دینې لیکنېلیکنې

د اسلامي ثقافت ارزښتونه

لومړی ارزښت:
په اسلامي ثقافت باندي د انسان ساتونکی او فعال عقل جوړیږي؛ اسلام د انسان د عقل پر حفاظت او ساتني باندي ډېر ټينګار کړی دی، عقل یې داسی اصل او عنصر بللی دی چی په در لودلو یې انسان د خرافاتو، اوهامو، درواغو او منفي سادګيو څخه ساتل کېدلای سي او انسان یې پدې باندی امر کړی دی چی د هر هغه شي څخه ځان وساتي چي عقل ورباندي زائليږي د بېلګي په ډول مخدرات او مسکرات يې حرام کړيدي کوم چي عقل ته زيان رسوي او د صحيح ادراک څخه د عقل مخنیوی کوي.
لکه څنګه چي الله پاک عقل ته حيثيت د يو ترازو ورکړی دی چي کارونه په تلي، د ښه او بد تشخيص کوي او مخکي تر اعتقاد د هغه ښه والی او يا بدوالی ځان ته معلوموي. الله پاک فرمايي: أَفَمَنْ يَعْلَمُ أَنَّمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ الْحَقُّ كَمَنْ هُوَ أَعْمَى إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ.[الرعد۱۹] ژباړه: آیا هغه څوک چي پدې باندي پوهیږي چي هغه شی چي ستا رب تا ته نازل کړی دی حق دی داسي دی لکه هغه څوک چي ړوند دی او نه پوهیږي؟ یقینا چي یواځي د عقلونو خاوندان وعظ قبلوي.
مفسرینو لیکلي دي چي دغه آیت د حضرت حمزه رضی الله عنه او ابوجهل په باره کي نازل سو، حضرت حمزه رضي الله عنه چي د سالم عقل خاوند وو د قرآن حقانیت یې درک کړ او ایمان یې راوړ خو ابوجهل چي د سالم عقل څخه محروم وو د قرآن حقانیت یې درک نکړ او ایمان یې را نه وړ.
د درس ويلو او تحصيل په دوره کي د ديني علومو سره رابطه د انسان لپاره ډېره مهمه ده پدې معنی سره چي محصل بايد په هره تحصيلي دوره کي د ديني علومو زدکړي ته ډېره پاملرنه وکړي تر څو د هر مضمون او هر پوهنځي څخه چي فارغ کيږي د ديني او اسلامي روحيې سره فارغ سي.
زموږ په زمانه کي ډېری محصلين چي د فراغت وروسته بې دينۍ ته مخه کوي يا خپلي دندي ته د يوه تجارتي بازار په سترګه ګوري لوی لامل يې دغه دی چي د زده کړي په دوران کي يې ځان په ديني عقيده باندي نه وي سمبال کړی ځکه نو د ټولني په نسبت خپل مسئوليت هم نه پېژني.
دا چي زموږ په زمانه کي ډېری ډاکټر صاحبان، انجينران، سياست پوهان او د عصري علومو استادان اسلامي اخلاقو او لمانځه ته ژمن ندي علت يې دغه دی چي د زده کړي په وخت کي يې پر ديني مضامينو باندي کوښښ ندی کړی نو ځکه مسلماني ورته يو ډول شاته تګ او انحطاط معلوميږي او ځان ته د يو مسلمان ډاکټر او انجينر په سترګه نه ګوري او د خپلو کارونو په ښه والي او بد والي کي ديني اصول په پام کي نه نيسي.

مولوي نورالحق مظهري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *