دینې لیکنېلیکنې

د اسلامي ثقافت ارزښتونه

په اسلامي ثقافت باندې د مسلمان اسلامي شخصيت جوړېږي؛ اسلامي ثقافت د انسان د شخصيت پر جوړېدلو باندې په هر اړخيزه توګه ډېر ټينګار کړی، تفاوت نه لري که هغه نفسي جنبه وي، روحي جنبه وي، عقلي جنبه وي او که جسدي او بدني جنبه وي په ټولو کې اسلامي ثقافت مثبت سمون راوړي.دا په تجربه ثابته شوې ده چې د يادو برخو په سمون کې د اسلامي تعليماتو عملي کول ډېر رول لري، کوم خلک چې اسلامي تعليمات يې کړي وي او بيا عمل هم ورباندې وکړي ارومرو د هغوی په نفسي حرکاتو کې تغيير راغلی وي، په دې معنی سره چې نفس يې د بغاوت او سرکشۍ نجات مومي او تر کنټرول لاندې راځي چې په نتيجه کې ناروا کارونو ته يې شوق او ميلان کمېږي او ښه سړی ورڅخه جوړېږي.همدا راز د اسلامي تعليماتو په ويلو انسان د ژوند په هره برخه کې روحيه پيدا کوي، الهي تقدير پېژني، د الله پاک پر قدرت پوره باور پيدا کوي، د ځان انساني نيمګړتيا او بشري نقصان پېژني، په ژوندانه کې د الله پاک پر ورکړي او تقسيم قناعت کوي، په هېڅ حالت کې له ژونده نه ناهيلي کېږي، د سختيو په حالت کې استقامت او د آسانيو په حالت کې عجز او تواضع د ځان عادت جوړوي چې د دې ټولو په شتون سره به ارو مرو د روحي سکون او رواني آرامتيا خاوند کېږي.همدا راز د اسلامي تعليماتو زده کړه د انسان د عقل پر کيفيت او کميت هم ډېر مثبت تأثير ږدي، کوم خلک چې د اسلامي تعليماتو خاوندان وي د هغو خلکو په نسبت چې اسلامي تعليمات يې نه وي کړي عقل يې هم تېز او هم قوي وي له همدې امله د هر شي ښه او بد ژر پېژني او ادراک يې هم قوي وي.د بدن په ساتنه او ښه ښکاره کولو کې هم د اسلامي تعليماتو ګټې د هيچا پټې نه دي ځکه چې اسلامي تعليمات انسان ته د خپل جسد د ساتنې او ښه جوړونې سپارښتنه کوي او د هر هغه شي يې منعه کوي چې د انسان بدن ورباندې ضعيفه کېږي او يا يې بدن ورباندې بدرنګه او بد شکل ښکاري له همدې امله يې د هغو شيانو خوړل حرام کړي،چې د انسان صحت ورباندي خرابېږي او بدن ته يې زيان رسېږي، همداسې د هغه لباس او يونيفورم اغوستل يې هم منعه کړي،چې انسان ورباندې بدرنګه او بد شکل ښکاري او يا هم د يوه کافر او بې دينه په بڼه ښکاره کېږي.په همدې سبب موږ وينو چې نن ډېرهغه انسانان چې د خپل بدن غم ورسره نشته او يا ځان داسې جوړوي چې د ده او يوه کافر ترمنځ په شکل او کالو کې هېڅ توپير نه کېږي هغه خلک دې چې ديني تعليمات يې نه دي کړي او يا يې هم عمل ورباندې نه دی کړی.

درېيم ارزښت / مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *