لیکنېمقالی اوتبصرې

د اسلامي امارت سیاسي او دیپلوماتیکه دستګاه!

تېر شل کاله چې مبارزه روانه وه د اشغال په ضد باندي نو د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي کمیسیون په نوم باندي سیاسي فعالیتونه درلودل او د نړۍ د مختلفو هیوادونو سره يې اړیکې ټېنګي کړي وې؛
چې بالآخره د قطر هیواد پلازمېنه دوحه کې د څه باندي یو نیم کال سیاسي مذاکراتو وروسته د افغانستان څلوېښت کلن اوږد جنګ ته پائ ټکي کېښودل شو اسلامي امارت په سیاسي پالیسۍ سره نړۍ دې ته مجبوره کړه چې خپل نظامي حضور ته د پائ ټکي کېږدي او خپل نظامي ماموریت نور پائ ته ورسوي، او ددې تر څنګ یې داسې یو تړون لاسلیک چې پکې اسلامي او افغاني ارزښتونه خوندي وه او پر داسې مادو یې هوکړي وکړې چې د افغانستان او افغانانو مفاد پکې خوندي وه چې بالآخره په کامیابي سره پائ ته ورسېدل.
وروسته تر هغه چې کله په ۱۵م د اګست افغانستان د اشغال څخه خلاص او یو خپلواک اسلامي نظام منځته راغلئ اسلامي امارت په لومړي قدم سره د خپلو شپږو ګاونډي هیوادونو سره راشه درشه زیاته کړه او په دې وتوانېدل چې د شپږو ګاونډي هیوادونو سره اړیکي نارمل/ عادي حالت ته راټیټي کړې چې په دې سره د هیواد ټول بندرونه لکه: اسلام قلعه، تورغونډۍ، حېرتان، شېرخان، آقینه، بولدک او تورخم د تجارت پر مخ پرانیستل سول او یو تجارتي دهلېز جوړ سو او تجارانو ته سهولتونه برابر
سوه.
او په دوهم قدم کې د اسلامي امارت سیاسي استازولۍ لسګونه سفرونه مختلفو هیوادونو ته ترسره کړه د مثال په ډول: قطر، ترکیه، همسایه هیوادونه، د سیمي هیوادونه حتا تر اروپا او ناروې پوري يې سیاسي او رسمي سفرونه ترسره کړه،او د هیوادونو سره یې رسمي اړیکي ورغولې او هغه تبلیغات چې د اسلامي امارت په خلاف سوي وه اسلامي امارت خپله حقیقي څهره په خپله وښودل، او هم هلته یې د سیاسي اړیکو د ټینګښت سربېره په ځینو هیوادونو کې خپلو سفارتونو ته خپل رسمي دیپلوماتان ولېږل او سفارتونه هم فعال شول. د مثال په ډول: پاکستان، ایران، ازبکستان، ترکمنستان، قرغزستان، قطر، روسیه، چین، متحده عرب امارات، ترکیه او داسې نور.. او همداسې د نړۍ په ډېرو هیوادونو کې داسې سفارتونه سته چې د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سره عملا همکار دي او د بهرنیو چارو وزارت په اطاعت کې دي او خپله خدمات وړاندي
کوي.
د اسلامي امارت سیاسي استازولۍ په تېر څه باندي یونیم کال کې په دې وتوانېدل چې د نړۍ د بېلابېلو هیوادونو څخه د پنځوس په شاوخوا کې لوړپوړي او منځپوړي چارواکي راغلل او د اسلامي امارت د مشرانو سره یې ولیدل او د مثبتو خاطرو سره بیرته ستانه سوه چې په دې چارواکو کې خارجه وزیران، خاص استازي، تجارتي وفدونه او د علماوؤ وفدونه هم پکې شامل وه او اوس هم دا تسلسل جریان لري چې دا یو ډېر ښه پرمختګ دی.
د اسلامي امارت سیاسي استازولۍ نه یواځي د دوست او ګاونډیو هیوادونو سره خبري شروع کړې بلکې د اوروپايي هیوادونو، د ناټو غړو هیوادونو او د امریکا متحده ایالاتو سره متعدد مجالس وکړه خصوصا د قطر هیواد پلازمېنه دوحه کې څو کرته مجالس وکړه خو بالآخره تر ډېره حده پوري يې هغه کنګل مات کړ چې د اسلامي امارت او ددې هیوادونو ترمنځ هیڅ راشه درشه نه وه.
د اسلامي امارت سیاسي استازولۍ او امریکا متحده آیالاتو ترمنځ تر یو حده دا پرمختګ وشو چې د افغانستان بانک او بندیزونو په سلسله کې امریکا څو لېسنسونه جاري کړل چې د پیسو په لېږد رالېږد او د تجارانو ته د سهولت په برابرولو کې ډېر مثبت ثابت سول چې دا تسلسل د امریکا متحده آیالاتو سره اوس هم جریان لري.
د اسلامي امارت سیاسي ابتکار دی چې په کابل کې ګڼ شمېر سفارتونه فعال ساتل سوي دي او یو شمېر نوي پرانیستل سوي دي خپل فعالیت کوي او د خپلو هیوادنو استازولي کړي او دا تسلسل به ان شاء الله جریان پیدا کړي.
د افغانستان اسلامي امارت سیاسي استازولۍ نړۍ ته دا ثابته کړه چې د افغانستان سیاسي پالېسۍ او سیاست دا یو متوازن سیاست دی.
متوازن په دې معنا چې د نړۍ د ټولو هیوادونو سره مثبتي اړیکي غواړي، متوازن په دې معنا چې افغانستان به ددې نه وروسته د لویو آبرقدرتونو د مقابلې ډګر نه وي، متوازن په دې معنا چې اسلامي امارت د نړۍ په منازعاتو/جنجالونو کې د یوه هیواد طرف نه نیسي.
خو بالآخره د افغانستان اسلامي امارت نړۍ ته دا واضحه کړه؛ چې د اسلامي امارت سیاست اقتصاد محوره سیاست دی، اقتصاد محوره په دې معنا چې اسلامي امارت په دې قايل دی چې هم نورو ته ګټي ورکړي او هم له نورو ګټي پورته کړي، اقتصاد محوره په دې معنا چې افغانستان د آسیا زړه دی په سیمه کې یو بهترین موقعیت لري اسلامي امارت غواړي چې افغانستان د سیمي د وصل او اقتصاد په مرکز بدل کړي.

حمزه الیاس

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close