دینې لیکنېلیکنې

د اسلامي ثقافت ارزښتونه

پنځم ارزښت
په اسلامي ثقافت باندې په مسلمه ټولنه کې له نورو کفري ثقافتونو سره د مقابلې روحيه پيدا کېږي؛ په دې خاطر چې تل اهل باطل او کفار د مسلمانانو د ګمراه کولو لپاره فکري او فرهنګي جګړې پر مخ باندې وړي او په اصطلاح هره جګړه د مسلمانانو د بې لارې کولو لپاره هرچېرې په مختلفو طريقو سره شروع کوي، نو يواځنی شی چې مسلمان د کفري ثقافت او فرهنګ سره مقابلې ته هڅوي او آماده کوي هغه اسلامي ثقافت دی، اسلامي ثقافت مسلمان دې ته جوړوي چې له کفري فرهنګ سره مقابله وکړي او د ځان اصيل فرهنګ وساتي.
که تاريخ او روانو حالاتو ته وګورو نو دا به له ورايه راته معلومه شي چې د اسلامي هويت لپاره مبارزه او په اسلامي نړۍ کي د اسلامي فرهنګ دفاع هغه خلکو کړې او کوي يې چې په اسلامي تعليماتو باندې روزل شوي وي او په اسلامي روحيه باندې سمبال وي.
همدا راز دا هم ښکاره حقيقت دی چې په اسلامي هيوادونو کې د هيواد، اسلام او اسلامي ټولنې سره هغه خلکو خيانت کړی وي چې د اسلامي تعليماتو دښمنان وي او يا هم په اسلامي تعليماتو کې د نورو په لمسون د مستقيم مسير څخه اوښتي وي او د شخصي منافعو او مادياتو لپاره يې هر څه شا ته غورځولي وي.
په اسلامي تعليماتو باندې په انسان کې مثبت احساس پيدا کېږي، د انسان غيرت را پورته کېږي او په فکري لحاظ يې ويښتوب په برخه کېږي چې په نتيجه کې د رښتينې مسلمانۍ نمونه جوړېږي او د اسلامي ارزښتونو په دفاع کې هر ډول قربانۍ ته پوره آماده کېږي.
په اسلامي تعليماتو باندې سمبال انسان د اسلام دفاع، د شريعت تنفيذ، د اسلامي شعايرو احترام، د اسلامي عقيدې پر اساس ولاء اوبراء ته ژمنتيا، اسلامي ټولنې ته خدمت او په ښوونيز نظام کې د اسلامي ثقافت عملي کول د ځان اساسي او ايماني دندې بولي او په هر وخت او حالت کې يې د عملي کولو لپاره کار کوي.

مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Check Also
Close