دینې لیکنې

د اسلامي ثقافت ارزښتونه

لومړی ارزښت:
په اسلامي ثقافت د انسان ساتونکی او فعال عقل جوړېږي؛ اسلام د انسان د عقل پر حفاظت او ساتنې ډېر ټينګار کړی، عقل یې داسې اصل او عنصر بللی،چې په درلودلو یې انسان د خرافاتو، اوهامو، درواغو او منفي سادګيو څخه ساتل کېدلای شي او انسان یې په دې باندې امر کړی،چې د هر هغه شي ځان وساتي چې عقل ورباندې ځلېږي د بېلګې په ډول مخدرات او مسکرات يې حرام کړي، کوم چې عقل ته زيان رسوي او د صحيح ادراک څخه د عقل مخنیوی کوي.
لکه څنګه چې الله پاک عقل ته حيثيت د يو ترازو ورکړی،چې کارونه په تلي، د ښه او بد تشخيص کوي او مخکې تر اعتقاد د هغه ښه والی او يا بدوالی ځان ته معلوموي. الله پاک فرمايي: أَفَمَنْ يَعْلَمُ أَنَّمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ الْحَقُّ كَمَنْ هُوَ أَعْمَى إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ.[الرعد۱۹] ژباړه: آیا هغه څوک چې په دې پوهېږي چې هغه شی چي ستا رب تا ته نازل کړی حق دې داسې دی لکه هغه څوک چي ړوند دی او نه پوهېږي؟ یقیناً چې یواځې د عقلونو خاوندان وعظ قبلوي.
مفسرینو لیکلي،چې دغه آیت د حضرت حمزه رضی الله عنه او ابوجهل په باره کې نازل شو، حضرت حمزه رضي الله عنه چې د سالم عقل خاوند و، د قرآن حقانیت یې درک کړ او ایمان یې راوړ خو ابوجهل چې د سالم عقل څخه محروم و، د قرآن حقانیت یې درک نه کړ او ایمان یې را نه وړ.
د درس ويلو او تحصيل په دوره کي له ديني علومو سره رابطه د انسان لپاره ډېره مهمه ده په دې معنی سره چي محصل بايد په هره تحصيلي دوره کې د ديني علومو زده کړې ته ډېره پاملرنه وکړي تر څو د هر مضمون او هر پوهنځي فارغېږي د ديني او اسلامي روحيې سره فارغ شي.
زموږ په زمانه کې ډېر محصلين چې د فراغت وروسته بې دينۍ ته مخه کوي يا خپلې دندې ته د يوه تجارتي بازار په سترګه ګوري لوی لامل يې دادی چې د زده کړې په دوران کې يې ځان په ديني عقيده نه وي سمبال کړی ځکه نو د ټولنې په نسبت خپل مسئوليت هم نه پېژني.
دا چي زموږ په زمانه کي ډېر ډاکټران، انجنيران، سياست پوهان او د عصري علومو استادان اسلامي اخلاقو او لمانځه ته ژمن نه دي علت يې دغه دی چې د زده کړې په وخت کې يې پر ديني مضامينو کوښښ نه دی کړی نو ځکه مسلماني ورته يو ډول شاته تګ او انحطاط معلومېږي او ځان ته د يو مسلمان ډاکټر او انجنير په سترګه نه ګوري او د خپلو کارونو په ښه والي او بد والي کې ديني اصول په پام کي نه نيسي.

مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *