لیکنېمقالی اوتبصرې

د اسلامي امارت د غونډو حق دې نور نړیوال نه خوري !

یو شمېر افغانان وایي، د اسلامي امارت حکومت استازیو ته باید د ملګرو ملتونو له خوا په جوړېدونکو غونډو کې دې د ګډون حق ورکړل شي.
دوی زیاتوي، د اسلامي امارت د حکومت په راتګ سره پوره امن راغلی او نړیوال دې نور له بهانې کولو لاس په سر شي او له حاکم حکومت سره دې د میرې مور له چلند کولو لاس واخلي.
اکرام الله او الهام وایي، نړیوال دې د افغانانو حقونو ته ژمن شي؛ ځکه اوس چې په افغانستان کې کوم حکومت حاکم دی په هره غونډه کې باید د ګډون بلنه ورکړل شي.
د دوی په وینا هره غونډه کې چې د افغانستان مسایل مطرح کېږي باید د حاکم حکومت استازي یې برخه وال وي او که داسې نه وي هره غونډه، چې د افغانستان په اړه کېږي هغه به هېڅ نتیجه نه ورکوي.
اکرام الله وایي:»اوس د اسلامي امارت حکومت حاکم دی، نړیوال چې د افغانستان په اړه هره غونډه کوي باید داسلامي امارت غړو ته بلنه ورکړي او که داسې نه وي هېڅ پایله دغه شان غونډې نه لري. مسایل په دغه شان غونډو کې د افغانستان مطرح کېږي خو د افغانانو استازی په کې نه وي؛ نو نړیوال څه پوهېږي، چې افغانان کومې ستونزې لري او له کومو مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دي. مخکې امنیت نه و اوس خو پوره امنیت راغلی، نړیوال دې له خپلې سر زورۍ تېر شي او د حاکم حکومت غړو سره دې تعامل وکړي.»
الهام زیاتوي:» نړیوال هسې بهانې کوي، افغانستان لومړیتوب لري په هغه غونډو کې چې د افغانستان په اړه جوړېږي، نور څوک د افغانانو استازولي نه شي کولای، د ګاونډیو هېوادونو مشران د افغانانو په غونډه کې د افغانانو استازیتوب کوي، چې دا هېڅ افغان ته د منلو نه ده.اوس موږ مستقل حکومت لرو، هره پرېکړه یې افغانانو ته د منلو ده. مخکې به جګړې وې او دوامداره وژنې او چاودنې به وې اوس چې امنیت راغلی باید نړیوال زموږ د حکومت حق نور ضایع نه کړي.»
د افغانستان په تړاو چې په اوس وخت کې هره غونډه جوړېږي د حاکم حکومت غړو ته بلنه نه ورکول کېږي او په اړه یې د ګاونډیو هېوادونو چارواکي بې ځایه څرګندونې کوي، چې وخت نا وخت د ټولنیزو رسنیو کاروونکو سربېره د افغانانو له عکس العمل سره مخ کېږي.
د یکشنبې په ورځ د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني د افغانستان لپاره د ملګروملتونو له ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا سره په لیدنه کې غوښتنه کړې چې په وروستیو څه کم دوه کلونو کې په افغانستان کې امنیت د پام وړ ښه شوی او د اسلامي امارت استازیو ته باید د ملګرو ملتونو له‌خوا په جوړېدونکو غونډو کې د ګډون حق ورکړل شي. یاد وزارت ویلي، چې مېرمن اوتونبایووا هم منلې چې په دې وروستیو کې امینت ډېر ښه شوی او له لیرې سیمو مرکزونوته د خلکو تګ راتګ زیات شوی.
نوموړې همدارنګه ژمنه کړې، چې د اختلافاتو سره سره به په مختلفو برخو کې له افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي.

پامیر وطنوال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *