حتی یفرع منها ثم یقرأ سورة اخری معها و کان یصنع ذلک فی کل رکعة فکلمه اصحابه فقالوا انک تقرأ هذه السورة ثم لا تری انها تجزئک حتی تقرأ بسورة اخری فاما ان تقرأ بها واما ان تدعها وتقرأ بسورة اخری، قال: ما انا بتارکها ان احببتم ان اومکم بها فعلت وان کرهتم ترکتُکم و کانوا یرونه افضلهم و کرهوا ان یومهم غیره فلما اتاهم النبی صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ اخبره الخبر فقال: یا فلان ما یمنعک مما یامر به اصحابک وما یحملک ان تقرا هذه السورة فی کل رکعة فقال یا رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ انی احبها فقال رسول الله صَلَّی اللهُ عَلَیْهِ وَسَلَّمَ: ان حُبَّها ادخلک الجنة.
(رواه الترمذی، فضائل القرآن: ۲ / ۱۳۳)
ژباړه: له حضرت انس رضي الله عنه نه روایت دی، وايي: چې یو انصاري د قُباء مسجد امام و، ده داسې عادت درلود، کله به چې د لمانځه لپاره راولاړ شو؛ نو له فاتحې (الحمد لله) وروسته به یې (قُلْ هُوَ ْ) لوستلو او ورپسې به یې بل سورت تلاوت کولو، دغه کار په ټولو رکعتونو کې د نوموړي معمول (عادت) و. خلکو هغه ته ووېل: چې ته دا سورت لولې؛ ته بیا نه ګورې، چې دا ستا بس دی، تر دې چې ته بل سورت ورسره لولې؛ خو که ته غواړې دا سورت پرېږدې دوهم یا بل سورت ولولې. هغه وويل زه دا طریقه نه پرېږدم، که تاسې غواړئ ما امام کړئ؛ نو امام مې کړئ او که نه غواړئ امامت پرېږدم. دې خلکو هغه له ټولو نه غوره باله، دوی دا نه غوښتل چې له ده پرته بل امام غوره کړي؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغو ته راغلو او هغه ته یې دا حال ووایه: رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه صحابي ته وفرمایل: ته د دې خلکو خبره ولې نه منې او څه لامل دی چې په هر رکعت کې دغه سورت (قُلْ هُوَ) لولې؟ هغه وویل: یا رسول الله! زما له دې سورت سره مینه ده؛ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وويل: چې د دې مینه به دې جنت ته
ننباسي.

پنځمه برخه / خالد مشعل

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *