اعلامیې

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبرتیا !

د (۲۰۴۱) تعلیمی کال لپاره د امامانو او خطیبانو د روزنې (ستاژ) لپاره نوی نوم لیکنه پیلیږی د علم او پوهې مینه والو، د دیني مدارسو د لوی دورې فارغان کولی شي په الندې شرایطو کې ګډون وکړي:
د تدریب ائمه ستاژ لپاره د منلو شرایط:
۱- د افغانستان تابعیت ولری.
۲- له دیني مدارسو څخه د لوی دورې د فراغت سند درلودل.
۳- اصلي علمي اسناد او د هغې کاپي له ځانه سره ولرئ.
۴- اصلي پېژندپاڼه (تذکره) او د هغې کاپي د څلور قطعو عکسونو سره (۳/۴).
۵- په دواړو ژبو (پښتو او دري) سره بلدیت ولري.
۶- سیرت او صورت یې بايد د شريعت مطابق وي.
د تدریب ائمه ستاژ ځانګړتیاوې:
۱- د ستاژ دورې فارغانو ته په جوماتونو کې امامت ته لومړیتوب ورکول کیږي.
۲- د ستاژ دورې فارغانو ته چې د حاجیانو معلمین دی لومړیتوب ورکول کیږي.
۳- د ستاژ دورې زده کړیاالنو لپاره د دوی د تګ راتګ کرایه ورکول کیږي.
۴- د تدریب ائمه ستاژ د زده کړیاالنو لپاره د وړیا عربي ژبې روزنې د زمینې برابرول.
نوټ: علاقمندان کولی شي د ۲۰۴۲ هجري قمري کال د حوت میاشتې د لسمې نیټې څخه نوم لیکنې لپاره
لاندې پتې ته لاړ شئ.
پته: د میدان هوایي څلور لاری ته ترڅېرمه، د تدریت ائمه انسټیټوټ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *