تاریخ او جغرافیه

د اسلامي تمدن ځلانده ستوری امام حکيم علاءالدين ابن نفيس (رح)

فرید احمد مبارز
د اسلام تاريخ د بې شميره ځلانده ستورو څخه ډک دی چې د بشريت د نيکمرغۍ لپاره يې نه ستړي کيدونکي هلې ځلې کړي دي؛ يو د دغه ځلانده شخصيتونو څخه ابن نفيس (رحمة الله علیه) دی. نوموړې عالم د وخت څخه په سمې ګټې اخيستنې سره زيات شمير علمي اثار ليکلي. ابن نفيس (رحمة الله علیه) چې اصلي نوم يې امام حکيم علاء الدين ابن نفيس بن حزم قرشي دی، په 610 هجري کې په دمشق کې زيږيدلې او په 687 هجري په قاهره کې وفات شوې.
ابن نفيس (رحمة الله علیه) د شافعي مذهب يو د مشهورو علماؤو څخه دی. ابن نفيس (رحمة الله علیه) د اسلامي نړۍ يو د سترو طبيبانو له ډلې څخه شميرل کيږي چې د خپل وخت ډير ساتونکی وو، او هميشه يې د وخت څخه ښه استفاده کوله، همدا علت وو چې نوموړي عالم په طب کې ستر کتابونه ليکلي چې نن ورځ د ده د تأليفاتو څخه په طبي برخه کې ګټه اخيستل کيږي.
ابن نفيس (رحمة الله علیه) د طب په برخه کې «الشامل» په نوم کتاب ليکلی چې (۳۰۰) جلدو ته رسيږي، همدارنګه ابن نفيس (رحمة الله علیه) د سترګو د علاج په برخه کې د «المهذب» په نوم کتاب ليکلی دی، چې په دې کتاب کې د سترګو اړوند ناروغۍ او درملنه يې ښودل سوې. همدارنګه ابن نفيس (رحمة الله علیه) د لومړي ځل لپاره د وينې دوران کشف کړ.
ابن نفيس (رحمة الله علیه) نه يوازې دا چې د طب په برخه کې تأليفات لري، بلکې په فقه، اصول فقه، صرف او نحوه، منطق او نورو برخو کې هم سلګونه تأليفات لري، نوموړي عالم د قاهرې په مسروريه مدرسه کې استاد وو.
ابن نفيس (رحمة الله علیه) واده نه وو کړی، خپل کور، کتابونه او شتمني يې ټول منصوري روغتون ته چې د وخت يو د سترو روغتونونو څخه وو، وقف کړی وه.
علامه عبدالفتاح ابوغده په خپل کتاب «العلماء العزب الذين آثروا العلم علې الزواج» يعنې هغه علماء چې نکاح يې ونه کړه او علم ته يې پر نکاح باندې غوره والی ورکړ، د ابن نفيس (رحمة الله علیه) نوم هم ذکر کړی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *