سرمقالې

د اردغان بریا د اسلامي امت د خوښۍ یو بل زېری

د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې د رجب طیب اردغان بیا ځلې بریا د ترکیې ملت مینه څرګندوي په داسې هېواد کې چې له سلو کلونو په کې زیات سیکولر نظام واکمن و او د یوه سرسخت رقیب سره چې د نړۍ زیاتو هیوادونو یې حمایت او مرسته کوله په ولسمشریزو ټاکنو کې د اکثریت رايې ترلاسه کول او د هغه دوهم ځلي انتخاب او ټاکل له مسلمانانو سره د الهي نصرت له بیلګې پرته بل څه ګڼل کېدای شي د مسلمانانو لپاره د خوښۍ یو بل زیری او اسلامي امت ته د ویښتیا پیغام ورکوي او د نوموړي د ځیرکتیا، پوهې او له خپل هیواد او ملت سره د هغه بې کچه مینه څرګندوي چې ويې کړای شول خپل رقیبان مات او یو ځل بیا د هیواد د چارو واګې په خپل لاس کې واخلي چې په اړه یې نړۍ د بېلا بېلو هیوادونو لخوا هغه ته د مبارکۍ پیغامونه مخابره شوي دي، د ښاغلي اردغان د بیا ځلې انتخاب او ټاکنې په تړاو د افغانستان اسلامي امارت د رئیس الوزارء الحاج ملا محمد حسن اخند د مبارکۍ پیغام کې راغلي د ښاغلي جلالتمآب رجب طیب اردغان ته د ترکیې د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د بریا او د ترکیې د منتخب ولسمشر په توګه د بیا انتخابېدو مبارکې وایم له الله (ج) څخه هیله کوم چې ترکیې هیواد ته چې په سیمه او نړۍ کې ځانګړی اهمیت لري لا قوت، ثبات او د دین خدمت ور په برخه کړي د افغانستان او ترکیې د ولسونو ورورګلوي او دوستي دې همیشه اد دوامداره وي. وړمه ورځ د ترکیې د جمهوري ریاست دوهم پړاو ټاکنې وشوې چې اوسني جمهور رئیس رجب طیب اردوغان ۵۲،۱۴ سلنه رایو په ګټلو سره د دریم ځل لپاره جمهور رئیس وټاکل شو د ترکیې د ټاکنو عالي کمیټې مشر احمد ییز وړمه شپه ناوخته اعلان وکړ چې رجب طیب اردغان ۵۲،۱۴ او کمال قلیچدار بیا ۴۷،۸۶ سلنه رای ګټلی دي د نوموړي سیال کمال قلیچدارهم په تر سره شویو ټاکنو کې خپله ماته منلې او ویلي یې دي چې ترکیه به له ډېرو لویو ستونزو سره مخ شي بل لورته رجب طیب اردغان ته د هغه د بریاليتوت له امله د نړۍ ګڼو هیوادونو جمهور رئیسانو او مشرانو مبارکې ویلې، دغه انتخابات که څه هم ډیر پیچلي ؤ د اردوغان بریا لوی ویاړ بولو، دغه ستره بریا دې هغه ته مبارک وي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *